د ګني اوبو ۱۰ بې سارې ګټې!

د ګني اوبو ۱۰ بې سارې ګټې!
افسانه
بد ګني شربت (جوس) د سينې سرطان او د انسان د بدن غړو ته د مقاومت ځواک ورکوي. په اسيايي هېوادونو کې ګنی نه يوازې له مالي پلوه بلکې د روغتيايي چارو په برخه کې هم ډېر زيات ګټور تماميدی شي. د ګني شربت ( جوس) راز راز انرژۍ لري. د ګنیو اوبه ډیر قوي غذایي مواد لري،

د ګنیو اوبه په بدن کې د کولیسټرول د زیاتېدو مخه نیسي او په دې توګه د زړه د ناروغۍ خطر تر ډیره بریده کموي.

په ګنیو کې د الکلوی په نامه ماده موجوده ده، چی دغه ماده انسان د غدې او سینې له سرطانه ژغوري، ګني د زیات مقدار ګلسیم او فاسفورس د لرلو په خاطر هډوکي تقویه کوي. مختلفو څیړنو ښودلې ده، چې د ګنیو اوبه ځیګر او ګردې په طبیعی توګه صفا او د فعالیت کچه یې لوړوي، له ګنیو څخه لاسته راغلې ګړه د اوسپینې غوره منبع ده.

ګني په ټوليز ډول زموږ په روغتيا باندې مثبت اغېزه غورځولی شي. اوس موږ تاسو ته د ګني شربت ګټې دا دي:

۱. ګنی د نيم سيري، د ستوني خارښت او زوکام لپاره هم يوه ډېره ګټوره کورنۍ درملنه ده.

۲. کله چې انسان باندې تبه راشي نو ډاکټران هم ناروغ ته د ګني شربت (جوس) د ورکولو لارښوونه کوي.

۳. هغه ناروغان چې د ژېړي یا يرقان په ناروغۍ اخته دي د ګني شربت ورته له اکسيرو کم نه دي، ځکه چې دا د بدن ګلوکوز لوړوي او د ناروغ د بدن د پوستکي په ښکلا کې مهم رول لري.

۴. ګنی د هاضمې او د قبض لپاره ګټه ور درمل دی.

۵. ګنی سوکروس نامي شکر زېږنده ده، چې په قدرتي ډول د زخمونو په تداوۍ کې ګټور ثابت شوی دی، او له دې نه علاوه د شکر یا شوګر د لوړوالې سلنه هم زياتوي.

۶. ګنی د زړه د ناروغانو ساتونکی دی او د بدن د کوليسټرول د لوړېدو مخه نيسي.

۷. ګنی د سوزک ناروغۍ لپاره مهم درمل ګڼل کيږي.

۸. ګنی يوه پيچلۍ برخه لري چې د انسان د غړو او د سينې د سرطان مقابل کې مقاومت ښيي.

۹. په ګني کې کيلشيم او تيز قدرت لرونکي مواد شته چې د هډوکو په ټينګښت کې مهم رول لري.

۱۰. څوک چې د وينې کمښت لري هغه بايد د ګني شبرت وسکي ځکه چې په ګني کې په پرخه ډول وسپنه شتون لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button