یووالی

جنرال دولت وزیري

یووالی یو کېدل، د یو بل ملاتړ کولو، متفق کېدلو، له یو بل سره موافقې او یو-بل ته نږدې کېدلو ته وايي.

په یوه ټولنه کې یووالي په خبرو او شعارونو منځ ته نه راځي. که چېرې د یوه ملت تر منځ ملي یووالي کې ستونزې وي، ملي رهبران او خواخوږي مشران کولای شي چې په عملي توګه. نه په شعارونو د ملي یووالي لپاره کار وکړي. په هغو ټولنو کې چې ملي یووالی نه و، ځینې سیاستوال له دې موضوع د یوه سیاسي شعار په توګه کار اخلي او د ځان په ګټه یې کاروي.

یوه خبره چې سوچه ښکاره او جوته ده هغه دا چې که چېرې تش په نامه رهبران او مشران د خپلو ګټو لپاره د ملي يووالي شعارونه ورکوي، دوی د دې پر ځای چې د ټولنې تر منځ ملي یووالي ته ګټه ورسوي، دوی ملي یووالی زیانمنوي او د خلکو او پرګنو تر منځ دښمني او بې اتفاقي رامنځته کوي.

په هغو ټولنو کې چې له دې سره که په نمایشي توګه هر څومره د هېواد ټول بنسټونه لکه ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت، ملي بسونه، ملي شورا، ملي امنیت شورا او ورسره ټول سياسي ګوندونه د «ملي» مختاړي او «ملي» وروستاړي کلمې ولري، دا د ټولنې او په عملي توګه د ملت درد نه دوا کوي، ځکه که چيری عملي بنه ونه لري، دا ټول شعاري بنه لري، خو دلته د شعار پر ځای نثر او عمل ته اړتیا وي.

دا په دې مانا ده، کله چې د کمپاین پر وخت مشران د یووالي او د هیواد د پرمختګ لپاره بې له دې چې خپلو امکاناتو او د هېواد شرایطو ته په عملي توګه وګوري او په نظر کې يې ونیسي، د هر څه لپاره د شعار په ډول ژمنې کوي.

وايي: روغتونونه به جوړوو، سړکونه به رغوو، هېواد به ابادوو او جنت به ترې جوړوو، ظلم، بېکاري او بېسوادي به له منځه وړو، قانون به پلی کوو، ټولې ستونزې به ختموو، امنیت به راولو، غله او شوکماران به ورکوو، ملي یوالي به عملي کوو او تر څنګ به يې هر چا ته خپل حق ورکوو.

خو د واک پر وخت بیا آریان وي چې له کومه سره يې پیل کړي، ځکه ده د کمپاين پر وخت ټولې ژمنې د شعار او احساساتو له مخې کړې وې. د واک پر مهال نثر لیکلو او عمل ته اړتيا وي، نه شعارونو ته، خو دوی دا ټولې ژمنې یوازې واک ته د رسیدو لپاره کړي وي.

د ملي یووالي لپاره په عملي توګه هغه کسان کار کولای شي چې د ملت له منځه را پورته شوي وي، د ملت په درد او غم ځان شریک وګڼي، په لوږه او تنده کې ور سره یو ځای وي، څه چې د ځان له پاره خوښوي د نورو لپاره يې هم خوښ کړي، د شعار پر ځای عمل وکړي، په فساد کې لاس ونه لري، د خلکو مال او عزت ته لاس اوږد نه کړي او د مبارزې په لومړي کتار کې ولاړ وي.

که چېرې په شعار کې ځان د ملت خادم او د ملي یووالي اتل بولي او دا پورته یو صفت هم د ده په وجود کې نه وي، د دې پر ځای چې د ملت خادمان جوړ شي، له دوی څخه لوی غداران جوړېږي.

که چیرې موږ خپلې ټولنې ته ښه ځیر شو فکر کوم د ملي یووالي له پلوه به زموږ ټولنه له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان نه وي، ځکه چې زموږ د ټولنې تر منځ کلونه کلونه ډېرې ژورې اړیکې موجودې دي او دغو اړيکو ډېرې ژورې د یووالي ریښې ځغلولې دي.

په عملي توګه کله چې هېواد له بهرني یرغل سره مخ شوی دي، ټول ملت په يوه هوډ له خپل هیواد څخه دفاع کړې ده. د خلکو تر منځ خپلوي او د يوه او بل په خوښیو او غم کې شراکت هم د ملي یووالي ستر ثبوت دی. په ۱۳۹۱ لمريز کال دلارام ته چې هلته د ۲۱۵ میوند قول اردو يوه لوا ځای پر ځای ده ورغلی وم. هلته يوې لوست خونې ته ورننوتم، په خونه کې۲۴ تنه سرتېري د هيواد له شپاړسو ولایتونو څخه موجود وو. اوس راځئ وګورو چې د یوه ملت د یووالي ستر ثبوت دا نه شي کیدای؟

په دې لوست خونه کې په اتفاق پښتون، تاجک، هزاره، ازبيک، ترکمن، بلوچ او نورو ویاړلي توکمونو حضور درلود. دوی ټول د یوه هدف چې د هیواد دفاع وه سره یو ځای راټول شوي وو. د دوی تر منځ وروري وه، یووالي و او خواخوږي وه، دا ځکه چې دوی د جعلي مشرانو څخه لیرې وه. دوی په سیاسي شعارونو نه وو سره راټول شوي، بلکې د زړه له تله د یو بل تر څنګ وو.

په هېواد کې چې کله نا کله د خلکو تر منځ د دښمنۍ خبرې کېږي او کله بیا د ژبې، کله د مذهب، کله د سمت، کله د نژاد او کله په یوه نامه او کله په بل نامه د خلکو تر منځ د دښمنۍ تخم شيندل کېږي، له بده مرغه چې زیاتره لوستې طبقه دغو مسایلو ته لمن وهي، دا همغه د هېواد دښمنه کړیو کار دی چې غواړي له دې لارې اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.

دوی که ملت خپلې خوښې ته پرېږدي ملت په خپله د یووالي لار پیدا کوي او هېڅ ډول دښمني او جلاوالی د ملت تر منځ وجود نه لري. د ملي یووالي دښمنه کړۍ د ملت او ملي يووالي خبرې یوازې د دې لپاره کوي چې دوی ورباندې واک وچلوي، دوی په دې پوچو ويناوو خلک تېرباسي او له دې لارې خپل ژوند اوږدوي. دغه سیاستوال به ځي، شعارونه به یې د خلکو هېرېږي، خو د خلکو ترمنځ به واقعي یووالی پرځای پاتې وي.

دوی دې په دې پوه شي چې هره تیاره پسې رڼا وي، دوی ډیر وخت خلک نه شي غولولای، یوه ورځ به د خلکو قهر د دوی د ورکیدو سبب وګرځي.

د بریا لاره یوازې په يووالي کې ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button