‍سپین سترګی

‍سپین سترګی
سمیع الدین افغاني

 نه منصف دی نه حاکم نه کوم پاچا
 بس د هرچا ځینې ځان ګڼي بالا

 په ظاهربه کړي د سمې لیار خبرې
 حقیقت کې دی بې لارې لوی ګمراه

 احترام که د حیا بل ورته کاندي
 نه پوهیږي په اخلاص دی د بل چا

 یو زره قدرې انصاف یې زړه کې نشته
 د شخصي ګټو ډاکو دی سم صفا

 نه د مشر نه د کشر خیال به ساتي
 ورته ښکاري ځان هر چا ځینې دانا

 ډیر مضر او شر انداز دی په کارو کې
 ځان ته وایی به عالم ، لیډر ، پیشوا

 په مجلس کې به په زیر او زور غږیږي
 څوک یې نه اوري، کړي خبرې بې مانا

 تر پرون پورې په غیرو لار روان وه
 اوس سپین سترګی تراشي ځان نه ملا

 ربه ته ورته انصاف لږ په نصیب کړې
 چې د شر او ګمراهۍ نه شي سیوا

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button