دنـاروغـه لـمـونـځ

لمونځ كونكۍ كه ناروغه ووپه لمانځه كښى ئې قيامه نه شواى كولاى نولمونځ دى په ناسته اداكړى ركوع اوسجده دى كوى، كه ئې طاقت دركوع اوسجدی هم نه درلودى نولمونځ دى په اشاره كوى خو سجده دى ترركوع كښته كوى اودسجدی دپاره دى كوم جنس مخ ته نه ورپورته كوى لكه بالښت يا داسى نور، نبى عليه السلام فرمايى ﴿ان قدرت ان تسجد على الارض فاسجدوالا فامى برأسك﴾ يعنىكه ئې قدرت ووچه پرځمكه سجده وكړى نو سجده دى وكړى كه ئې قدرت نه وو په سرسره دى اشاره وكړى كه ئې دناستى طاقت نه ووستونى ستخ (دشاپرتخته) دى وغزيږى پښى دى وقبلى ته كړى ركوع او سجده دى په اشاره كوى يادى پربغل پريوزى مخ دى دقبلى وطرف ته كړى ركوع او سجده دى د سرپه اشاره وكړى، كه ئې دسرپه اشاره هم لمونځ كولاى نشو نو په سترګو يا په ورځو يا په زړه دى اشاره نه كوى لمونځ دى وځنډوى ترڅوچه صحت مومى، امام ابوحنيفه (رح) فرمايى كه لمونځ كونكۍ پرولاړه قادر ووخوپرركوع اوسجده قادرنه وو نوولاړه يا (قيامه) پرلازم نه ده لمونځ دى په ناسته اداكړى ركوع اوسجده دى په اشاره سره وكړى، كه لمونځ كونكى څه لمونځ په ولاړه وكړ بياپه همدغه لمانځه كښى ناروغه شود ولاړى قدرت ئې نه در لودى نوپاته لمونځ دى په ناسته ادا كړى ركوع اوسجده دى وكړى كه ئې ركوع اوسجده هم ورته سخته وه نودواړه دى په اشاره سره وكړى كه ئې په اشاره هم لمونځ كولاى نشونوستونى ستخ دى وغزيږى په اشاره دى لمونځ اداكړى، كه چا د ناروغۍ له كبله لمونځ په ناسته كوي ركوع اوسجده ئې هم كوله په همدغه لمانځه كښى په ولاړه قادر شو نوپاته لمونځ دى په ولاړه وكړى دغه ليكنه په قدورى كښى دشيخينو(رح) مذهب دى، دوى اقتدا د ولاړوخلګوپه ناست سړى پسى رواګڼى، په مسلـم، بخارى او مشكوة كښى ليكلى دى چه رسول (ص) په ناسته امامت كوى او اصحابان (رض) ورپسى ولاړوه، كه چاڅه لمونځ په اشاره سره وكړ اوبياپه همدغه لمانځه كښى پرركوع اوسجده قادرشونوټول لمونځ دى له سره راوګرځوى، پر دغه مسئله باندى ټولوامامانواتفاق كړيدى ځكه چه اقتدادركوع كونكى اوسجده كونكى په اشاره كونكى پسى روانه ده، كه څوك بيهوښه شوپنځه لمونځونه يا ترپنځولمونځوكم ورنه قضاء شوه نو كله چه بيرته پرهوښ شى قضاء دى راوړى اوكه له پنځـولمـونځـونه زيادورنه قضاء شوه نو قضاء ور باندى نشته .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button