یوسف(ع) دوهم ډز

 

لیکوال:أ- علي خان صافي

یوسف(ع)دوهم ډز

یوسف(ع)

5/ دیوسف(ع) غورځول په کوهي کي:     

   دیعقوب (ع) زامن له کوره ووتل او يوسف(ع) یي له ځانو سره ملګري کړو،او پلار یي وروته وویل چي له یوسف(ع) څخه بي پامه نشی ، دوی ورته وویل چي بی غمه اوسه، هغه زموږ ه ورورده موږ به هیکله له هغه څخه بي پامه نشو.

   یوسف (ع)په دي امید وه چي په مخکي به یي لوبي وخوشحالي وي، خو په  دي باندي نه پو هیده چي دزماني غداریو به ورته مخکي دبدبختیوکوهي کندي او یا به یي دزحمتونو په کوډه وماته لاره کي دغلامي پړي ورپه غاړه کوي.

   کله چي دوی له کورنه لري او دپلار له سترګو فناه شول،نو له یوسف(ع) سره یی بدلاري پیل کړه،چي دی یي په بدو خبرو او سختو وهلو کي راګیر کړ، هر یوه به چي پر ده باندي دڅپیړویا سوکانو ویل پیل کړل، نو دي به بیا یوبل ته وروتښتید ه ،چي ګوندي له وهلو څخه به یي خلاص کړي ، او مهرباني او زړه سوی به ورڅخه وُویني، مګر افسوس داچي هغه به هم پرمخ څبیړي ورکړي، دخلاصون داومیدلاره به یي پري لنډه کړه،ترهغي پوري چي ټول پري راټول شول، او دِده دوژلو نیت یي وکړو، خو- یهوذا – چي له دوی څخه دیوسف(ع) دنه وژلو ژمنه اخستی وه، راپورته شوورته ویي ویل چي یوسف(ع) مه وژني،  که چیري هرومرو ځانونه ورڅخه خلاصوی ، نودیوه ږورکوهي تل ته یي کوز کړي او هلته یي ژوندی پریدی، پخپله به مړشي،او یابه یي دلاري کاروانچیان له کوهي څخه را وباسي له ځانوسره به یي واخلي، او تاسو به ورڅخه خلاص کړي.

   دوی دیهوذا خبره واوریدله،پړي یارسي یي راواخستلو،اود یوسف(ع) کمیس – قمیص – یي د ده له بدن څخه راوُوِیست، او دی یي لوڅ لپړپرپه پړي ټینګ وتاړه چي په کوهي کي یي ورکوز کړي، یوسف (ع)چي هرڅومره هڅی وزر وزاري وکړي ،خوپه بي رحمه زړوکي هیڅ مهرباني او انساني الفت راپیدا نشو، دی یي دکوهي – څا – غاړي ته رانږدي کړ ،او دده کوزول یي په کوهي کي پیل کړل، په دي دمرګ او ږوند تر منځ لحظه کي ، یوسف (ع) به په خپلو ګوتو لاسوباندي دکوهي څنډي غاړي نیولي چي ګوندي خلاصون به راپیداشي، خوهغوي ظالمانو به دهغه په ګوتو ولاسو باندي قدمونه ورایښودل چي دی په کوهي کي لاهو شي.

   کله چي په کوهي کي یو څه اندازه کوز شو دوی وغوښتل چي پړی پري کړي ،چي دی په تیزي اوچټکتیا سره ولویږي، او مړشي، مګر یهوذا دوی پري نه ښودل چي دا کار وکړي،هغه وه چي یوسف (ع) دکوهي په اوبو – میو – کي ورګزارشو اوپکښي ډوپ شو ، خوپاک الله دده خلاصون په هغه لویه ډبره باندي چي – راغوفه ـ ورته وایي وکړ ، کومه چي دکوهي په منځ کي تراوبونه لوړه وه، او یوسف(ع) له اوبونه پري ورپورته شواو پري کښیناست .

   ورڼویي چی ولیدل چي دي داوبو په ډوپیدو کي مړ نشو، نو په دې فکرکي شول چي لویه ډبره راواخلي دیوسف(ع) په سرباندي یي په کوهي کي ورواچوي، چي په دي ډول سره به دي هرو مرو لاندي په څا کي مړ شي، خو یهوذا بیا هم دوی پرینشودل چي یوسف (ع)لاندی په کوهي کي دوی مړکړي.                                                           

6 / دیوسف(ع) وصیت اود وحې راکوزیدل:

      کله چي یوسف(ع) وکتل چي له کوهي څخه وتل ناممکن کار ده ، او شاید چي دډیرو شپو ورځو له تیریدو سره به مړینه او مرګ هم راتلونکي وي،نو خپلو وروڼوته یي دکوهي له تل نه داسي وینا پیل کړله:- اِی زما وروڼو، دهرمړي له خوا مخکی له دینه چي ساه یي وخیږي یو وصیت اوریدل کیږي، نوتاسو زما دا وصیت واوري، هغوي ورته وویل چي وایه ستا وصیت څه دي؟  یوسف(ع) ورته وویل که تاسو سره ټول شوي او یو پربل ډاډه کیږي نو زما یوازیوالي درپه یادکړي،که خواړه مو وخوړل نو زما لوږه درپه یادکړي، که څه مو وُڅیکل نو زما تنده درپه یادکړي،که چیري پردیس مو ولید نوزما پردیسي درپه یاد کړي،که چیري ځوان مو ولید نو زما ځواني درپه یادکړي  ..

     خوپاک الله(ج) پوهیده چي هغوي به په یوسف(ع) باندي رحمت ومهرباني ونکړي، نوځکه یي د- جبریل – په خوله هغه ته وویل چي نوربس ده اوس دادوعا وُوایه :- یا زما لویه وډیر مهربانه څښتنه ، یا دهرپردیس ډاډګره، یا دهربیریدونکې دپناه ځایه، یا دهرکړاوحل کونکې،یا په ښګاره وپټه خبره باندي پو هیدونکي،یا دهرشکایت سرته رسونکې،یا دهرڅه حاضرکونکې،یا تل ترتل ژوندیه ، یاتل ترتل جوته وقائمه، له تانه غوښتنه کوم چي امید مي په زړه کي واچوي، ترهغه چي غم راسره نوي،او بي له تانه مي فکر په نور څه باندي وانچول شي،او زما دې حال ته خلاصون و وتل پیداکړه،داځکه چي ته په هرڅه باندي قدرت لرونکی یي -.

    کله چي یوسف (ع) دادوعا ویله ،پریښتو- ملائکو- وویل چي اِي زموږه لویه ومهربانه څښتنه ، موږ د دوعا اوازاورو، اواوازخوهم دځوان ده ، مګر دوعا  چي ده  دپیغمبردوعاده، پاک الله(ج) ورته وویل کوم چي تاسو وایي ټیک ودرست دی .

   په همدي  دزړه تنګي سخت وخت کي لوي څښتن هغه ته جبریل راولیږه چي ورته ډاډ ورکړي ،نورمه خفه کیږه،اوس به ستا  خلاصون اوله کوهي څخه وتل وشي،او ته به ستا په وروڼو باندي باندي بریالي شي ،او شان به دورڅخه لوړشي،او ورسته به بیا ته هغوي په  دغه کار باندي خبر کړي، کوم چي هغوي ستا په حق کي کړي دی، په داسي حال کي چي هغوي به دااحساس نه کوي اونه به تا پیږني.( فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (15)یوسف

   داوه دلمړي ځل لپاره چي په یوسف(ع) باندي دنبوت و حي راکوزیږي ،په هغه ژوره څا – کوهي – کي کوم چي دی دخپلو وروڼولخوا پکښي ورلویدلي وه، او لاندي په کوهي کي دلویي ډبري په سر دابو په منځ کي ناست وه، او پاک الله(ج) ته لاس په دوعاوه، چي دخپل فضل او رحمت دروازه ورته وازه کړي.

      وایي چي داکوهي د- بیت القدس – کوهي دی، چي دمفسرینو تر منځ پکښي اختلاف دی،او په دې اړوند باندي دوی داسي وایي:

    أ – ابن کثیراو پلویان یي وایي چي: غیابه الجب ، دکوهي تل او لاند ینی برخه ده.

   ب – قتادة وپلویان یي وایي چي : غیابه الجب،دبیت المقدس دکوهي نوم ده،  خوپه حقیقت یي خدای خبرده.

    وایي چي  یوسف (ع)   په دي وخت کي اتلس کلن وه ،اوځني نور وایي چي تردې نه کمکي وه.چي په دی باندي هم خداي خبرده.

نوربیا

أ‌-      علي خان صافي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button