سلګۍ باران د افغانستان د ویاړنې او خوښنې باران

بیا د سپین غر او شمشاد هسکې او آسمان څکې څوکي د لوی نـنګرهار د نارنج ګلونو او ښیرازه بڼونو شین زمردي هار په ستره بریا د خوشالی مستې ترانې بولي . د شینکي او تاریخي لغمان په ګلورینو او بخملي دښتو د ا لیشنګ او الینګارد څپانده رودونو او ګلکڅونو په دروکې سيلونه، سيلونه سپیني کوترې هوا ته پورته شوي د ټول افغانستان په کچه د سلګۍ باران د کانکور په آزموینه کې د لومړی درجې د بریا په خپلولو سره د هیواد ګوټ، ګوټ ته د مبارکۍ او خوشالۍ زیرې لیږدوي .
ویاړ، ویاړاوبیا هم ستر ویاړ اغلې د لوړ استعداد برمیالې ملالې سیلګۍ باران چې د پرون په سرو وینو کې لیت ،پیت اتلو شهيدو خویندو او په وطن جارشویو پیغلو انګیزي، ملالې میوند، سعدیه سادت، مرسل وحیدي، نجیبه حسیني ، ناهید او په سلګونو، سلګونو د تنکیو شهیدو زده کوونکو سپيڅلي ارواګانې دې خوشاله او ښادمنې کړی . د نویو هیلو او په تورتم د رڼا د بري د زیري باران دې واوراوه . مړاوې هیلي دي ژوندی او ناهیلیو ته دې په تورتحجري مخ د عبرت څپیړه ورکړه . او دا دې په ډاګه کړه چې د وطن د شاه ځلمو په ځنګ کې به باران ، باران سلګۍ په میړانه او غیرت ملي وي . او د غمیدلي هیود په پرمختګ آو د پنجاب په خیرنو، تورو لاسونو وران شویو ښوونځیو په بیا ودانولو کې به کارنده اورغنده برخه اخلي .
د واک په ګدۍ ناستو طالبانو! پخپلو لوڼو او د هیواد په کلو او بانډو کې د پتمنو لورګانو په ښوونه او روزنه کې اسلامي او انساني دېن ادا د ۲۱ عصري او مدرنې پیړۍ په وړاندې د نهی عن المنکر په نارو او د تعصب له منبره راښکته شی . که تاسو بشري خواخوږي، رښتیني اسلامي عاطفه او عمومي عفوه خپله کړی . عمر به مو اوږد او کنه د راپریوتلودوه ځلي آزموینه مه تکراروی . د ملت او ببرسرو یتیمانو د اختریزي خوشالۍ لپاره په لاس کې درغلی خبیث مثلث او نورغاصب او فاسد خبیثان په نره په داروځړوی. او د افغانستان د ټولو شهیدانو پاکو ارواوو او غمجنو ارمانونو ډکې ځولۍ درته غوړوم . چې د پاکستان د استبلشمنټ شیطاني رسۍ دړې وړې او وشلوی . د خپلو ارواښادو مشرانو اخوند ملا محمد عمر، ملا اخترمحمد منصور او د ستاسو دآمارت د دفاع وزیر ملا عبیدالله پاکستاني قاتلان مه هیروی .
په ګران هیواد کې د سلګیو، سلګیو او باران ، باران ملالو پیغلود لا ډیریدو او غوړیدو په هیله .
جار،جار او قربان، قربان په وینوسورکابله ! په پروني خونړي غم او ستر ناورین دې په زړه ویني ژاړم . په غم دې شریک او پر دوښمنانو دې تف لعنت او هزار نفرین وایم . د آرمانجنو شهیدانو سپیڅلي ارواوې دی تل خوشاله اوبرین المکان اوسي .آمین یا رب العالمین .
۲۷/۸/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button