د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

لیکنه: شکېبا نادري

د هغه چا پر وړاندې چې سپکاوی درته کوي باید څه وکړﺉ؟

 

انسان تل په یو حالت کې نه وي ځینې وخت انسان د یوه کس د خبرو پر وړاندې حوصله کوي او زغمي یې، خو ځینې وخت بیا انسان د نورو د خبرو حوصله نه لري او ارومرو یې ځواب ورکوي.

موږ ډېری وخت له داسې کسانو سره مخ کېږو چې توهین کول او سپکې خبرې یې عادت شوی وي او تل یې کوي.

 موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې دې هغه چا پر وړاندې چې موږ ته توهین او یا سپکې خبرې کوي څنګه رویه وکړو؟ 

که تاسو هم غواړئ پوه شئ چې د داسې کس پر وړاندې چې تاسو ته توهین کوي څنګه عکس العمل ښکاره کړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. خبرو ته مو پام وکړئ!

کله چې یو کس غوښتل چې په خپلو خبرو سره تاسو توهین کړي او یا درته داسې خبرې وکړي چې تاسو پرې خپه کېږئ، نو ښه ده چې خپلو خبرو ته ډېر پام وکړئ، د هغوی د خبرو پر وړاندې داسې خبره ونه کړئ چې ستاسو شخصيت زیانمن کړي.

۲. د ځان باورۍ کچه مو لوړه کړئ!

کله چې یو کس غواړي تاسو توهین کړي، موخه یې دا وي چې تاسو د نورو پر وړاندې کم راولي، نو په دې حالت کې مو باید د ځان باورۍ کچه  لوړه کړئ او د یاد شخص پر وړاندې داسې عکس العمل وښیئ چې هغه له خپلې کړې خبرې پښېمانه شي او بیا هېڅکله د داسې خبرې کولو جرات ونه کړي.

۳. ځان بې خبره واچوئ!

کله چې کوم کس غوښتل تاسو توهین کړي، فکر وکړئ چې تاسو دا خبره هېڅ نه ده اورېدلې او په ځواب کې ورته ووایئ چې وبښئ څه مو وویل؟

وبښئ زه خو مو په موخه پوه نه شوم؟

له دې خبرې څخه مو موخه څه وه زه خو پوه نه شوم؟

یادې پوښتنې د دې لامل کېږي چې توهین کوونکی له خپلې کړې خبرې پښېمانه شي او بیا یې تکرار نه کړي.

۴. له توهین کوونکي څخه ګیله وکړئ!

د ځینې کسانو څخه د خلاصون اسانه لار ګیله کول دي، کله چې یو کس ستاسو د توهین هڅه وکړه تاسو ورته ووایئ چې ما له تا څخه دا هیله نه درلوده، ما فکر نه کاوه چې ته به زما په اړه داسې فکر کوې، داسې خبرې زما حق نه و او داسې نورې خبرې د دې لامل کېږي چې توهین کوونکی له خپلو کړو خبرو پښېمانه شي او بیا داسې خبرې ونه کړي.

نو تل باید هڅه وکړئ چې د هر چا پر وړاندې سمه رویه وکړئ، هېڅکله  چا ته توهین مه کوئ، که غواړئ چې خلک درته درناوی وکړي نو تاسو هم د خلکو درناوی وکړئ او د توهین او سپکو خبرو له کولو څخه ډډه وکړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button