ګــــرانه وطنـــه

ګــــرانه وطنـــه
زمــــا ګــــرانه وطنـــه، په څه تــــوره بـــلا پریوتې
د غـــلو شـــوکمـــارو په لاس، تالا والا پـریــــــوتې
له پامیره تر سپین غــــــره، لــــه خیبره تر بــــولانه
د جګړی اور کې سوځیږی، په ستره واویلا پریوتې
ټول ټپي ټي یې، پرګنې دې خــــوارو زاری شـــوی
لور په لور ماتم دی، د هـــرچــا له تســـلا پــریـوتې
د چم ګاونډ له لاسه، تورتمــونو کـې راګیر شوی ته
لرو بر تیاره ده، د پـــوهنـــې له ځـــلا پـــریـــوتــې
ځوانی ککرۍ دی، هـــره ورځ ګــــور ته روانی دي
د استکبار ظالم له لاسه، په دویمـــه کـــربـلا پریوتې
ځار دې شــــــــم وطنــه، قـــــربان دې شــــم وطنــه
د استعمار په تـــور زندان کــې، لکــه مندیلا پریوتې
ټپوس خړوس سرونه، د ډالرو غـــــلامــان دې ټــول
ته شوی خوارو زار، په دردونو مبتـــلا پــریـــوتــې
سره یو شـــــئ افـــغــانانــــو، ګـــني ورک به شـــئ
د ملی نفاق له لاســــه، پرګنـــي بیلـــی جــلا پریوتې
زما ګرانه وطنه، په څه تــــوره بــــلا پــــریــوتــــې

بسم الله اکبري هالنډ ۱۱-۱۲-۱۳

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button