د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( پنځه ویشتمه برخه )

محمد امين بسمل

پوښتنه : په تیره برخه کی دې وویل چی دعا د الله تعالی سره نېغ ارتباط لری . نو آیا څوک کولای سی چی د الله تعالی څخه پرته یې د بل شي څخه وغواړی ؟ یعنی انسانان بېله خدایه د بل چا یا بل شي څخه دعا غوښتلای سی ؟

ځواب : یا ، دعا باید یوازی او یوازی الله تعالی ته راجع سی او د الله څخه پرته بل چا یا بل شي ته د دعا لاس لپه کول شِرک دی او شرک سخت کفر دی ( الجن ۲۰ ) .
دا لا څه ، د الله څخه پرته بل شی د چا دعا نسي اورېدلای او مراد یې قطعأ نسي پوره کولای ( فاطر ۱۴ ) . که هر څوک د الله څخه ماسېوا دغسی شیانو ته دعا راجع کړی هغوی هیڅ ګټه یا ضرر نسي ور رسولای نو دغسی کسان بیخی ګمراه دي (الحج ۱۲ ) او که څه تأثیر هم ولری نو اول به یې ضرر ور رسیږی او دغسی شیان بد دوستان او بد ملګري دي ( الحج ۱۳ ) .
نو هغه کسان چی د الله څخه پرته د بل شي څخه یې غواړی ، او هغوی یې آن تر قیامت پوری هم نسي ورکولای ، سخت ګمراه او غافل دي ( الاحقاف ۵ ) .

پوښتنه : سبحان الله ! دا څومره مهم معلومات دي . که څوک بیا هم د الله څخه پرته د بل شي څخه غوښتونکی سی نو دا ثابت حقیقت دی چی ګټه به حاصله نکړی . آیا دغسی حالت په یو مثال سره راښوولای سې ؟
ځواب : هو ولی نه ، که څوک د الله څخه ماسېوا د بل شي څخه غوښتنه وکړی حال دا چی هغه به هیڅ ګټه او ضرر ور و نه رسوي ، نو داسی انسان به د هغه چا په مثال وی چی په ځنګله کی یې لاره ورکه کړې وی ، دوری هوری ګرځی مګر دوست او ملګری یې سمي لاری ته رابولی چی راسه زما خوا ته ، خو هغه سرګردانه به بلی خوا ته ځی ( الانعام ۷۱ ) .

پوښتنه : ستا په اجازه به اوس نور بیلابیل موضوعات درسره مطرح کړم . آیا تا د پخوانیو اُمتونو بیان هم کړی دی ؟ که وی ، دوه ـ درې مثالونه یې راکولای سې ؟
ځواب : هو ، ما د ډیرو پخوانیو امتیانو بیان کړی دی لکه د نوح قوم (۱) ، د عاد قوم (۲) ، د ثمود قوم (۳) او داسی نور .

پوښتنه :آیا تا د کوم بت نوم هم اخستی دی ؟
ځواب : هو ، ما د ځینو بتانو نومونه ذکر کړي دي ، مثلأ : لات (۴) ، عُزی (۵) ، منات (۶) ، وَد ، سواع ، یعوث ، یعوق ، نسر (۷) او نور .

پوښتنه : آیا تا د کوم کافر نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، ما د څو کافرانو نومونه ذکر کړي دي لکه فرعون ، قارون ، هامان (۸) ، ابولهب (۹) او نور .

پوښتنه : ځینی خلک وایی چی د فرعون جسد تر ننه هم خوندي دی ، آیا دا رښتیا ده ؟ او تا په دې هکله څه ویلی دي که یا ؟
ځواب : هو ، دا رښتیا ده او د فرعون جسد الله تعالی تر قیامت پوری همداسی ساتلی دی تر څو خلک د هغه له بد انجامه عبرت واخلی (۱۰) .

پوښتنه : آیا تا په خپل متن کی د فرعون د جسد څخه علاوه د آینده نسلونو د عبرت له پاره د کوم بل شي د ساتلو خبر هم ورکړی دی ؟ که وی هغه څه شي دی ؟
ځواب : هو ، هغه د نوح (ع) کښتۍ ده چی د جودي په غره کی ده ( العنکبوت ۱۵ ) .

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی آیا تا د کومی ښځی نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟
ځواب : هو ، ما د مریم یعنی د عیسی (ع) د مور نوم څو واره ذکر کړی دی (۱۱) .

پوښتنه : آیا تا د کوم مسجد نوم هم ذکر کړی دی ؟
ځواب : هو ، ما د ځینو مسجدونو نومونه ذکر کړي دي لکه مسجدِ حرام (۱۲) په مکه کی ، مسجدِ اقصی (۱۳) په بیت المقدس کی او نور .

پوښتنه : آیا کولای سم چی د کعبې په باره کی یو څه مشرح معلومات درڅخه وغواړم ؟ په ساده ژبه کعبه رامعرفي کړه .
ځواب : هو ولی نه ، کعبه یعنی د الله دغه کور په مکه کی دی (۱۴) . د نړۍ تر ټولو لومړنی عبادت ځای همدا دی (۱۵) . دا د برکت او هدایت مرکز دی (۱۶) . په دې کی د الله تعالی ډیری نښانۍ شته دي (۱۷) . په دې کی د ابراهیم ځای یعنی مقام ابراهیم هم موجود دی (۱۸) . ابراهیم (ع) او اسمعیل (ع) کعبه له سره ودانه کړه (۱۹) . کعبه د امن او سولی ځای دی (۲۰) . دا سپیڅلی (۲۱) او عزتمن (۲۲) ځای دی . دا د حج او الهي عبادت له پاره د انسانانو ټولیزه ځای دی (۲۳) . پر هر استطاعت لرونکي مسلمان باندی ( په ژوند کی یو ځل ) لازمه ده چی د دې کور حج وکړی (۲۴) . د هغه انتظام او پالنه د پرهیزګارو خلکو دنده ده (۲۵) . د حج څخه علاوه د دې کور عُمره هم کېدای سی (۲۶) . د حج په مراسمو کی د کعبې طواف (۲۷) ، د صفا او مروا د غونډیو تر منځ ګړندﺉ تګ راتګ (۲۸) ، د عرفات په میدان کی راغونډېدل (۲۹) ، قرباني (۳۰) او په مشعر حرام (۳۱) یا مزدلفه کی تم کېدل هم شامل دي .

پوښتنه : تا وویل چی کعبه حضرت ابراهیم (ع) او اسماعیل (ع) له سره ودانه کړه . نو دواړو ، یعنی پلار او زوی د کعبې د ودانولو پر مهال څه وویل ؟ مفسرین وایی چی هغوی د رسول الله (ص) د راتګ خبر ورکړ ، آیا همداسی ده ؟
ځواب : هو ، ابراهیم (ع) او اسماعیل (ع) دواړو د کعبې د ودانولو پر مهال څو دعاوی وکړې داسی چی : یا الله ! موږ نور هم ستا مسلمانان او فرمان منونکي کړه ، زموږ په نسل کی مسلمانان پیدا کړه او په هغوی کی یو رسول پیدا کړه چی ستا آیتونه ورته ووایي او کتاب ور وښیی او هغوی پاک کړی ( البقره ۱۲۷ ، ۱۲۸ ، ۱۲۹ ) .
نور بیا…..

(۱) : الاعراف : ۵۹ ؛ هود : ۲۵ . (۲) : الاعراف : ۶۵ ؛ هود : ۵۰ . (۳) : الاعراف : ۷۳ ؛ هود : ۶۱ . (۴) : النجم : ۱۹ (۵) : النجم : ۱۹ . (۶) : النجم : ۲۰ . (۷) : نوح : ۲۳ . (۸) : العنکبوت : ۳۹ . (۹) : تبت : ۱ . (۱۰) : یونس : ۹۲ . (۱۱) : آل عمران : ۳۶ ؛ النسأ : ۱۷۱ ؛ المایًده : ۱۷ ، ۵۰ ؛ التحریم : ۱۲ . (۱۲) : البقره : ۱۴۴ ؛ المایًده : ۲ ؛ الانفال : ۳۴ ؛ التوبه : ۷ ؛ الاسرأ : ۱ . (۱۳) : الاسرأ : ۱ . (۱۴) : آل عمران : ۹۶ . (۱۵) : آل عمران : ۹۶ . (۱۶) : آل عمران : ۹۶ . (۱۷) : آل عمران : ۹۷ . (۱۸) : آل عمران : ۹۸ . (۱۹) : البقره : ۱۲۷ . (۲۰) : البقره : ۱۲۵ ـ ۱۲۶ ؛ القصص : ۵۷ . (۲۱) : التوبه : ۲۸ . (۲۲) : البقره : ۱۹۱ ؛ المایًده : ۲ ، ۹۷ ؛ القصص : ۵۷ . (۲۳) : البقره : ۱۲۵ . (۲۴) : آل عمران : ۹۷ ؛ الحج : ۲۷ . (۲۵) : الانفال : ۳۴ . (۲۶) : البقره : ۱۵۸ . (۲۷) : البقره : ۱۲۵ ؛ الحج : ۲۹ . (۲۸) : البقره : ۱۵۸ . (۲۹) : البقره : ۱۹۸ . (۳۰) : الحج : ۳۴ ، ۳۶ ، ۲۸ . (۳۱) : البقره : ۱۹۸ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button