طالبانو په هدفي وژنو اعتراف وکړ

طالبانو په هدفي وژنو اعتراف وکړ

نویداحمد څرک

طالبانو تر پرون پورې هدفي وژني کولې، خو د دې بریدونو مسوولیت یې له دې کبله نه اخیست چې امریکا او نړیوالې ټولنې مخ ورته وا نه وړي.

طالبان له خپل عادت مجبور دي او هیڅکله نه غواړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، داسې لکه یو روږدی چې نشه کوي او هيڅکله ترې لاس نه شي اخیستلی، داسې طالبان هم په تاوتریخوالي او وینې تویدلو روږدي شوي دي.

طالبانو په تیرو څلور میاشتو کې لسګونه دیني علماء، ژورنالستان، مدني فعالان، فرهنګیان، قاضیان، څارنوالان او نور ملکي وګړي چې خواله رسنیو کې فعالان و، هدف کړل او له منځه یې یوړل.

خو طالبان په دې اکثریت وژنو باندې خاموش و او مسوولیت یې نه اخیسته، خو تازه د جمعې په ورځ یو هدفي برید څخه وروسته چې بریدګر د ځایي خلکو له لوري ونیول شول او عام محضر کې په دار وځړول شول، طالبانو په رسمي اعلامیه کې ومنله چې بریدګر د دوی کسان و.

ممکن طالبان په دې برید هم منکر شوی وی، خو دا چې خلکو د طالبانو دا هدفي بریدګر په ونو کې راځوړند کړل او په کوتکونو یې ترې ساه وویسته، طالبان یې سخت غوصه کړل او دا ډول وژنه یې وغندله.

طالبان دومره سپین سترګي دي چې د جمعې له لمانځه راګرځیدونکی یو پولیس افسر وژل کیدل، جایز او روا عمل بولي، خو که خلکو بریدګر لاس په لاس ونیول او اعدام یې کړل، نو هغه جنایت بولي.

د طالبانو جګړه له همدې قیاس کړئ، چې خپله هر څه کوي، جنایت کوي، وحشت کوي، ښځې وژنې، ماشومان وژني، اختطاف کوي، غلا کوي، ظلم کوي، باج ټولوي، دې ټولو ته توجیه لټوي، خو که د دوی وسله وال د سیمې د خلکو له لوري ونیول شول او په سزا ورسول شول، نو بیا ټول خلک جنایت کاره دي.

طالبانو په دې اعلامیې سره وښوده چې ټول هدفي بریدونه دوی کړي او مسوولیت یې د دې لپاره نه دی اخیستی چې هلته یې دوحه کې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به نه کوي.

ملګرو ملتونو هم وروستي هدفي بریدونه په یوه اعلامیه کې وغندل او دا یې جنګي جنایت بللی دی.

طالبان چې کرايي قاتلین یې هم بولي، ځینې وژني د پيسو لپاره کوي، ځینې استخباراتي اړخ لري او ځینې د شخصي دښمنیو له کبله کوي، له همدې کبله ځینو مواردو کې د مشرانو هوکړې او خبرو ته غوږ نه ږدي او خپل کار کوي.

طالبان د خپلې خوښې بریدونو او پيښو پسې ګرځي، کوم یې چې خوښه شي، مسوولیت یې اخلي او که یې کوم خوښ نه شي، بیا یې هیڅ مسوولیت نه اخلي، ولو که د دوی تر فعالیت لاندې سیمو کې هم شوي وي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button