ګوربت اودعرب توره څنګل

دعربوپه یوه سوځنده دښته کې دچلتاري عرب په توره څنګله دافغانستان دآسمان څکو،یاغي اوښیرازه غرونوسري سترګی ګربت ناست و،چې ګنې په وچه سپیره دښته کې دهغه دښکارکولو او لوړو الوتنو ننداره وکړي.خوګوربت وچې اوسپیري دښتي ته په حیران ،حیران کتودخیالونوپه ټال کې ولاړورته دسپین غر،تورغردهندوکش اوپامیرلوړې اوواوریني څوکي وریادې شوي .ښیرازه،زرغونې دنښترودنګې ونې دڅیړیو،شنوموماڼواواغزنو ګور ګوروپوښل شوي کږې وږې درې اوګږلیچونه وریادشول.دتیره خنجرپه څیرتیره څوکه اوخپلې اغیزمنې سترګې یې پاس په شنه هسک کې خښې کړې.دتالندې بریښناپه څیرګړندی آلوتنه یې هډوهیره وه اولکه چې له ځانه سره یې داشعرزمزمه کاوه:

دیاغي مرغه وزروم خواوس نه یم دژیړي مازدیګرلمروم خواوس نه یم

ای دلوړوغرو یاغي ګوربته!

ته هسې انګیرې چې یواځې ته په زړه ټپي اودخواږه وطن له درنې غیږې شړل شوی اوپلورل شوی یې.دزوکړې ځالې اوګلالۍ وطن دې اوراخیستی لوړڅکې شنه څنارونه ،دنګ سرې نښترونه دغروشنې موماڼې اوګورګورې سوي دي دزرکو،سیسیواوکوتروسیلونه نه ښکاري دسپین غرله تړواودکونړدهیبت ناکواوځنګلیزوګږلیچونوهوسۍ اوښکرورې غرڅې کوچیدلي دي دپامیرپه لوړوواورینوڅوکوکې سپین پړانګان اومرینوس پسونه نه لیدل کیږي دغرونوپه لمنوکې دکوچي شپونکي دهۍ،هۍ اوډري،ډري غږونه اوزړورې چیغي نه اوریدل کیږي دمیږواوپسودرموجرسونه ورک شوي اواوس دغروپه لوړڅوکوشپونکي شپیلۍ نه غږوي.

ای زما غجمنه،پردیس ګوربته!

یوازې ته دغمونوپه ټال نه ځانګې کورپه کور،کوڅه په کوڅه،کلي په کلي اودهیواد په ګوټ ،ګوټ کې دسووساندواوناورین انګازې خپرې دې آن چې اخترونه موپه سرو وینو او غم لړلي دي .اودکلي جونه چمبې نه وهي اوچټو ځلمیانوداتڼ مستي هیره کړي اودوطن مورجانې اوبوري میندې دشهیدوځلموشناختوته دویرسندرې بولي اوپه سمندرونوکې دلاهوشویواولادونودټپي،ټپي ارمانونوپه یادیې دهسک په لوري لاسونه لپه نیولي دي.

ای په شنوډالروپلورل شویه ګوربته!

بې ضمیره اوبې وجدانه سوداګرلاپه کمین کې ناست دي هرڅه لوټي اوستا دبرمیال اوله غروره ډک تاریخ دپلوراوخرڅلاوپه کرغیړنه سوداګرۍ بوخت دي.

غمجنه ګوربته راته غوږشه اودعرب دتوري څنګلې نه پاس هسک ته والوزه راوالوزه اودنړۍ په ګوټ،ګوټ کې غیرتي افغانانوته داپیغام ورسوه!

ای در په در،خاورې په سرخورو،وروافغانانو!

افغانستان مه هیروی،افغانستان مه هیروی،هوکې افغانستان مه هیروی.

مور مې لور ده دسپین غر پلارمې زوی دی دتورغر

اوزه زوی دافغانستان یم

بسم الله اکبري

۲۶/۱۰۲۰۱۶

هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button