د لاچي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

که د کولچې، حلوا او یا نورو شیرینی بابو ډېر مينه وال یئ نو حتماً به پوهېږئ، چې لاچي د یادو توکو خوند څومره زیاتوي. همدارنګه لاچي چايو ته هم یو ځانګړی خوند ورکوي.

لاچي له زعفرانو او وانیل وروسته په ټوله نړۍ کې ډېر زیات خوښوونکي لري او د قیمت په لحاظ هم په درېيمه درجه کې ځای لري.

دا به بده نه وي، که پوه شئ، چې لاچي یوازې خوړو ته ښه بوی نه ورکوي بلکې ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. چې د لیکنې تر پایه به د لاچي په ټولو ګټو پوه شئ.

لاچي څه دي؟

لاچي اصلا په هندوستان، نيپال او بوتان پورې اړه لري یعنې څېړونکي په دې باور دي، لومړني خلک چې لاچي یې تولید کړ د همدې هېوادونو وګړي دي. خو په اوس وخت کې په د آسيا په ډېرو ګرمسېرو سيمو لکه چين، ویتنام، مالیزیا او جاپان کې هم پيدا کېږي. په ټوله کې د لاچي کښت د هند له هغو سیمو پیل شوی، چې ګرمسير دي او مرطوبه هوا لري. علمي نوم یې (Elettaria cardamomum) دی. په لویه کې دوه ډولونه لري، چې شین او تور لاچي يې بولي.

د لاچي دانې د نریو پوښونو په واسطه احاطه شوي دي. البته باید ووایم، چې د لاچي دانې او پوټکی دواړه د خاص خوند او بوی درلودونکي چې ډېر زیات وګړي یې خوښوي.

د چین او هند په سنتي طب کې د لاچي کارول له ډېر پخوا لري. هنديانو او چينايانو پر دې باور درلود، چې لاچي د رګونو، سترګو، ګردو او ګڼو نورو برخو لپاره ګټه لري. نو ځکه یې ډېره استفاده ورڅخه کوله.

په لاچي کې موجود مواد

سل ګرامه لاچي ۳۰۰ کیلو کالوري انرژي لري او په کې موجود مغذي مواد عبارت دي له ۶۸ ګرامه کاربوهایدرایت، ۱۱ ګرامه پروتین او ۲۸ ګرامه رژيمي فیبر. باید ووایو چې لاچي هېڅ ډول کلسترول نه لري.

لاچي د بېلابېلو ويټامينونو یوه ښه منبع ده. لکه: نیاسین (ب۳)، پیریدوکسین (ب۶)، ریبوفلاوین (ب۲)، تیامین (ب۱)، ویټامین A، ویټامین C او نور عناصر لکه سدیم، پتاسیم، کلسیم، مس، آهن، منگنز، منیزیم، فسفر او روی هم په کې موجود دي.

د لاچي روغتيايي ګټې

لاچي زموږ او ستاسو د روغتيا لپاره ډېرې ګتې لري. په عمومي توګه عبارت دي له:

ـ د هاضمی سیسټم ساتنه

ـ د کلسترول (وینې غوړ) کنټرول

ـ د سرطان پر وړاندې وقایه

ـ د زړه د ستونزو تسکین

ـ د وینې د جریان ښه ولی

ـ د غاښونو د ناروغۍ لپاره درملنه

ـ د ادراري سیسټم عفونت

ـ د بډوډو د التهاب او سوزاک لپاره هم ګټور دي. همدارنګه د جنسي کمزورۍ او ژر انزال څخه د مخنيوي په برخه کې هم ډېر مفيد دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button