څلورڅلوېښت کاله جگړه اوناخوالی!

حبیب الله غمخور

له ټولو دوستانو په ځانگړې توگه بهرمېشتونه مې هيله داده چې زماداليکنه په غور ولولي اوپخپلو عالمانه نظرياتویې نوره هم تکميله کړي .

مادمځکي پرمخ ترافغان ولس پرهيوادمين ندی ليدلی،خومتاسفانه له دې ليونی ميني نه یې دښمن دده دکور ورانولو لپاره پراخه استفاده کوي . ددې ولس تاريخی بدمرغی داده چې دوي ددوي دهيوادملی ارزښتونو اودولس ښېرازی اواقتصادي ،سياسي خپلواکي ته ژمن مشرتابه نه تل محروم پاته سوی .

خوحقيقت دادی چې له بده مرغه ترډېره بريده ددې ناخوالوسره موږ مرسته کړې اوديوه افغان په توگه مو خپل ملي او انساني مسوليت ندي ترسره کړی .ولس مو پدې ندي پوهولی چې څه ته ښه اوڅه ته بد ووايي .هغه ځکه چې زموږ دهيواد او ولس تاريخي دښم،نانو زموږ ديوشمېر قلموالو اوپوهانومنتاليتيت درک کړۍ اوډير ژر یې رنيولاي اودخپلو نارواموخو لپاره استعمالولاي سي .

په هيوادکي مو لسگونه سياسي گوندونه،ټولنيز سازمانونه،علمی شخصيتونه اوبهرکي بې شمېره روڼ اندي،دقلم اوپوهی خاوندان اوفرهنگی ټولني چي ځان ملت ته ژمن اودهغوي خواخوږی بولي لرو،خو متاسفانه لکه څنگه چې لازم ده ددې ولس دسياسي او ټولنيزی پوهاوی لپاره کوم مثبت حرکت چي ملت هوښياراوپوه کړي چا ندي ليدلی .چې څوک رانه خفه نسي روښنفکران مو هم هغه غړکه شاربې چې پدې دريو لسيزونه یې کوچي ترې راونه ايستل اوخلکو ته لکه ماشومانوته دنن او سبا وعدې ورکوي نوداملت چې ددولتي واک پرسردجگرې په اورکي داڅلور څلوېښت کاله سوځي اوخواخوږی نلري څه وکړي؟

وړانديز مي دادي چې دخپلو ټولو امکاناتونه په استفادې سره دملت دپوهاوی اوپه مېړانه دهغوي دملی،سياسي، اقتصادي اوټولنيزو ارزښتونه ددفاع لپاره دخپلو امکاناتونه په استفادې خپل ږغ اوچت کړئ . دازموږ ملي مسوليت دی چې دټولو امکاناتونه په استفادې سره دنړی عام ولس پدې خبرکړوچې دافغانستان دحالاتوپه هکله دويته دروغجن معلومات ورکول کېږي اوافغان دولت ددې دروغجنوتبليغاتواساسي لامل دي . که نړيوال خبر اوددوي سره زما اوستادوطن دحالاتو اوناخوالوپه هکله انگېزه پيدا سي دنړی عام ولس ددوي دهيوادونودقانون له مخې داحق لري اوکولاي سي پرخپلو دولتی چارواکو فشار راوړي چي دافغانستان دغميزي دمعقولي حل لاري چاري ولټوی . نه داچي ددوي دماليې پيسې دافغان دولتی اوسياسي مافيا جېبو بونوته ورسېږي اونه یې بايد اولادونه دبل په هيوادکي په بيهوده جگړه کي قرباني سي .

افغان ولس ته دغه څودگوتوپه شمېر ددوي تاريخي کورنی دښمنان چې يوازي د جگړې په دوام کي پرحاکميت پاته کيداي سي اودهمدې کورنی جکړې په برکت هريو چې پرون یې هيڅ نه درلودل اوس مليونر سول اوبهرنيان یې کله په يوه اوکله په بل نامه ددولتی حاکميت پردېگدان ساتی . داددې بېلگه ده چې دوي دافغان ولس سپکاوی کوی اوپدې کړنو داسي څرگندوی چې گويا پدې هيوادکي بېله دغو ښاغلو اوماهرو نوکرانو نورڅوک نسته اوقتل رجال دی . زه چې ورته گورم امريکااوددوي پلويان پخوانی تېروتنې يوځل بيا آزمويي .

ددوی له هلو ځلونه داسي ښکاري چي گويا دا وار په يوه نوې بڼه دروسې اوايران خلاف ائتلاف په جوړېدوچې هلته ددوي په پوهاوي دروسې اوايران خلاف ډلي اوټپلي سره راټولی اوديوې نوی چهرې په شتون کي دټاکنواوياموقتی ادارې ترنامه لاندي ددوي په خبره بيادملي تفاهم چې هلته به دا ټولی ولس دښمنه جهادي اوغير جهادي ډلي چې طالبان به هم پکښي شتون ولري حکومتي نوی تشکيل جوړ کړي . اوهغه چې په رښتيا ددې وطن او دې ولس ته ژمن دي اوپه يوڅه یې سرخلاصېږې کولاي سي دعلمی پوهی اوتجربې له مخې دا توفاني کښتۍ تر ساحله ورسوی ،کنه دپخوا پشان محرم ساتل کيږي اوڅوک ترې پوښتنه نه کوي .

امريکا داسي فکرکوی چي دانوي دولتي جوړښت به ددوي په فهم دروسيې ،ايران اوچين له نفوذ نه فارغ وي،خو داددوي له لويه سره تيروتنه او اشتباه ده . دفا هيوادوانه هم په افغانستان کي ژوری رېښې دهمدغوډلوټپلو په منځ کي چې امريکا ورنه طمع اوتوقع لري ځغولولې دي .ښه بېلگه یې له پاکستان څخه دغو هيوادوته دطالبانو اودغونوروډلو دښاغلی کرزی صاحب په گډون پټ اوښکاره سفرونه دي .داسفرونه ددې بېلگه ده چې هغوي هم لاس ترزنه لاندي ندي ناست .دغه اوسني په سياسي بهيرکي مطرح همداکسان دي چې ددې هيوادوترڅنگ دپاکستان په گډون دنړی دنورو هيوادونوله استخباراتی شبکوسره هم پوره اولمرغوندي روښانه اړېکي لري ،خوددې نړيوالو بزکشيواو نيابتی اوپراتيفي لوبو او بازيو زيان يوازي افغان ولس ته رسېږې .

دنړۍ زبرځواک په سرکي امريکابه دلته دسياسي جوړ جاړي ترنامه لاندي دداسي بي بنياده اولړزېدلی دولت خښته کښيږدي ،چې هغه دعواموخبره دوهمه ورځ به دا ماڼۍ ړنگه اوداملت به دغرب دارغواني انقلابيونودخوښيوخوتر يوې مياشتي وروسته په غمونوکي لاهو حالت سره لاس اوگرېوان وی .

پدغوتاسو نوې اداره اوپه اصطلاح سوله راولی ؟ کوم چې په کراتویې په عمل کي داثابته کړې چې دوي هريوددولتی واک تږی اوددې خپلي تندي درفع لپاره یې افغان ولس په مختليفو بهانواونومونوپه وينو لړلی .

له ۱۹۹۲ نه تر ۱۹۹۴ اوبيا له ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۱ کال اوله هغه نه راوروسته تر نن پورې پدې هيوادکي ستاسو بهرنيانو سياسي،اوپراتيفي اوپوځی لوبوپايلی درپياداوداټول حالات يوځل ترنظر تېرکړئ . نور مه خپل هيوادوال اونه هم افغان ولس دخپلو بشری غوښتنوخلاف گټو قرباني کوئ .

دنړيوالواوپه ځانگړې توگه له امريکانه موغوښتنه داده چې دافغان ولس دراتلونکي برخليک ټاکلوپه اړوند داملک اوداخلک ددوي دنړيوالو تجريبو لابراتواراودسياسي وزلوبی ميدان بدل نکړي ، زه چې ورته گورم متاسفانه اوس داډول هڅي رواني دي . داډول لوبي اوپدې ډول دافغانستان دڅولسيزو دسياسي پېځلی مسلې حل اوکه رښتياسره ووايو دانسان مقام اودهغه ارادې اونظر څرگندولوته د درناوی پرځاي سپکاوی دي .

له امريکا نه پوښتنه کوو،که غواړئ دافغان ستان داپېچلې اوڅواړخيزه مسله په معقوله اوعملی بڼه حل سي وړانديز مو دادی چې ددې درو ډلو (قطر ،ارگ ،سپېدار) کي دناستوترڅنگ په افغانستان اوبهرکي په زرگونو نورودنظرخاوندو افغانانو سره مشورې وکړئ اودهغوي نظريات واورئ . که علاقه ولری داکار ستاسو زبرځواکو لپاره په افغانستان اوبهرکي ډير ساده دي .تاسوته دالمر غوندي څرگنده ده چې دافغان ولس چيزفهمه ،دپوهی اوسياسي تجربې خاوندان تر ډېره بريده په بهرکي مېشت دي ،دهغوي راټولول اومشورې ورسره کول هېڅ مشکل نلري اونه هم کوم مالی لگښتونه .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button