کرزی او اشرف غني

کرزی او اشرف غني / سردار محمد همدرد
يو مشهور متل چې زموږ په ټولنه کې مروج دی وايي: «له بدترو بدترې سته» نه پوهېږم دا متل به څه وخت ويل سوی وي، خو زموږ د اوسنيو حالات سره داسې لګېدلی دی، لکه ويونکی يې چې له وړاندې خبر و چې داسې يو وخت به راځي او دا متل به ورسره سمښت خوري.
د طالبان د نظام له ړنګېدو سره سم د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ موقتي اداره رامنځته سوه چې وروسته بيا د ټاکنو له لارې حامدکرزی واک ته ورسېد او په افغانستان کې هر څه، امنيت، اقتصاد، روغتيا، سياست، حکومتولي او. . له صفره پيل سول، خو ښه خبره دا وه چې پخواني ولسمشر حامدکرزي پراخ بهرنی ملاتړ درلود او په بېلابېلو برخو کې له حکومتولۍ تر سياست او نورو برخو لپاره ښه زمينه ورته برابره وه.
په هره برخه کې پرمختک وسو، اقتصاد وغوړېد، پوهنيز سيستم وده وکړه، روغتيايي خدماتو کې بدلون راغی، خلک له نړۍ او سياست سره اشنا سول، پوځي ځواک جوړ سو او بالاخره يو نوی حکومت وزېږېد او په  هره برخه کې يې د بهرنيانو په ملاتړ په کرار کرار خاپوړې کولې.
نږدې ديارلس کاله حامدکرزي حکومت وکړ، د حکومت ښه ځانګړنه يې دا وه چې تر ټولو لومړی خو يې له صفره کار پيل کړ، د بيان ازادۍ يو څه وده وکړه، خلک له رسنيو سره اشنا سول، خپله حامد کرزي داسې کرکټر درلود چې د ملي يووالي لپاره يې ډېر کار وکړ، بېلابېل خلک د ده په حکومت کې د نوموړي په دسترخوان راټول و، نوموړی يو ښه مشر او ډيپلوماټ شخصيت و، لويه حوصله يې لره، ښه رهبري يې کوله، خو دغه رهبري يې په داسې سيستم وه چې حکومت کې يې لوړ پوړي چارواکي ډېری جنګسالاران و .
سره له دې چې د کرزي حکومت نوی و، ډېرو کارونو ته اړتيا وه، نوموړي خپله د ښې رهبرۍ يو ښه کرکټر و خو له بده مرغه چې د حکومت ډېری برخه يې په انډيوالي سيستم وويشله، له وزيرانو تر واليانو، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو يې ټول خپل انډيوالان پر دندو وګمارل، پر خپل هر ملګري يې باور کاوه او چې هر څه به يې وويل منل به يې.
چې همدغه د انډيوالۍ سيستم يې حکومتي پرمختګونو باندې خلک بې باوره کړل، وځورېدل او دې حد ته ورسېدل چې ځينو خلکو نه پرمختګ غوښته او  نه ورته لېوال و.
د کرزي په حکومت کې فساد په ټولو اداراتو کې له دې امله رېښې وځغلولې چې پر واک ناست خلک يې ټول ملګري و، داسې ملګري چې نوموړي سره يې د واک په رسېدو کې ډېره مرسته کړې وه، له یوې خوا که وګورو دا د حامدکرزی غوښتنه وه چې خپل ملګرو ته يې واک ورکړی وای او په دې يې خوشاله ساتلي وای، خو بل پلو د نوموړي په شخصيت کې دا جوهر هم و چې ښه حکومت وکړي، ښه  اداره رامنځته کړي او يو پاک نظام جوړ کړي خو داسې يې ونه کړل.
کرزي نږدې ديارلس کاله حکومت وکړ چې په پای کې د جمهوري رياست لپاره ټاکنې ترسره سوې چې ټولو افغانانو او نړيوالو د افغانانو لپاره دا په دې خاطر يوه تاريخي شېبه بلله چې په لومړي ځل واک له يو ولسمشر بل ولسمشر ته په سوله ييز ډول سپارل کېده، خو داسې ونه سوه، ټاکنيزه پروسه دومره جنجالي او له ناندريو ډکه سوه چې په ټوله نړۍ کې اوږدې جنجالي ټاکنې همدا وبلل سوې، بالاخره محمد اشرف غني ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله اجرايه مشر اعلا سو.
تر دې وروسته هم خلک خوشاله ول، هېلې يې لرلې، د ښه امنيت، اقتصادي پرمختګ  او فساد د ورکېدو تمې يې لرلې خو داسې ونه وسول.
اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني چې ښه سابقه لري، يو عالم او متفکر انسان دی، ټولو افغانانو له همدې امله ډېره رايه ورکړه چې دده په علميت يې باور درلود، د حکومت او ولسمشرۍ لپاره يې مثبتې طرحې او هېله ورکوونکي نظريات لرل، په ټاکنيزو کمپاينونو کې يې د پاک او ناپاک خبرې ډېرې کولې، هره خبره يې خلکو داسې انګېرله چې افغانستان به په هره برخه کې يو چټک او تاريخي ګام اخلي او نړۍ سره به سيالۍ کولو ته ټټر وهي.
خو ولسمشر اشرف غني څنګه چې خلکو فکر کاوه هغه ډول کارونه يې ونه کړل، تر ټولو ستره خطا يې دا وه چې د ټاکنيزو ناندريو پر وخت يې واک ووېشو، د افغانستان په څېر هېواد کې دوه مشران حاکم سول او هر يوه خپله رسۍ کشوله، اشرف غني د امريکا د بهرنيو چارو وزير جانکيری په منځګړيتوب داسې مهال واک له ډاکټر عبدالله ووېشو چې څو موده وروسته خپله جان کيري وويل، ولسشر اشرف غني مجبور نه و چې واک يې وېشلی وای.
د شريک حکومت بدې پايلې خو هر چاته مالومې دي، او زموږ ستر مفکر ته خو بايد مالومې وای،ځکه ټول حکومت د دواړو ترمنځ شريک، وزيران شريک، واليان شريک، ولسوالان شريک او ان د يو کوچني مامور په ټاکنه کې هم د دواړو هوکړه مهمه ده، نو که دغه شريک حکومت هر څومره قوي وي، مالومه خبره ده چې هيڅ پرمختګ به ونه کړي او ټول حکومت به په خپل منځي ناندريو تېر سي او دا دی موږ تاسې وليدل چې تر اوسه د ولسمشر او اجرايه مشر تر منځ تا ويلې او ما ويلې روانې دي چې دا دی د حکومت تر جوړېدو يو کال تېر دی خو د دفاع وزير لا هم نه لرو.

که اشرف غني مجبور هم وای، لومړی يې بايد واک نه وای ويشلی، که بله لار يې نه لرلی نو استعفا يې بايد ورکړي وای، لږ تر لږه افغانانو ته خو به مسؤل نه وای او بله دا چې که واک ډاکټر عبدالله ته سپارل سوی وای، نو اوس به حالت هم داسې نه وای.
بل لويه غلطي د ولسمشر دا ده چې هر وخت ژمنې کوي خو نه يې عملي کوي، چې دغه کار هم پر ولسمشر ولس ډېر بې باوره کړ او اوس يې په هيڅ خبره باور نه کوي، د هر چا له زړه وتلی دی. احساساتي پرېکړې بله هغه لويه تېروتنه ده چې ولسمشر يې کوي، چې په لومړيو کې د هرات ولايت ته ولاړ، هلته يې ټول دولتي چارواکي له دندو ليرې کړل، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه.
امنيتي تړون هغه ستره او لويه تېروتنه وه چې ولسمشر غني په پټو سترګو لاسليک کړ، پخواني ولسمشر چې تړون په اسانه نه لاسليک کاوه خوتر شا يې يو څه ليدل، خو اوسني ولسمشر داسې ونه کړل، نه يې له بهرنيانو ضمانت واخيست او نه يې کوم شرط پرې کېښود خو تړون يې امضا کړ.
ولسمشر په اوسنيو نازکو حالاتو کې چې افغانستان له هر پلوه له بېلابېلو ګواښونو او ځوړتيا سره مخ دی، په هيچا هم باور نه کوي، زياتې ژمنې کوي خو نه يې عملي کوي، له يوې خوا يې ډېر تمرکز په خارجي سياست دی او بل پلو دننه په هېواد کې هم توپيري چلند کوي، يو ولايت ته پاملرنه کوي خو د بل ولايت په وړاندې بيا داسې چلند کوي لکه په  افغانستان کې چې نه وي حساب.
نو له همدې امله ويلی سو چې: «له بدترو بدترې سته.» موږ له تېر حکومت ناخوښ و، خو تر هغې بدتر راباندې راغی.
ولسمشر ته تر ټولو مهمه دا وه چې لږ تر لږه د تېر حکومت سياسي، امنيتي او اقتصادي پرمختګ خو يې بايد ساتلی وای، دا به هم د نوموړي لپاره لويه توره وای او ولس به دومره نه اندېښمن کېده او نه به حالت دومره خرابېدی.
اوس افغانستان له يو داسې حالت سره مخ دی، چې نه ولسمشر پوهېږي چې څه وکړي او نه د ولسمشر بل نږ دې مشاور او يا هم اجرايه مشر.
 له ډېرو اندېښنو او د حالت نازکوالي ډېری افغانان اړ کړل چې له هېواده بهر ووځي چې نن سبا يې موږ او تاسو عملاً وينو چې اروپا ته روان دي.
د حالت د قابو کولو لپاره بايد ولسمشر جدي فکر وکړي، مشورې وکړي، د ولس له رښتينو استازو، مدني فعالانو، ديني عالمانو او پر وطن خواخوږي بايد راوغواړي، د ولس له منځه ولسي خلک بايد راوبلي او د حالاتو د قابو کولو لپاره جدي پرېکړه وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button