انسانيت او مذهب

لوی مذهب انسانيت دی

محبت لويه سجده ده

تر ټولو مخکې دې ته راځمه چې دا شعر د چا دی ځکه چې په فيسبوک کې نن سبا دا شعر ډېر خپرېږي او نامه ورسره د غني خان ليکل کېږي خو په اصل کې دا شعر د غني خان نۀ دی بلکې د خدای بښلې زرين پريشان شعر دی چې لاندې به يې درسره ټول شريک کړمه.

يؤ څو ورځې مخکې جاويد امرخيل چې د ګران هېواد افغانستان يؤ له نامتو سندغاړو څخه دی دا شعر يې په خپل فيسبوک پاڼې خپور کړی ؤ او لاندې د کمينټونو برخه کې چې کله ما د ډېرۍ افغانانو نظرونه ولوستل سخت ټکان مې وخؤړو او ناارامه شؤم ځکه ډېرۍ افغانانو ورته ډېرې سپکې سپورې ليکلې ول او د سيکولر، ملحد او کفر فتؤا يې ورباندې جارې کړې وه.

لومړی به درسره د خدای بښلې زرين پريشان ټول شعر شريک کړمه:

زۀ په دې په هغې نۀ يم که مسجد که بت خانه ده

چې جانان پکې اوسېږي هم هغه زما کعبه ده

د مذهب بنياد پرستو! د انسان خونرېزي بند کړئ

لوی مذهب انسانيت دی محبت لويه سجده ده

چې په اور راته مخ تور کړې بيا مې ټيټې سترګې بيايې

زۀ به هغه جنت څه کړم چې دوزخ يې دروازه ده

شيخ چې ديرش روژې پوره کړې نو په ږېره يې لاس راښکو

دې ته نۀ ګوري د وږو چم کې هره ورځ روژه ده

ستا د حورو د دنيا نه دلته بله دنيا هم شته

لېونه ته يؤه پېغله جونه ناسته په اسره ده

اوس که تاسې دغې پورتنې شعرر ته لږ فکر وکړئ نو زرين پريشان صيب پکې د کمال خبرې کړې دي او په يؤ څو کرښو کې يې غټه فلسفه بيانه کړې ده شعر ټول د معنويت څخه ډک دی او په هره کرښه يې يؤ جهان خبرې کيدلی شي خو زۀ به نن درسره په دغه دويم شعر وغږېږمه ځکه په همدې شعر باندې ډېرۍ افغانانو امرخيل صيب بد رد ياد کړی ؤ.

دا چې شعر کې انسانيت ته اشاره شؤې ده نو اؤل بايد موږ انسان وپېژنو او په دې ځان پوه کړو چې انسانيت څه ته وايې. د انسان پېژندلو لپاره تر ټوله غؤره کار د امام الهند حضرت شاه ولي الله دهلوي (د عمرانيات او معاشعات فلسفه) کتاب لوستل دي چې کاکا جې صنوبر حسين مومند پښتو ته ژباړلی دی. کتاب کې حضرت شاه ولي الله په تفصيل سره د انسان او حيوان ترمنځ توپېر کړی دی چې ما ورباندې مخکې هم يؤه مقاله د (انسان او حيوان ترمنځ توپېر) په نامه ليکلې ده. شاه ولي الله دغه کتاب (د عمرانيات او معاشيات فلسه) د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دغې حديث پر اساس ليکی دی چې:

[کَاَدَ الْفَقْرُ اَنْ يَکُوْنَ کُفْرًا]

نږدې ده چې نيستې ولس کفر ته ورسؤي

امام شاه ولي الله په کتاب کې د انسان او حيوان ترمنځ توپير په اړه وايې چې “کۀ انسان ووايې چې زۀ عقل لرم او په عقل ډېر ډېر کارونه کؤم نو موږ منو چې ډېر ډېر کارونه کوې خو دغې عمل سره انسان ځان ته انسان نۀ شي ويلی بلکې يؤاځې يؤ هوښياره ځناؤر ويلی شي ځکه که دی وايې چې زۀ ځان له کور جوړؤم نو مرغانو ته وګورئ چې د اونو په څوکو کې ځان له ځالې جوړوي، که دی ووايې چې زۀ خپلو بچو ته ښۀ ښۀ خوراکونه پيدا کؤم نو مرغان هم خپلو بچو ته د هغه د ذوق او د کمزورې حالت په مطابق چينجې پيدا کوې، که دی ووايې چې زۀ اجنماعي ژؤند کؤم او په شريکه د دښمن نه ځان ساتمه نو کارغانو ته وګورئ چې په يؤه چيغه د کلې د يؤ سر نه تر بل سره پورې ټول يؤ ځای راغونډ شي، که انسان ووايې چې زۀ د خوراک لپاره ښه ښه شيان پيدا کؤم او د سبا لپاره يې هم زخيره کؤم نو مېږيانو ته وګورئ چې هر وخت يې ملا تړلې وي او د دانو په لټه کې ګرځي ترڅو يې چې نۀ وي پيدا کړې واپس خپل کور ته نۀ ستنېږي بيا همدغه دانې ذخيره کوې او کله چې دغې دانو ته زيم ورسي نو وګورئ چې څرنګه يې بيرون لمر ته راوباسي او هوا ورکوې چې وچه شي بيا يې بيرته خپل ګودام ته ننباسي، انسان که ووايې چې زۀ موسم پېژنم او يخ و ګرم ځای ته د ارام لپاره تللی شم نو زاڼو ته وګورئ چې د آب و هوا په تبديل سره د يؤ ملک نه بل ملک ته هجرت کوې. غرض دا چې انسان هر څومره د خپلې برترې دعوه پر نورو حيواناتو وکړي نو يؤاځې دا به ثابته کړې چې دا د دؤه پښو ځناور د څلورو پښو ځناور نه ډېر هوښيار دی او بس خو د انسانيت درجه په دې صفاتو باندې نۀ شي موندلی.

نو بيا هغه څه کردار، څه عمل او څه ځانګړتيا ده چې انسان د نورو مخلوقاتو نه اشرف ګرځؤلی شي؟

موږ منو چې انسان کې د ذوق جمال شته حيوان کې دا صفات نشته خو په دې صفتونو انسان د حيوان نه يؤاځې برتره ثابتېدلی شي او موږ ورته يؤځې يؤ هوښياره ځناور ويلی شو انسان نۀ.”

نو د امام شاه ولي الله په نزد انسان هغه اشرف المخلوقات دی چې دی د خپل نوع او خپل جنس د بقا لپاره بې د څه بدلې کوښښ او هلې ځلې کوې چې په حيوان کې دا صفت نشته او په همدې صفت انسان د حيوان نه برتره دی او که دا صفت پکې شتون ونلري نو انسان يؤاځې يؤ هوښياره د دؤه پښو ځناور دی.

“مرغانو کې مرغان شته چې غؤښه يې خوراک دی او کمزوری مارغه د باز د ظلم نه هېڅ مارغه نۀ خلاصؤلی شي او نۀ يې د خلاصؤلو هڅه کوې، اوبو کې د غټ ماهيانو خوراک واړه ماهيان وي او د غټو ماهيانو د ظلم نه واړه ماهيان نۀ نور ماهيان خلاصؤلی شي او نۀ يې د خلاصؤلو فکر لري، د لېوه او زمرې نه ګډه بزه نۀ نور ګډې بزې خلاصؤلی شي او نۀ يې د خلاصؤلو هڅه کوې نو همدغه رنګه که يؤ انسان د ظالم انسان لۀ ظلمه بل انسان نۀ شي خلاصؤلی او نۀ يې د خلاصؤلو او ژغورلو هڅه کوې نو دا انسان نۀ دی بلکې يؤ ځناور دی لهذا د انسان يانې د دې اشرف المخلوقات انسان په دې پلنه ځمکه دا فرايض دي چې د خپل نوع ذات حفاظت وکړي او په ځمکه عدل و انصاف قايم کړې که چيرې دا کارونه يې ترسره کړل نو اشرف المخلوقات دی که نۀ نو لۀ حيوانه هم بدتر دی.”

اوس که د امام شاه ولي الله دغې پورتنې خبرو ته لږ فکر وکړو چې په خپل کتاب کې يې ذکر کړي نو دا څرګنده ده چې په يؤ ځای کې هم امام صيب د مذهب ذکر نۀ دی کړی او نۀ يې دا ويلې چې د مذهب پر اساس انسان د نور حيواناتو نه افضل دی ځکه (حيوانات غير ناطق) يانې هغه حيوانات چې خبرې نۀ شي کولی هم د الله تعالی عبادت کؤې الله تعالی په قران کې د مارغانو په اړه وايې چې

فَفَہَّمۡنٰہَا سُلَیۡمٰنَ ۚ وَ کُلًّا اٰتَیۡنَا حُکۡمًا وَّ عِلۡمًا ۫ وَّ سَخَّرۡنَا مَعَ دَاوٗدَ الۡجِبَالَ یُسَبِّحۡنَ وَ الطَّیۡرَ ؕ وَ کُنَّا فٰعِلِیۡنَ (سورة انبيا ۷۹)

او ما سليمان عليه سلام ته د پريکړې کؤلو چل ور زده کړی ؤ ما دې ټولو ته حکمت او علم ورکړی ؤ او ما دا غرونو او مارغان د داود عليه سلام تابعدار کړې وو دوې ټولو به (غرونو او مارغانو) د داود عليه سلام سره يؤ ځای د الله تسبيح بيانؤله او زۀ وم چې دا هر څه مې وکړل.

همداسې الله تعالی په بل ځای کې فرمايلې دي چې

اَلَمۡ تَرَ اَنَّ اللّٰہَ یُسَبِّحُ لَہٗ مَنۡ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الۡاَرۡضِ (سورة نور ۴۱)

ايا تاسې نۀ ګورئ چې پر ځمکه او اسمانونو کې چې څه دي ټول د الله تعالی تسبيح کې مشغول دي

همداسې الله تعالی په بل ځای کې د ستورو او بوټو په اړه فرمايلې دي چې

وَّ النَّجۡمُ وَ الشَّجَرُ یَسۡجُدٰنِ (سورة رحمن ۶)

او دا ستورې او ونې ټول الله تعالی ته سجدې کوې.

نو د دې اياتونو نه دا خو ثابته شؤه چې که حيوان ناطق (انسان) وي او که حيوان غير ناطق (حيوان) وي ټول د الله تعالی په عبادت او بندګۍ کې مشغول دی نو د دين او مذهب په لحاظ د دوې ترمنځ توپېر نشي کيدلای توپېر په هماغه عمل کيدلای شي کوم ته چې پورته امام شاه ولي الله دهلوي اشاره کړې ده چې هغه د خپل جنس او نوع د بقا لپاره هلې ځلې دي کوم چې انسان يې کوې او حيوان يې د کؤلو حتی کوښښ هم نۀ کوې.

اوس راځمه هغې څرګندونو ته کوم چې افغانانو د جاويد امرخيل په پوسټ د زرين پريشان د شعر په اړه کړې ول.

ډېرۍ افغانان خو اؤل په شعر سم نۀ وو پوه شؤې او دا درک يې کړی ؤ چې ګنې شعر کې مذهب ته يانې د اسلام سپيڅلې دين ته پکې سپکاوی شوی خو نۀ داسې نۀ ده بلکې شعر کې هغې مسلمانانو باندې خدای بښلې زرين پريشان صيب غږ کړی څوک چې د مذهب په نوم بل مسلمان يا انسان ته ضرر رسؤي او بې ګناهه يې وژني اؤل که موږ خپل ځان ته وګورو نو افغانان د تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې خپلو کې د مذهب په نوم په جنګ اخته دي او ډېرۍ بې ګناهه افغانانو پکې خپل ژؤند د لاسه ورکړ. زرين پريشان صيب په دغه پورتنې شعر کې په دې خلکو غږ کوې چې نور دا د مذهب په نوم انسان وژنه ودرؤی او د انسانيت لۀ اصل سره سم مينه خپره کړئ ځکه اؤل همدا انسانيت دی او ترڅو چې موږ سم انسانان نۀ شو تر هغې موږ کامل مسلمانان هم نۀ شو کيدلای.

تر ټولو مخکې انسانيت دی او بيا ورپسې مذهب او شريعت دی ځکه شريعت خپله په انسانانو عملې کېږي او مذهب هم د انسانانو لپاره راغلې دی نۀ موږ شريعت په حيواناتو عملې کؤلی شو او نۀ هم مذهب د حيواناتو لپاره راغلی دی نو ترڅو چې موږ انسانيت ونه پېژنو او سم انسانان نۀ شو تر هغې موږ په شريعت هم عمل نۀ شو کولای او نۀ ځان د مذهب چوکاټ ته برابرولی شو.

موږ چې کله په يؤې ټولنه کې ژؤند کوو نو هلته امکان لري چې موږ سره غير مسلم هم ژؤند کوي په دغه وخت کې موږ نشو کؤلی چې پر دوې شريعت تطبيق کړو نو دلته موږ ته مذهب هم د انسانيت درس راکوي چې تاسې له دغې غير مسلمو سره د انسانيت د اصولو سره سم ښه چلند وکړئ ترڅو دوې تاسې نه متاثره شي او د اسلام سپېڅلې دين ته را داخل شي.

د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سيرت او د صحابه کرامو ژؤند ته که موږ نظر واچوو نو داسې بې شميره مثالونه پکې شتون لري چې غير مسلم ورڅخه د ښه اخلاقو له لامله متاثره شؤې ول او بيا يې اسلام قبول کړی ؤ.

علامه سيد جمال الدين افغان چې په اسلامي علومو يې ښه عبور درلودلو وايې چې “زۀ غرب ته لاړم نو هلته مې وکتل چې اسلام ؤ خو مسلمانان نۀ ول بيا چې کله شرق ته راغلم دلته مسلمانان ول خو اسلام شتون نۀ درلود” د علامه سيد جمال الدين افغان په دې يؤه فقره که ځان پوه کړو نو هېڅ مشکل نۀ پاتې کېږي ځکه په دې کې يې د انسانيت او د دين ټوله فلسفه بيانه کړې ده. د علامه په اند په غرب کې ټول کافران دي خو هغوې د چا مال په ناحقه نۀ خورې، نا انصافې نۀ کوې، پر بل انسان ظلم نۀ کوې ځکه هغوې سم انسانان دي او د انسانې اصولو پر بنا د يؤ بل سره سم ژؤند کوې خو دلته په شرق کې چې ډېرۍ يې مسلمانان دي يؤ بل سره د اسلام په نوم وژني، ظلم کوې، تېری کوې، نا انصافې کوې او د بل انسان حق په ناحقه خورې چې د دې ټولو بدبختيو لامل يؤاځې او يؤاځې دا دی چې موږ تش په نامه اسلام خو منلی خو لۀ انسانيته اوس هم ډېر ليرې پاتې يو او ترڅو چې موږ سم انسانان نۀ شو په اسلام سپېڅلې دين عمل هم نۀ شو کولی.

کله چې موږ انسانيت ته ژمن ووسو او غاړه ورته کېږدو نو بيا به په خپله د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم خبرو او لارښوونو ته غاړه کېږدو ځکه چې انسانيت خپله د اسلام په سپېڅلې دين کې شتون لري او د اسلام هره لارښوونه خپله د انسانيت يؤه غؤره بيلګه ده. اوس که د دې ټول بحث نه تېر شو نو د پښتنو يؤه اصطلاح ده چې هغه هم دې موضوع لپاره بسنه کوې او دا خبره په ډاګه کوې چې انسانيت څونره مهم دی. زموږ پښتنې ټولنه کې چې کله يؤ څوک ډېر ښه کار ومړې او يا د چا مرسته وکړې نو زموږ د خولې ړه سمدستې دا کليمه د هغې لپاره جارې شي چې

“څومره ښه انسان دی”

موږ ډېر لږ دا وايو چې څومره ښه مسلمان دی لۀ دې نه هم دا څرګندېږي چې غؤره کړنې ټول د انسانيت بيلګې دي.

په اخره کې به درته يؤ شعر د حمزه بابا چې د همدې موضوع په تړاو دی ډالۍ کړمه

د مذهب دعوه دې پرېږده سړي خوره

ستا دعوه هلته سهي ده چې انسان شې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button