په کاري چاپېریال کې مسلکي ټکي

لیکنه: الفت سرور

هغه خو هسې هم له اختلافونو سره _ سره منل شوې خبره ده چې وسپنه څومره ټکیږي هومره پخیږي، د انسان ژوند هم ډیر کله له همدې مقولې سره معادل شي، مجبور شو، ومنو، وزغمو، ولولو، وګرځو، په ځان سختۍ تېرې کړو….

خو ډیر کله بیا لکه دا مقوله چې مخالفین لري، ژوند هم لکه ددې مقولې مخالف شي، بل څه راڅرګند کړي، یو به لکه ټکېدلې وسپنه هومره نری شي چې چاقو شي، په ستونزو یو ځای ته ورسیږي، خو بل لکه نادره وسپنه چې له ستونزو پرته د کمیاوي تعامل په نتیجه کې رامنځته شوې وي، او د خلکو د نندارې لپاره د یو چا په لاس موزیمونو کې ایښې وي، په یوې چوکۍ له یو نوم سره تحمیل شي.

له دا ډول خلکو سره ګوزاره ځکه ګرانه وي، چې د مارتولونو ټکونه یې نه وي خوړلي د ژوند ستونزې نه وي ورته معلومې، دا زور هم نه وي ورته معلوم چې لوږه تنده، په خپلو پیسو پوهنتون ویل او د کور اړتیاوې پوره کول څه معنی؟ له انسانانو سره د ښې رویې پایله څه؟ په خپل استعداد او وړتیا باور څه؟ ټولنیزې اړیکي، ملګری چاته وایي؟ اداري سلوک یعنې څه؟ له امر او معدون سره برخورد څه ډول؟ کاري ساحه او کاري اخلاق څه؟ ژوند څه او مونږ ولې پیدا؟

هو

رښتیا دا ټول ورته ځکه نه وي روښانه چې یو څه یې سترګې ړندې کړې وي هغه یې مهارت وي، خو تاسو ته به ځکه ددې مهارت پېژندل ضرور شي تاسو هم ممکن وغواړۍ له ټکولو پرته قدرمن شئ.

نعا

زه وایم ترې تیر شئ! کنه بیا به مو په ځان باور صفر شي، عزت النفس به درته هیڅ ښکاري ډیر کله به درته د خلکو احساساتي برخورد د هغه کم عقلي ښکاري، خیله توب به مو هوښیاري ګڼئ، د خلکو عزت به له مقابل احترام پرته په ځان فرض العین بولئ!

خو

هغوی چې له له دومره ټینګار سره ـ سره بیا هم غواړئ زده یې کړئ، هغه په (کاري چاپیریال) کې د صیب او محترم کلمې دي، له اړتیا پرته یې لومړي او دوهمو کسانو ته کاروئ، د خبرو تایئد یې کوئ، هغوی ته چې ضرورت نلرئ ښه یې له پامه غورځوئ، د بدو تانې یې ورکوئ، هغوی ته چې اړتیا لرئ صفتونه یې کوئ، چا چې ډیر ښه درسره کول ډیره دښمني ورسره کوئ، په هرې ډلې کې ځان ته ځای پیدا کوئ، د تروزن او کوستیزن توپیر مه کوئ، چې څوک مو په سر تحمیلېده د برده ګۍ سجده یې کوئ، سپین او تور پسې مه ګرځئ، حیثت پیسه وګڼئ، غرور په دنده کې ووینئ، که امر مو ښه ملګري ته هم کنده ایستله کولنګونه او بیلونه ورته تاسو تېره کړئ ….

په دې سره مو کاري چاپیریال کې اعتبار ښه ډیریږي او بیا مو مسولیت دومره ډیریږي چې ناسته پاسته او موقف ته به مو خپله حیران شئ! خو دا به ضرور د لنډ مهال لپاره وي، دقیق همغسې لکه د بلعم بن بعوره د ښه سړیتوب شپې خو زوال به مو دومره له شرمونو ډک وي لکه ړنګ شوی جمهوریت چې بیا چاته د ویلو دلیل هم نه وي درپاتې، بادار به مو تاسې ملامتوي او تاسو به مو صمیمي دوستان….

که غواړئ چې په هر حال کې ثابت ګامي پاتې شئ،او په ادارې کې مو کارونه اغیزمن تمام شي!

۱ پوه شئ هر مل کار مو او ته لومړی انسان یې

۲ پوه شئ بل نه د هومره قدر تمه ولرئ چې تاسو یې ورته کوئ

۳ پوه شئ ښه همکار مو ښه دوست دی

۴ پوه شئ د بل غیبت مو قدر کموي

۵ چاپلوسي د زوال د بام زینه ده پایله یې لویدل او شرمېدل دي

۶ مسلکي برخورد وکړئ، که اداره کې مو مسلکیتوب اصل ته پام نه کېده او تاسو مسلکي وئ، هڅه وکړئ چې د هر مسولیت په صلاحیتونو او کارونو ځان خبر کړئ، له نورو ورته ادارو څېړنې وکړئ، چې فلانۍ مدیریت، امریت، ریاست یا ماموریت له فلاني پورته دی که کښته ( ځان په اداري اصولو او سلسله مراتبو خبر کړئ) څو تاسو مسلکي خلک بلد شئ، که کله اداره بدلوئ له چاپلوسئ پرته اغیزمن او مسلکي کارکونکي په توګه ورسره پیل کړئ

۷ هیڅکله مو شخصي عقدي په کاري چاپیریال کې مه پالئ(له دفتر بیرون تاسو شخص احمد یئ، د دفتر په داخل کې مامور احمد)

۸ هېڅ ورځ دومره کار مه کوئ چې سبا یې نشئ کولای

۹ په اداري اصولو کې ملګرتیا ته نه ووایئ( کار ورکړئ، کار وغواړئ، کار وکړئ، د اهل کارو قدر وکړئ، د هغوی چې کار ډیر وي ترې بښنه وغواړئ که مو کار ډیر وي په ارام یې وکړئ)

۱۰ اضافه کارونو کولو لپاره د اضافه کارۍ غوښتنه وکړئ

۱۱ هغه مسولیت چې د سوتفاهم له امله درڅخه اخیستل شوی، که ملامت تاسو نه وئ په هېڅ صورت یې بیا ځلي مه منئ

۱۲ د ټولو ادارو جوړښتونه یو ډول نه وي خو کوښښ وکړئ چې په خپله اداره کې د یوې نړیوالې ادارې چارې تمثیل کړئ، ډیر کله به ډیرو همکارانو له لوري رد شئ، شاید پوه نشي چې معیار څه دی.

۱۳ سینیر او جونیر په نړیواله کچه منل شوي کلمې دي، د تجربه کارو همکارانو قدر وکړئ، ښایي مهرباني یې درته ډیر څه زده کړي.

۱۴ تل مهربان واوسئ، د لمانځه سهوه په سجده سهوې جبران کیږي.

۱۵ دا ستاسو نظر دی چې څوک درته مخالف پیژني، ستاسو همکاران ستاسو ښه دوستان دٍي، کنه تجربه یې کړئ، مخالفین مو په منافقت، غیبت، تهمت، کنځلو، جګړې او ټوکو کم مه راولئ، مطالعه وکړئ، ځان پوه کړئ، په دلایلو یې رد کړئ دا یې ښه لار دی

۱۶ تل زده کړه وکړئ، د ادارې ډیره برخه مو ښایي هنر وي او هر هنر د غني کېدو په حال کې دی، کنه خلکو به بازار موندنې لپاره په هټیو کې کالي د پلاسټیکي بوتونو پر ځای د زرو بوتونو ته اغوستل

۱۷ د هر چار کاري سبک شاید متفاوت وي خو موخه یوه وي، خپل سبک مو په منلو اصولو برابر کړئ ، د چا مه ردوئ

۱۸ خلکو سره چې ښه کوئ ، ښایي بدله یې ښه نه وي، که د ښو په بدله کې ضرور ښه غواړئ هڅه وکړئ چې مه ورسره ښه کوئ او مه بد

۱۹ کتلست له ځان هم مه جوړوئ او مه نورو ته وخت ورکوئ

۲۰ واړه موضوعات مه لویوئ، او لوی مه واړه کوئ

۲۱ وړتیا تنها د منلو پدیدو منل نه دي وړتیا همغه دی چې ټول یو کار نشي کولای خو یو یې کوي دا ډول وړتیاوې باید وستایل شي او درناوی یې وشي

۲۲ محترم انسانان هم زغم لري او ګذشت

۲۳ خپل عزت النفس، غرور، فکر، مو د پیسو لپاره مه وژنئ، که خبره دې ته ورسېده، سپین کاغذ د استعفا لپاره جوړ دی او د استعفا متن له کار ځای د تل لپاره د تللو په پار دا کار یواځې غیرتمن او عزتمن کولای شي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button