په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

محمد عزیز پردیس
د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي. د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لوی دېوال څخه لیدنه ونکړي، نو داسې مانا ورکوي چې ګواکې بيخي چين ته نه دی راغلی.

اوس نو راځئ له مونږ سره پاتې شئ ترڅو په دې هکله نور جالب مالومات هم درسره شريک کړو:
د چين د لوی دېوال کره اوږدوالی ۲۱۱۶۶،۱۸ کيلومتره دی.
د دې دېوال تاريخي قدامت د ۲۳۰۰ کلونو څخه اوړي.
دغه لوی دېوال ( مېنګ ) د چين په ۹ ولايتونو لکه د ښامار په بڼه پروت دی: ليائونينګ، هبئي، تيانجن، پکن، داخلي مغولستان، شانسي، شا انسي، نينګ شيا او ګانسو.
باډلېنګ د دې دېوال هغه برخه ده چې ډېری مينه وال او سياحان ترې ليدنه کوي ( په۲۰۰۱ کال کې ۶۳ ميلونه خلکو له دې برخې څخه ليدنه کړې وه ).
د باډلېنګ په برخه کې د چين د دېوال متوسط لوړوالی ۷،۸۸ متره او تر ټولو لوړه برخه يې ۱۴ متره ده.
د چين د دېوال ۱/۳ برخه، په بشپړ ډول ورکه ده، پرته له دې چې کومه نښه ترې پاتې وي.
د ۱۶۴۴ کال راهيسې چې کله د دې دېوال لړۍ زيانمنه شوه، نو د هغه څخه وروسته د نظامي مقاصدو لپاره د دې دېوال په اړه هېڅ کوم ګام نه دی پورته شوی.
په کال ۱۹۸۷ کې د دې دېوال بيارغونه د باډلېنګ د برخې څخه پيل شوه.
د چين دېوال د ۱۹۸۷ کال د ډېسمبر په مياشت کې د يونسکو د فرهنګي ميراثونو په لېست کې ثبت شو.

د چين دېوال د ليکې ( خط ) پشان په پرلپسې ډول تړلی نه دی او په کومو ځايونو کې چې لوړ غرونه او د اوبو کانالونه دي، نو هلته دېوال نشته دی.
د کين پر وخت ( ۲۰۶ – ۲۲۱ د ميلاد څخه وړاندې ) د دې دېوال د خښتو د نښلولو لپاره د وريژو سريښ لرونکو وړو څخه کار اخېستل کېده.
د چين لوی دېوال د سرتېرو، کليوالو، مجرمينو او د جنګي زندانيانو پواسطه جوړ شوی دی.
د کين د سلسلې لومړني امپراطور، د چين دېوال نه دی جوړ کړی، هغه يوازې د هغو سيمو برخې چې فتحه کړې يې وې؛ سره ونښلولې.
د چين د دېوال په هکله مشهوره افسانه دا ده چې، د منګ په نامه يوه ښځه وه، د دې ښخې خاوند د همدې دېوال د جوړلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، ښځه د دېوال څنګ ته راځې او دومره ژاړي چې د د ېوال يوه برخه نړېږي او د خاوند هډوکي يې راڅرګندېږي او هغه بيا د خپل خاوند هډوکي خښوي.
د فرهنګي انقلاب په موده کې ( ۱۹۶۶ – ۱۹۷۶ ) د دې دېوال ډېرې خښتې په کورونو، مزرعو او انبارونو کې کارول شوي دي.
د چين د دېوال شمال لوېديځه برخه ( چې نينګ شيا او ګانسو په ښارونو کې موقيعت لري ) په ډېر اټکل سره به د راتلونکو ۲۰ کلونو پورې د نفوس د زياتوالي له امله، د زمکې څخه د ګټې اخېستلو په موخه، له منځه ولاړه شي.
د چين د دېوال هغه انځور چې معمولا په کتابونو او انټرنېټي سايټونو کې ليدل کېږي، د چين د دېوال د جيانکو د برخې تصوير دی، چې د کوږوالي او د کونجونو د لرلو په دليل، ډېر انځورونه ترې اخېستل شوي دي.

د چين د دېوال د باډلېنګ د برخې ( چې د دې دېوال په زړه پورې برخه بلل کېږي ) څخه د نړۍ نوموتو او لويو ۳۰۰ سياستمدارانو ليدنه کړې ده، چې لومړنی يې کليمنټ د شوروي اتحاد سياستمدار و چې په کال ۱۹۵۷ کې یې ترې ليدنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button