ژونده

ژونده:
لیکنه: عبدالرحمن وقار
ژونده ته د الله تعالی له طرفه د نړۍ ټولو پایېدونکو مخلوقاتو لپاره، یوه ستره تحفه یې.
ای ژونده واوره!!
انسان ته به دې په خپل عمر کې ډېر څه ورکړې وي.
ښه،بد، خندا، ژړا..
هو؛ ته خو ژوند یې شاید ډېر څه به دې ورکړې وي.
چا به ستا د ورکړو ساتنه کړې وي، چا به غلطه ګټه ترې اخیستي وي.
څوک ترې خوشحاله، او څوک ناراضه…
ډېر به دې نعمت ګڼي خو؛ د ډېرو به درنه زړه تور وي.
ډېرو ته به د ماشومتوب ښکلي رنګینې جامې په ور تن کوي، ډېرو ته به د ژوند اخري لباس سپین کفن ور اغوندي او له خپلې غېږې به یې پناه کوئ.
هو ته خو ژوند یې؛ ډېرو ته بې زحمته راحت ورکوي، خو بیا ډېرو ته تر هغه وخته څه نه ورکوي، چې زیار ونه کړي او خوله توې یې نه کړي.
ستا په غېږه کې پوه نا پوه ژوند کوي، خو په یو شان سره نه!
ته هر چاته خپله ډالۍ لرئ.
او اوس هم ډېر درته په تمه دې چې غوره څه ورکړئ.
هېڅوک درنه لږ او نیمګړي څه نه غواړي.
په څنګ کې ورسره د هر چا، هڅه او هاند فرق کوي.
خلکو په ماشومتوب کې درسره بې پروایی کوئ، خیر مجبور یم، وبه ووایم، له هغوې ګیله نشته، په لومړیو کې نه پوهېږي.
ژونده ته بیا ورته ځواني ورکوي، اه څه ووایم دغه وخت هم ستا په ارزښت نه پوهیږي، ژونده وبښه بیا وایم ګیله ترې مه کوه، له خلکو نه په دغه وخت کې ستا ارزښت لا څه چې خپل ځان ترې هېر وي.
دا وخت هم په یو ډول تېر شي، اوس وخت ورو ورو رارسېږي، تر بوډاتوبه؛ بیا څه ووایم دغه وخت انسان هم درنه خوشحاله نه وي، وایې، موږ هم خوشي او عبث ژوند وکړ، بس نور څه نه وایې يوازې افسوس کوي.
هو رښتیا؛ ډېر خلک درنه غواړي، خپلو مینو ته رسېدل هم غواړي.
ته هم ورته په خپل تقدير کې لیکلي شوې ډالۍ ورکړئ، ډېر کامیاب ډېر بېلتون او ډېر خلک له نورو د تل لپاره جلا کړئ.
ژونده شاید يا به مې لږ او یا ډېر څه درته ویلي وي.
خو زړه مې غواړئ ډېر څه درته ووايم.
خو خو خو…
په آخري ځل یو څه او لنډ وایم.
هو ژونده؛ یوه ورځ راځئ، له تاسره ګډ د حساب او کتاب ځای ته تلونکي یو، د تل لپاره، ژړا، خندا، ښو، بد، افسوس او شکایتونو ته به، د تل لپاره ابدي قلف ور وغورځېږي.
ژونده ته ښه پوهېږي، د خپل رب حضور کې به ودرېږو، له موږ نه به ستا د ثانیې ثانیې پوښتنه کېږي.
شاید ته به زيات د نورو مخلوقاتو په پرتله د انسان په حال افسوس کوي.
خو زه وایم، که هر څوک په صحي ډول ستا په معنا پوه شي، او ستا قوانین اصول ومني، ژونده هغه انسان به له تا؛ او ته به له هغه خپه نه شئ.
که څوک وایې چې خوشحالتیا باید موږ تل ولرو، دا به صحي خبره نه وي، ځکه د دې دونيا خوشحالې په هغه شیانو کې رانغښتې، چې هغه ژوند ته چې موږ پکې د آبد لپاره اوسېږي ګټوره نه ده.
ژونده بښنه کوۀ، هېڅوک ستا په ارزښت نه پوهېږئ.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button