کرزی د ټیکاو او ولسواکۍ پر خلاف


عبدالباری عارض

په تیرو دیارلس کلونوکی امریکایانو نه یوازی د کرزی تر سیوری لاندی د تنظیمی کړیو ملاتړ وکړ بلکه خاص افراد یی د شهرکونو، بلډینګونو ،مارکیټونو او په ملیونو ډالرو څښتنان کړل د هیواد واک یی پوره دیارلس کاله په لاس ورکړ پر لوړو چوکیو یی نصب کړه په داسی حال کی چی امریکایان په لیری پرتو سیمو کی د جهادی مشرانو د حاکمیت د ټینګښت په موخه جنګیدل همدا رنګه یی د دوی د واک د بقا په موخه ملیارډونه ډالر مصرف کړه د تریننګونو او په غونډو کی د ګډون په پلمه یی ډیرو بهرنیو هیوادونو ته بوتلل د ترقۍ ،وړاندی تګ ، اقتصاد ، عدالت او د قانون د حاکمیت بیلګی یی ور په ګوته کړی تر څو د دوی په زړونو کی د هیواد ، ولس او ترقۍ مینه را وزیږوی خو دوی له خپل همیشنی خط السیر څخه لاس په سر نه سول دولت یی د فساد په اډانه بدل کړ  حتی د سیګار د راپور پر بنسټ د دفاع وزارت سره مرسته سوی اسلحی ورکی سوی په پایله کی دومره و پړسیدل چی اوس حکومتونه د دوی تر ګواښ لاندی محافظه کارانه عمل کوی د توکیو ، لندن، شیکاګو او کابل په نړیوالو غونډو کی له دوی نه وغوښتل سوه چی فساد پریږدی او د قانون حاکمیت او ښه حکومتولی ته غاړه کښیږدی خو دوی ونه توانیدل حقایقو ته په رڼو سترګو وګوری او د زمانی اړتیاوی درک کړی.

عمده ستونځه خو دا ده چی سوله پاک و ناپاکه یا سره و ناسره را برسیره کوی پداسی حال کی چی ځینو کړیو او افرادو د جرایمو په بیه پانګی تر لاسه کړیدی د بیلګی په توګه د کرزی کورنۍ او کابل بانک .نو څنګه هغوی سولی ته زړه ښه کړی؟ هیره دی نه وی امریکا او ناټو هم تر ابده د دوی د ساتنی او د دوی د حاکمیت لپاره د ولس په وړاندی نسی دریدلای، د نوی حاکمیت په رامنځته کیدو غرب هم په افغانستان کی د تحول د ملاتړ پریکړه کړیده له همدی کبله د ډاکتر غنی د کړنلاری ملاتړ کوی خو بیا هم د همدی افرادو لخوا په حکومت کی هرج او مرج رامنځته سویدۍ او دهیواد ټولی چاری یی ټکنۍ کړیدی د ناټو عمومی منشی پخوا ویلی دی چی په افغانستان جګړه د حل لاره نده نو ځکه د منطق له مخی باید د سولی هڅی ګړندۍ سی د قضیی د حل بله لاره شتون نلری د طالب سره جوړه سربیره پر دی چی د ټیکاو سبب کیدای سی ولسی یووالی هم یقینی کوی او د هیواد وړاندی تګ ته لاره همواره وی او د نوی او زړو مسلحو ډلو ټپلو د تبارز او ځواکمنۍ مخه ډپ کوی.

(هغه چی امریکایانو کرلی دی هغه به ریبی) هغه چی په تیرو دیارلس کالو کی یی پړسولی دی اوس یی باید مهار کړی شایعات هم داسی دی چی ګواکی امریکا پر تنظیمی سرانو زور راوړۍ دۍ چی د طالب سره سولی   ته غاړه کښیږی که نه په راتلونکی حاکمیت کی به د شریکیدو امکانات له لاسه ورکړی نو ځکه وهڅیدل د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ترڅنګ تنظیمی استازی هم د طالب سره د خبرو په موخه د پاکستان په لور و خوځیږی او د طالب سره د خبرو په بهیر کی د بُتانو په څیر پټه خوله کښینی خو تجربو ښودلی ده دی مطلب ته کتو چی نوموړی کړۍ په اسانی هم نه ویرول کیږی نو ځکه د لمړنی غبرګون په توګه امریکایانو په پروان کی د اسلامی جمعیت د ناقانونه اسلحو پر زیرمتون برید وکړ د دی برید تر پوځی اړخ سیاسی اړخ ځواکمن ؤ  مختلف ابعاد یی په نښه کړه که له یوه اړخه د سرکښو پخپل سرو ملیشو د ناقانونه سلاح کوټ له منځه وړل ولس ته د امنیت د ډاډ زیرۍ ورکړ  له بله اړخه یی هغه ګنګوسو ته ځواب ووایه چی ویل کیږی توپکیان د روسیی څخه د اسلحو د ترلاسه کولو بهیر پيل کړیدۍ له بلی خوایی د ګډ حکومت یاغی اړخونو ته هوښدار ورکړ چی د نظام د ړنګولو خیال ونکړی.. 

د یو کال راهیسی ډاکتر غنی او ولسی مشران د همدی بی مسولیته مسلحو کړیو لخوا د د زرغون او نارنجی په نوم ګواښل کیږی حتی د تصویری رسنیو له لاری ولس د وینو د ویالو به بهیدو ویرول کیږی د همدی سلاح کوټو په مټ پر لوړو مقامونو قبضه لګول سوی ده د دی کړیو موخه بیاهم د غربیانو په مټ د واک قبضه ده په دی ډول یی د افغانانو ملی وثیقه یا اساسی قانون هم ننګولۍ دۍ  ، د بلخ ولایتی مقام او اجراییه ریاست یی روښانه بیلګی دی .

هر څه چی وی د ډاکتر غنی  په څپانده حکومت کی د تهدید ، دهشت،او خپل سرۍ په وړاندی د امریکا یوازنی رغنده عمل چی د قانون  حاکمیت پکښی نغښتۍ دۍ او په راتلونکی کی امنیت تضمینوی د نوموړی سلاح کوټ په بمباری تر سترګو سو له همدی کبله ولسی هیلی نوری هم د اطمینان په لوری وهڅیدلی.اما خبره یوازی د یوه سلاح کوټ په بمبارۍ نه خلاصیږی همدا اوس جهادی قومندانان په مناسبو فرصتونو کی د کرزی پر شاوخوا راټول وی او د نظام د ړنګیدو او لویی جرګی او موقتی اداری خبری د پروپاګند په توګه زمزمه کوی ترڅو په ټولنه کی بی باوری او انارشی را وزیږوی.پداسی حال کی چی په هیواد د داعش په نوم پدیده ورځ تر بلی ځواکمنه کیږی او نظام ته په یقینی خطر د بدلیدو په حال کی دۍ .هغه کرزی چی پرون یی د سولی او ټیکاو لپاره د مکر اوښکی تویولی اوس د معتبرو رسنیو په حواله جهادی قومندانان پر ځان را ټول کړی او د بی ثباتۍ او حکومت پرځولو سبق ورکوی.

شک نسته چی په دی وروستیو کی د ډاکتر غنی د اداری په وړاندی همدا قومندانانو آن تر کرزی پوری خنډونه جوړوی او په کرار کرار و کورنۍ ناامنیو ته لار پرانستل کیږی د همدا ډول سلاح کوټونو په مټ راتلونکی د ګواښ سره مخ ده. ولس هم په بی باورۍ د یو نامعلوم راتلونکی انتظار باسی خو اوس د پروان د ناقانونه سلاح کوټ په له منځه وړلو نیمګړی امیدونه را برسیره سوه که چیری دا لړۍ په هیواد کی دوام پیدا کړی په یقین چی ولسونه او ملیتونه به سره متحد او هیواد به د ترقۍ سفر پیل کړی او د نړۍ سره د سیالۍ روحیه به پیاوړی سی. یو بل اړخ د موضوع هم له پامه نسی غوړځیدلای ، په دی وروستیو کی کله چی پخوانی ولسمشر کرزی د مجاهدینو د سمبول په حیث بی اړتیا و مسکو ته سفر وکړ او پوتین ته یی په یو ډول په افغانستان کی د امریکا د کړونو څخه سر وټکاوه روسیه هم چی د امریکا سره د نوی ښکیلتیا په درشل کی ده هڅه کوی په افغانستان کی امریکایانو ته ستونځی را ولاړی کړی او په دی لاره کی افغانی هغه قومندانانو ته اړ دۍ چی د خپل هیواد د ورانولو او ولس وژنی کافی تجربه لری له همدی کبله یی و کرزی ته د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ کرزی هم و کابل ته په راستنیدو د ځنی جهادی قومندانانو سره کتنی وکړی او د سفر پایلی یی ورسره شریکی کړی هیره دی نه وی چی حالت کاملا د امریکایانو په کنترول کی دۍ که څه هم وروستی انکشافات ورته ناراحت کونکی دی اما په دقت یی څاری. 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button