که مو له زړه سره مینه لرئ نو لاندې خواړه مه هیروئ

ډاکټر احمد نوید فیضي

که مو له زړه سره مینه لرئ نو لاندې خواړه مه هیروئ
یوې روغتیايي ماقولې پر بنسټ پرهیز تل له درملنې غوره وي. نو له همدې امله له دې وړاندې چې په کومې ناروغۍ اخته شئ کوښښ وکړئ د ګټورو خوړو خوړلو سره او ځانګړې اندازې ورزش کولو سره ځان له مختلفو ناروغیو وژغورئ.
د الله (جل جلاله) په فضل سره زیات شمیر داسې خواړه شتون لري کوم چې بې ساری روغتیايي ګټې لري او انسان له مختلفو مهلکو ناروغیو ژغورلی شی.
د زړه لپاره هم داسې خواړه شتون لري چې د وینې دوران غښتلی او پیاوړی کولو سره زړه روغ ساتي او د زړه له مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.
دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره اشنا کوو چې له خوړلو سره کولی شئ ځان د زړه له ناروغیو کوم چې هر کال د زیات شمیر کسانو ژوند اخلي وژغورئ.
دانه لروونکې وچې میوې:
په وچو میوو کې شته غوړ د نړۍ تر ټولو ګټور غوړ ګڼل کيږي. د وچې میوې غوړ بدن ته د اړتیا وړ انرژي ورکولو سره د زیانمنوونکی کولیسټرول اندازه کموي. وچې میوې زیاته اندازه فلېونایډ (Flavonoid) نومې مواد لري کوم چې د اکسیډنټ ضد پیاوړی خاصیت لري.
د روغتیايي کارپوهانو په وینا ټول هغه خواړه او مواد چې د اکسیډنټ ضد خاصیت لري د زړه د رګونو له ټولو ناروغیو څخه مخنیوی کوي. بادام، غوزان یا چارمغز، د چار مغز ځینې نور ډولونه او پسته د هغو وچو میوو له جملې څخه دي چې انسان د زړه له مختلفو ناروغیو ژغورلی شي.
کب:
د کب ټول ډولونه د اومیګا-۳ (Omega-3) نومې غوړ تر ټولو غوره منبع ده. په کبانو کې شته دغه غوړ د زړه رګونو لپاره یو له ګټورو او مهمو روغتیايي موادو څخه ګڼل کیږي. د اومیګا-۳ غوره د زړه ارتباطي دیوال ته ارتجاعي خاصیت ورکوي او د زړه داخلي برخې کې د اوبو د ټولیدو مخه نیسي.
له پورتنۍ حیاتي ګټې سربیره د غوړ دغه ډول د وینې فشار نورمال ساتي او د زړه له پړسوب څخه چې د مختلفو ناروغیو له امله رامنځ ته کیږي هم مخنیوی کوي.
حبوبات:
باید کوښښ وشي له زیات نه زیات حبوبات یا هغه خواړه او تولیدات چې خپل ترکیب کې په زیاته اندازه حبوبات لري استعمال شي. حبوبات خپل ترکیب کې دواړه حلیدوونکی او نه حلیدوونکی فایبر (Fiber) نومې مواد لري. حلیدوونکی فایبر د زړه شریاني یا ارتباطي برخه له غیر ضروری موادو څخه پاکوي او نه حلیدوونکی فایبر په بدن کې د غیر ضروري او زیانمنوونکی غوړ د جذبیدو مخه نیسي.
لوبیا د کورنۍ حبوبات
د لوبیا کورنۍ ټول حبوبات د پروتین تر ټولو غوره منبع ګڼل کیږي. د دغې کورنۍ سبزیجاتو یو له غوره خاصیتونو څخه دا دی چې هیڅ اضافي او مضر غوړ نه لري. د دغې کورنۍ حبوبات کولیسټرول نه لرلو له امله د زړه د رګونو او شریانونو د بندیدو او د وینې فشار د لوړیدو لامل نه ګرځي.
د لوبیا د کورنۍ حبوبات ځانګړی اندازه اوسپنه (Iron) هم لري کوم چې د وینې سره کرویاتو جوړولو لپاره ډیر زیات اړین دی. دغه خواړه ځانګړی اندازه پوتاشیم (Potassium) او کلسیم (Calcium) هم لري کوم چې د زړه د روغتیا لپاره له مهمو روغتیايي موادو څخه ګڼل کیږي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button