دردمنه چوکې

دردمنه چوکې

اجمل له کوره د مکتب په لور روان شو, څو دقیقې وروسته له خاورو جوړ مکتب ته ورسېد, اجمل غاړه تازه کړه او ادارې ته ننوت. ده له ټولو استاذانو سره ستړي مشي وکړه او په خپل ځای کښیناست. لا د ساعت شروع کېدو ته لس دقیقې پاتې وې, چې د پنځم (الف) د صنف اول نمره د ادارې ور خلاص کړ, شاګرد سلام واچولو, اجمل سترګې ورپورته کړې:

– علیکم سلام, وحیده راځه!

وحید د استاذ نه د دې غوښتنه وکړه, چې تر څو دی صنف ته ورشي او درس ورته شروع کړي. اجمل مسکی شو:

– ههه د درسي ساعت شروع کېدو ته خو تر اوسه اوه دقیقې پاتې دي.

وحید سترګې کښته واچولې, استاذ یې ورغبرګه کړه:

– ځه سمه ده, مشکل نشته زړګیه.

وحید د ادارې ور راپورې کړ او له ادارې ولاړ. شېبه وروسته اجمل هم له ادارې بهر شو او په وحید پسې صنف ته ورغی, د صنف دروازه یې وټکوله او دروازه یې صنف ته ورخلاصه کړه:

– سلام څنګه داسې آرام ناست یې څه کیسه ده.

شاګردانو په خبرو کې استاذ په دې وپوهولو, چې کوم مشکل نشته. استاذ حاضري واخیسته, له شاګردانو یې د کورنۍ په هکله له شاګردانو پوښتنه وکړه او وروسته یې د تېر درس پوښتنه ترې وکړه. ده په درس باندې شروع وکړه, پنځلس دقیقې وروسته یې له شاګردانو د درس په باره کې پوښتنه وکړه خو ځينو شاګردانو ځواب ورنه کړ. اجمل سوړ اسویلی وایست:

– ولې مو زده نشو خوږو?

ټولو شاګردانو سرونه کښته واچول او چوپه خوله کښېناستل, استاذ یې مسکی شو او په برېتونو یې ګوتې راتېرې کړې:

– خیر مشکل نشته, چې تاسې وی هر څه به آسانه شي.

اجمل په ټوکه شروع وکړه, شاګردانو د ټوکې د خلاصون سره په خندا شروع وکړه. استاذ د دوو دقیقو لپاره خپل شاګردان خندا ته پرېښودل, وروسته یې غږ په وکړ:

– راځﺉ همدومره خندا بس وه! اوس به درس ووایو.

استاذ د دوهم ځل لپاره په درس شروع وکړه, له څو دقیقو وروسته یې له هغو شاګردانو پوښتنه وکړه, چې په ځواب کې بند راغلي وو. دوی هم ځوابونه سم ورکړل, استاذ کتاب بند کړ او عینکې یې له سترګو کښته کړې:

– د نن لپاره همدومره درس بس دی.

– که د چا نه وي زده پوښتنه وکړﺉ!

په صنف کې داسې کوم شاګرد پيدا نه شو, چې ووايي زما زده نه شو. اجمل خدای پاماني واخیسته او بل صنف ته روان شو. دا ورځ شاګردانو ښه په خوشحالۍ او په خندا تېره کړه, مکتب رخصت شو. شاګردان خپلو کورونو او استاذان خپلو کورونو ته روان شول. اجمل کور ته ورسېد, ناڅاپه یې په زړه درد راغی او د درد له لاسه یې څو شېبې وروسته ساه ورکړه. کور یې له غم او ژړاوو ډک شو, د معلم اجمل د کور نه د کونډې مور, د ماشوم بچي, د میرمنې, او خویندو د ژړوا آوازونه وتل. شپه همداسې په ژړاوو سهار شوه, سهار خړ معلومېدو , د اجمل په مرګ یوازې یو بچی یتیم نه شو, بلکې په سل ګونو نور شاګردان یې هم یتیمان شول. سهار د مکتب دروازه خلاصه شوه, شاګردان د مکتب په لور را روان وو, د هر صنف شاګرد غمجن معلومېدو. ټول غمجن غمجن صنفو ته ننوتل, په اداره کې د اجمل چوکۍ یوازې او دردمنه معلومېده. شېبه وروسته ساعت شروع شو, دقیقه وروسته له هر صنف نه د قرأتونو غږ راوتو او په خپل استاذ پسې یې دعاګانې وکړې. خلک د استاذ په مرګ ځکه غمجن وو, چې هم یې خدای راضي کړی وو او هم یې د وطن بچو ته خدمت کولو او بس.

پای

فضل الحق. ن. وردګ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button