آيا طلوع او يك ټلويزيون ته د طالبانو گواښ سم دئ؟

داعي

طالبانو د طلوع او يك ټلويزيون د هغه خبر په وړاندي توند او غضبناك غبرگون وښود چي د دوى جنگيالي ئې د كندز د نيولو په جريان كي په لوټمار، بې رحمانه وژنو او جنسي تېريو تورن كړي وو، د دواړو شبكو خبريالان ئې د وژلو وړ وگڼل، مگر دا چي له خپلي دندي لاس واخلي!! په دې اړه څو پوښتني راولاړېږي:

طالبانو ولي تر دې وړاندي د دغو مزدورو رسنيو په اړه له څه ويلو او څه كولو ډډه كوله، په داسي حال كي چي دا دواړه او ډېري نوري كابل مېشتي مفسدي او مزدوري رسنۍ كه د امريكا تر نظامي اډو زياتي مضر او خطرناكي نه وي لږ خو په هيڅ توگه نه دي، د پرديو په چوپړ كي دي، د پرديو په لاس رامنځته شوې، نه يوازي توجيه، تمويل او اداره ئې په بشپړه توگه د پرديو په واك كي ده بلكي د ځينو مؤسسين هم بهرني دي، د طلوع مؤسس او رئيس يو ايراني الاصل شيعه دئ او اكثريت خبريالان او كاركوونكي ئې ايران پلو شيعه ناافغانان او د ايران جاسوسان او مزدوران دي، په ډېرو كي گڼ شمېر بهرنيان كار كوي، د وياندويانو لهجه ئې غيرافغاني او ايراني وزمه، تبليغات ئې د ملي وحدت خلاف، فيلمونه ئې مبتذل او د اسلام او اخلاق ضد، د اشغال او د بهرنيو ځواكونو د حضور په حمايت كي د ذليلو پرديپالو تحليلگرانو منحط تحليلونه او د مزدورو ليكوالو كچه ليكني وړاندي كول، د افغانانو ځوان نسل له خپل ملي هويت تېښتي او د غربي منحط فرهنگ، اخلاقي فساد، اوباشگري، بدلمني، قمار، شراب، نڅا، … په گنده ډنډ كي لامبلو ته بلل، د مجاهدينو په ضد پراخ تبليغات، او د اسلام او ملت په ضد هر څه ويل او كول ئې دنده ده.

آيا صحيح ده چي څوك تر اسلام او هېواد خپل حيثيت ډېر مقدم او محترم وگڼي، له خپل حيثيت دفاع ئې د مخالف وژلو ته چمتو كوي خو كه همدا مخالف پر اسلام تېرى كوي او د هېواد د دښمنانو په گټه نه له جاسوسي ډډه كوي او نه له زهرجنو او دروغجنو تبليغاتو؛ نو نه كوم عملي غبرگون ښيي او نه تندى ورته ترېو كوي؟!! طالبانو په تېرو څوارلسو كلونو كي د دې اسلام ضد رسنيو په خلاف له څه ويلو ډډه كوله، خو نن او هغه مهال چي د دوى جنگيالي ئې په جنسي تېريو تورن كړل نو هغوى او خبريالان ئې د نظامي اهدافو په ضمن كي ونيول!!

دا صحيح ده چي د كندز د پېښو په اړه د دغو رسنيو تبليغات په بشپړه توگه دروغجن ول، د كندز ښار ته د طالب جنگياليو د ننوتلو او بېرته وتلو په دوران كي هغوى له څو محودو مواردو پرته نه خلك ځورولي او نه د خلكو كورونو ته د لوټمار لپاره ننوتلي، حتى د مخالفينو د نيولو لپاره ئې هم د چا كور نه دئ تلاشي كړى. دا د شمالي ټلوالي لوچك او اوباش ټوپكماران ول چي د كندز له بېرته نيولو وروسته ئې له هيڅ رذيلانه تېري او جنايت ډډه ونه كړه، د بې وزلو او مظلومو كندزيانو كورونه او دكانونه، خصوصي او دولتي بانكونه او دفترونه ئې لوټ كړل، هماغسي لكه چي كابل ته له ننوتلو وروسته ئې په پراخ لوټمار لاس پوري كړى وو، د كندز كوڅې او سړكونه ئې په وينو سره كړل، هغه مهال چي د دې ټلوالي اوباشان د خپلو امريكايي بادارانو د ايف 16جهازونو له وحشيانه بم ورونو وروسته كندز ته ننوتل نو همدغو بې وجدانو خبريالانو په پړسېدلي ستوني ويل: د مخالفينو د نيولو لپاره كور په كور تلاشي روانه ده، د كندز په كوڅو او سړكونو كي د مخالفينو مړي پراته دي،… په داسي حال كي چي دا د هغو مظلومو كندزيانو مړي ول چي د امريكايي جهازونو د بم ورونو له كبله او د شمالي ټلوالي د غلو او لوټمارانو په لاس وژل شوي وو، دا كور په كور تلاشي همغه پراخ لوټمار وو چي د دوى په لاس ترسره شو. كندز ښار ته د دغو خبيثو مليشو له ننوتلو وروسته د مظلومو كندزيانو نږدې پنځلس زره كورنۍ دې ته اړي شوې چي خپل كورونه پرېږدي او تش لاس نورو سيمو ته كډه شي. دا دوى ول چي امريكايي جهازونو ته ئې غلط معلومات او ناسم كوردينات وركول چي له كبله ئې د وحشيانه بم ورونو په ترڅ كي په سلگونو ښاريان په خپلو وينو كي ورغړول، حتى د بې سرحده ډاكټرانو په روغتون ئې هم په دې موخه دوه ځلي پر له پسې بمونه وورول چي هلته به د مخالفينو مجروحين د تداوي لپاره راوړل شوي وي. د وحشيانه وژنو پراخوالى له دې اټكلولى شئ چي يوازي بغلان ته د نږدې سلو مړو جسدونه انتقال شوي!! دغو بدضميرو خبريالانو د دغو وحشيانه بم ورونو او پراخو وژنو په اړه هيڅ نه ويل؛ پر روغتون بم ورونه ئې هم يوازي هغه مهال منعكس كړه چي خبر ئې په نړۍ والو رسنيو كي خپور شو، نړۍ له ټولو هغو بوږنوونكو پېښو او پراخو وژنو بې خبره پاته شول چي د امريكايي بم ورونو او د دوى د مزدورو ناافغانانو مليشو په ناولو لاسونو رامنځته شوې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button