کله نا کله خوب لیدل هم رښتیاني وي!!

د مودو مودو او کلونو وروسته د ګلالي او ګران کابل په لیدو مې هجران وهلي هیلي ټکور شوی د خپل خواږه ملګری په ملتیا د کابل د هرې څنډی او هرې کوڅې د لیدلو لیونی مینه می په زړه کې ګرځیدله چی د زرنګار پارک کې زیاتی ګڼی ګوڼی می پاملرنه راجلب کړه په ګړندیو ګړندیو ګامونو دغه پارک ته چی د ماضی دوران د رزم او پیکار د سترو غونډو او لاریونونو خاطری یی زما ذهن او یادونو ته راتداعی کولی روان شوو هلته دوه غونډی او مټینګونه روان وو

یوی غونډی چی ګډونوالو یی چارخانه یی دستمالونه تر اوږو تاو کړی او رنګا رنګ پکولونه یی په سر او ډیر خون ګرم او هیجانی ښکاریدل او په لوړ دریځ کی ورته ډاکټر عبدالله عبدالله په غوسه ناکو ولولو هغه د مقابل لوری غونډی ته ګوت څنډنه کوله چی هیڅکله به دا د پسونو رایی ونه منو هیڅکله به د ټول ټاکنو پایلی مشروع ونه ګڼو په دی ټاکنو کی قومی او سمتی درغلی شوی دی موږ د دی توان او ځواک لرو چی بی له ځنډه موازی حکومت اعلان کړو خو ماته د امریکا جمهور ریس جلالتمآب اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب جان کیری په تیلیفونی لیکه کې ډاډ راکړ چی د دغه معضل د حل لپاره به بیړنی اقدام ترسره کړو باور لرم چی بری زموږ په برخه دی د غونډی برخه والو په پوره شور او زوږ سره د خپل مشر وینا ته لاسونه پړقول چا به د الله اکبر او ځینو به د زنده باد ناری وهلی د هغه په څنګ کې امرالله صالح راڅرګند شو هغه دومره احساساتی او غوسه ناک ښکاریده چی د مخ فزیکی ساختمان یی عجیبه بڼه غوره کړی وه او په زغرده یی ویل چی موږ د دی ځواک او زور لرو چی د ارګ د ماڼی دروازی دړی وړی کړو او ځان ارګ ته ورسوو موږ هیڅکله دا ټاکڼی نه شو منلی دټولټاکنو ګټونکی موږ یو.

ملګری می راته وویل چی په زړه پوری خو داده چی هم د ډاکټر عبدالله عبدالله سترګی کږی دی او هم د امرالله صالح.

ما ورته وویل چی ځکه دواړه کږی کږی خبری کوی.

هغه راته وویل چی اوریدلی دی نه دی چی کږی خولی سوک سموی.

هو رښتیا وایی دا می هم اوریدلی چی کوږ بار تر منزله نه رسی.

 

د دغو کږو وږو خبرو په لړ کی د هغه بل لوری غونډی ته ورغلو چی د غونډی ویاند ډاکټر اشرف غنی ته د وینا بلنه ورکړه ډاکټر صاحب په لوړ اواز د غونډی برخه والو ته په دغه شعر خپلی خبری پیل کړی!

د عالم ډیری خبری لور په لور توری لښکری

زړه می نه خوزی له ځایه غر خو هسی وی کنه

ګرانو وطنوالو وروڼو خویندو او ځوانانو !

تاسو ته د تاریخی او له حماسو ډکو بریالیو ټولټاکنو مبارکی وایم مبارک مبارک .

د افغانستان باتور او میړنی ملت ټولی نړی ته خپل شهامت او ننګ په ډاګه کړ زموږ ځوانانو تنکیو ماشومانو او بوډاګانو د د خپلو سپیڅلو وینو په تویولو سره دغو ټولټاکنو ته تاریخی او حماسی روح ورکړ تاسو په خپل فعال حضور او سیاسی هوښیاری سره د ولسواکی بهیر ته رښتینی مشروعیت وروباښه هیچاته به دا اجازه ورنه کړو چی ستاسو د باور رایی سبوتاژ او یا هغه پخپلو غورزو پرزو او اوتو بوتو سره افغان میړنی او ننګیالی ولس وویروی زه په هغو ټولو ژمنو چی ستاسو په وړاندی می څرګندی کړی دی د یوه رښتینی افغان په توګه هو  دیوه رښتینی افغان په توګه ان د سر په بیه ولاړ یم ولاړ یم ولاړ یم.

د الله اکبر په تکبیر او ژوندی دی وی اشرف غنی په نارو او چکچکو د هغه وینا بدرګه کیده. چی ناببره می یو څلور کسیز ټولی چی په ګړندیو ګړندیو ګامونو د پارک په لوری راروان وو پاملرنه جلب کړه.

د ښاغلو دادفرسپنتا ، زلمی هیوادمل او خرم په منځ کی می د جلالتمآب ولسمشر حامد کرزی په لیدو سترګی ولګیدی هغه بی له ځنډه یوه لوړ ځای ته پورته شو او دا شعار یی ورکاوه.

زنـده باد،          زنده باد،             زنده باد،         زنده باد

 ورسره راغلی پلاوی هم په زوره زوره چیغی وهلی.

زنـده باد،          زنده باد،             زنده باد،         زنده باد

یو چا په غوسه ناکه لهجه او لوړ اواز کرزی صاحب ته ناری کړی څوک زنده باد ؟

کرزی صاحب ورته وویل: څوک چی زور شول هغه زنده باد.

د هغه په اوریدو می د زړه له کومی کړس کړس وخندل او زوروری خندا می سترګی پرانیستی او له خوبه راویښ شوم ځان د مهاجرت په یوه لیری دیار کی یوازی احساسوم ژور سوی اسویلی باسم خو د خیالاتو باز می د خپل ګران وطن په لوری الوتی و په همدی شیبه کی می بیا د زنده باد زنده باد ناری رایاد شوی له خندا شین شوم او له ځانه سره می وویل هو ! کله ناکله خوب لیدل هم رښتیاني وی.  .

بسم الله اکبري هالند

۲۴-۰۷-۲۰۱۴


 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button