دسمندرڅپوکې اختر

له خپل خواږه هیواده اوګلالې ټاټوبي راشړل شوی اومرورشوی بې وسه اوناهیلی کډوال یم دبشریت اوانسانیت دسخت زړواودخدای ناترسه دوښمنانوداداړلواووژلوله لاسه مې کور،کلی پریښودستړي اوله ستونزوډک مزلونه مې په یبلواوتڼاکوپښوووهل اودادی لوی سمندره ستا غاړي ته راورسیدم دټپي،ټپي وطن دردونه دشهید،شهید ځلمونیمګړي ارما نونه دبورومیندوسوي ،سوي ساندې دکوچنیوماشومانوژړاوې اوفریادونه مې واوره دسترې ځمکې پرسرمې دظلم اودجګړوله لاسه ستا غیږي ته پناه راوړه هسې مې انګیرله چې لږشانې دمه به شم خوزه څه خبر وم چې ته هم غوسه یې په مستواوزوروروشڼاډکوڅپوزما لمبه،لمبه اروا اوزموللي هیلي ګواښې هوپه تنکې اوله ګله نازک درې کلن ایلان دې رحم اوپیرزوینه ونه کړه داتنکی ګل دې بې رحمه ورژاوه اودخپلوغوسه ناکوڅوپه څپیړه دې دسمندرغاړي ته ګوزارکړپوهیږم پخپله ارته غیږه کې په میلیونو،میلیونوبې حسابه ژوي ساتې خو دریدي ترګل نازک اوګلالي ایلان ته دې له تنکیو،تنکیوهیلوسره ځای ورنه کړ.

ای لوی سمندره!

زه بې وسه انسان ستا دځواکمنواوقهرجنوڅپودزغم توان نه لرم یوه شیبه مې دزړه کړیکي اوپیغام ته غوږشه اوهغه زما ادکې مورجانې ته ورسوه.

هو! دستړي اولالهانده مهاجرداخترمبارکې.

زمامهربانې اوراته ګرانې ادې!.

په مینه اوادب دې لاسونه ښکلوم اخترمبارکي درته وایم کوچنوټي دزړه سرخورکۍ ډیوي ګلې ته مبارکي وایم په تنکیو بارخوګانویې ښکلوم.

خوږې مورجانې! .دشهیدبابا اوشهیدووروڼوسپیڅلوقبرو ته مبارکۍ،سلامونه اودوعا ګانې ورسوه په مینه یې راته شناختې اودشهادت شنه اوسره توغونه ښکل کړه.

زما ګرانې ادکې!

زه دلوی سمندرپه غاړه دخپلوهم سفره ملګروسره اخترنمانځم اوستاسوپه خواږه اومینه ناک یاد خپل درد ټکورم هغه شیبه چې په ژړاندوسترګواوپاکولاسونو دې زماترشاداوبوډک جام توی کړاود دوعا لاسونه دې راته لپه کړل راته ستره تکیه اوزما دزړه متره ده.

دردیدلو،ویرجنواوناورین ځپلو هیوادوالو!.

دلوی سمندرڅپوکې دښکیلوځلموله خوامواخترمبارک شه هوهغه اخترچې زموږپه غمجن هیوادګران افغانستان کې په محشراوښتی اودګلالي وطن لویشت،لویشت خاوره مودویراوغم سندرې بولي خودزوراوزرفرعونان پخپلودنګو،دنګوقصروکې دشرابونواوکبابونوخرمستۍ کوي قهاراوجبار رب دی داسخت زړي بې ضمیره دلوی سمندردنهنګونوخوراک کړي آمین ثم آمین.

وړوکی وم په غم کې ستر شوم     خالقه خدایه خوشالي به کله وینه

بسم الله اکبري

۲۳/۹/۲۰۱۵

هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button