د ګاندي ژوند، مبارزه او مړینه

له تاند ویب پاڼی څخه

محمد شفیق همدرد
موهنداس کرمچند ګاندي
ګاندي خپل ټول عمر له انګریزانو څخه د هندوستان د ازادۍ لپاره په مبارزه کې تیر کړ او د (عدم تشدد) د فکرپه بنسټ یې، نړیوالو ته وښوده چې ازادي نه یوازې د ټوپک په زور بلکې، د ټينګ عظم، د خلکو د راوېښولو او سوله ییز مقاومت پرمټ هم ترلاسه کیدای شي. مهاتما ګاندي د هندوستان د ازادۍ لپاره خلک سرکونو ته راوایستل، لاریونونه یې وکړل او انګریز حکمرانانو ته یې د هندوستان د خلکو غږ ورساوه چې هندوستانیان ازادي غواړي.

نوموړی زندان ته ولیږل شو، ووهل شو، وشړل شو، خو هیڅکله هم له خپل هوډ او لارې څخه چې ازادي وه وانوښت. اخیر انګریزان هم د ګاندي او د هغه د ملګرو په وړاندي لاچاره د هند ازادي یې ومنله، خو له بده بخته چې انګریزانو د هند د ازادۍ ترڅنګ هغه تجزیه هم کړ.

ترهغه وروسته ګاندي ته د مهاتما لقب د هندستان د خلکو له لوري ورکړل شو، خو دا نوم په اصل کې د هندوستان وتلې لیکوال (رابيتات ټایګور) ورته غوره کړی چې (د ستري روح) معنا لري. نوموړی په هندوستان کې د(باپو) یا لوی پلار په نامه هم یادیږي. ګاندي ته د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د هندوستان وګړي هندوان، مسلمانان، سکهان،عسیویان او نور لږکي ډېر احترام لري، هغه ځکه چې نوموړي هیڅکله د چا پلویتوب یا مخالفت ونه کړ او په هند کې یې شته قومونه او مذهبونه د یوه بل وروڼه بلل، په همدې اساس و چې افراطي هندوانو ورسره مخالفت وکړ او نوموړی یې د هندوستان تر ازادۍ یو کال وروسته وواژه.

د موهنداس کرمچند ګاندي زیږدنه او ماشوم توب:
ګاندي د۱۸۶۹ کال داکتوبر په دوهمه نيټه د هندوستان په ګجرات ایالت کې زیږیدلی . دګاندي پلار(کرمچند ګاندي) نومیده اودګجرات ایالت یو متوسط سوداګر او سیاست وال وو. ګاندي خپلې لومړنۍ زده کړې په همدغه سیمه کې ترسره کړې او لوړې زده کړی یې د حقوقو په برخه کې د ۱۸۸۸ نه تر ۱۸۹۱ کاله پوري په لندن کې ترسره کړي او بیرته د هندوستان بمبئ (مومبۍ) ښار ته ستون او هلته یې د وکیل په توګه دنده پیل کړه . په کال ۱۸۹۳ نه تر ۱۹۱۵ میلادي سویلي افریقا ته دماموریت لپاره لاړ. ګاندي په سویلي افریقا کې د میشتو هندي او تورپوستو لپاره هم مبارزه وکړه ،چې د ځائي حکومت له لوري څو ځله زندان ته ولیږل شو.

ګاندي په سویلي افریقا کې دهندوستان حالات له نږدې څارل او دهندوستان دازادۍ لپاره یې پلانونه جوړلو. ګاندی په ۱۹۱۵ کال کې له سویلې افریقا څخه هندوستان ته ستون اود هندوستان د دازادۍ لپاره یې خپلوکړنوته زور ورکړ او دهمدغو هلو ځلو له امله نوموړی په ۱۹۱۸ زیږدیز کال کې د(کانګریس) ګوند مشراو دمهاتما په لقب ،چې د(ستري روح) معنی لري وویاړل شؤ .

د کانګریس ګوند اوګاندي
ګاندي په ۱۹۲۲ کال دمارچ په لسمه نیټه دانګریزانو له لوري دتاوتریخوالي په تور ونیول شوواو په شپږ کاله بند محکوم شوو ، خو دوه کاله وروسته نوموړی بیرته راخوشې شوو.د ګاندی په نه شتون کې په کانګریس ګوند کې ګڼ اختلافات راوزیږیدل او دغه ګوندپه دوبرخو ووویشل شوو ،چې دیوې برخې مشري(چیتا راجنداس) او (موتیلال نهرو) او دبلې ډلې مشري (راجوپال چکروتی ) او( سردارپاټیل) کوله ، خو هغه مهال چې ګاندي له زندانه خوشي شوو یو ځلې بیا یې دکانګریس ګوند متحد اوشته ستونزي یې له منځه یوړې .

ګاندي خپلو پلویانو ته ویل ،چې زموږ مبارزه روښانه او دعدم تشدد لاره ده. نوموړي به خپل هیوادوال له تاوتریخوال څخه منع کول او اطمنان یې ورکاوه، چې دوی به ضروریو ه ورځ ازاديږي. دنوموړي د عدم تشدد فکراومبارزي نورې نړۍ ته لاره وکړه او دنړۍ دبیلا بیلو هیوادونو یو شمیر مشرانو دګاندي لاره خپله کړه ، چې به دې ډله کې، مارتین لوترکینګ ، تنزین ګیاتسو ، لخ والسا ، استفان بیکو، انګ سانسوچې، او نیلسون منډیلا ، یادولی شوو، خو په یادو کسانو که ټولودګاندي مفکوره پیلې نشوای کړای او کله نالکه به یې تاوتریخوالې ته هم لاس اچاوه ،خو ګاندي دعمر تر پایه په همدې فکرټنیګ پاته او هیڅکله یې دزور او تاوتریخوالې له لارې مبارزه ونکړه.

د ګانډي کورنۍ
ګاندي په ۱۸۸۳ کال کې هغه مهال چې لا ۱۳ کلن وو دیوې هم عمره جنۍ (کاستوربا) سره واده وکړ دهمدې ښځې څخه یې څلور اولاده مانیلاګاندي ، رامداس ګاندي ، دیوداس ګاندي ، هاریلاګاندي لرل . ګاندي لاد۱۶ کالو وو، چې پلار یې مړشو . نوموړی په همدغه کال د لوړوزده کړو لپاره انګلیستان ته لاړ. ګاندی له خپلی مور او میرمن سره ژمنه کړی وه ،چې په انګلستان که به هیڅ راز ګناه نه کوي په همدې ژمنه ټنیګ ودرید او دلندن په پوهنتون کې د ښه شخصیت له امله هم د ډېرو محصلینو د پام وړ وګرځید.

دازادۍ لپاره دګاندي هڅې
ګاندي د هندوانو، مسلمانانو، سکهانو او نورو لږکیو ترمنځ د یووالي اواتحاد راوستلولپاره ډېر زیار ویوست او په دې چاره کې تریوه بریده بریالی هم وو. نوموړی په ۱۹۳۰ زیږدیږ کال دمارچ په ۱۲ نېټه د لکونو کسانو په ملتیا دمالګي په نامه مشهورلاریون ،چې داحمد اباد ښار نه تر(داندي) سيمې پوري یې ۴۰۰ کلیومیرته لاره په پښو ووهله، وکړ او له سیند څخه یې د مالګې په راایستلو پرمالګه دانګریزانو لګول شوی ټکس وننګاوه، همداراز یې دانګرېزانو ګڼ توکي تحریم کړل ، چې دې کار انګریزان سخت وار خطار او وه ویرول . انګریزانو د ګاندي اودهغه دملګروددغه اقدام په وړاندي سخت عکسل عمل وښود اوڅه کم شپیته زره کسان یې زندانونو ته واچول، خو یو کال وروسته دګاندي په هلوځلو ټول نیول شوي کسان راخوشي شول . دا چې د زور له لاري انګریزان په دې نه توانیدل ترڅو،ګاندي رام کړي نوهغه یې دخبرو له لپاره لندن ته وغوښت ترڅود خبرو او ځینو امتیازونوله لاري یې قانع کړای شي،خو ګاندي دومره وړ سړی نه وو،چې دازادۍ نه ورته بل څه مهم وبریښي. له انګریزانوسره ترڅوورځوخبرو وروسته هم د ګاندي لمړۍ او اخیري خبره دهند ازادي وه.

ګاندي به ویل دهر کس مسولیتونه د ځان ، کورنۍ ، هیواد او نړۍ په وړاندي یوشان دي ، ده به پوښتنه کوله ، دا شونې ده چې ځان او کورنۍ ته په زیان اړلو سره دې څوک هیواد ته چوپړوکړای شي؟ همداراز نړۍ ته هم په زیان اړولو سره هیواد ته چوپړ کول ناممکن ګرځي .

د ګاندي مشهورې خبرې
ـ هرکله ،چې نا هیلۍ کیږم را یاده وم ،چې میدان خوهروخت حقیقت او مینې ګټلی.

ـ چارواکي او قاتلان که څومره هم واک او ځواک ولري په پایله کې دذلت ،بدبختۍ ،نا بودۍ او ناکامۍ سره مخ کیږي .

ـ دبرید په وړاندي برید، دوینې تویونې په وړاندي وینه تویونه او د دښمنۍ په وړاندي دښمني نړۍ ړنده وي .

ګاندي کله هم د منطق لاره پرېنښوه.
ګاندي په ۳۶ کلنۍ کې د(برهماي) د فلسفی پراساس جنسي اړیکې له خپلې میرمنې سره پرې کړې .نوموړي په دې کار سره د باطني تذکیې هڅه کوله.

ګاندي ویل هرهغه څوک ،چې ټولنې ته چوپړ کوي یا د چوپړکولونیت لري نوباید، چې نهایت آساده ژوند ولري ، دعامو کسانو په څیر ځان وښيي ترڅو دخلکو اعتماد پرې وه شي. نوموړی په خپله هم دهمدې اصل سخت پابند وو ، ده به خپل کالي خپله مینځل، نورګڼ کارونه یې هم خپله کول . نوموړي ټول عمرهغه کالي اغوستل چې دهند غریب ترینه کسانو به اغوستل ، ګاندي خپلې اغوستې جامې دهغو رختونو څخه جوړولې چې خپله یې د څرخ په واسطه چمتو کولې او نورو ته یې هم لارښونه کوله چې همدا کار وکړي . نوموړي عقیده لرله ،چې دهند رخت که څه څومره هم خراب وي دانګلستان د وتلو رختونو څخه غوره دی .دګاندي دې نظریې انګلیس اشغالګروته سخت اقتصادی زیانونه واړول .

ګاندي په اونۍ کې یوه ورځ د سقوط یا چوپتیا په نامه تیره وله په دې ورځ کې به یې هیڅ نه ویل خو ،چې څه به یې پکاریدل یا به چا ورته څه ویل هغه به یې په لیکنې بڼه تر سره کول. ګاندې په ۳۷ کلنۍ کې ددریو کلونو لپاره دورځپاڼو لوستل بند کړل دهغه په وینا دنړۍ خراب حالات د نوموړي باطني ارامتیا ته زیان اړوي .

ګاندي ویل دی دهیڅ دین سره ستونزه نلري او ټول ورته محترم دي .ده به ویل بلی زه هندو ، مسلمان ،عیسوي ، بودایې او سکه یم ، نوموړي دا خبره د شته مذاهبو ترمنځ دیووالي اوستونزو کمولو لپاره کوله خو خپله دهندو مذهب پیرو وو .

د هنداوپاکستان وېش
دګاندي سره د ازادۍ په لاره کې ګڼوکسانو ملګرتیا کوله خو (جواهرلال نهرو) او (خان عبدالغفارخان پاچا خان) یې نږدي ملګری وو. نوموړي ډېره هڅه کوله ترڅو پاکستان له هند څخه جلانشي، خو محمد علی جناح ،چې دمسلم لیګ ګوند مشرا و د مسلمانانو مشري ور په غاړه وه دا خبره نه منله ، جناح ویل پکارده مسلمانان یوبیل هیواد ولري . باچا خان ،مودودي او ګڼونورو مسلمانو مشرانوهم د پاکستان د جوړیدو مخالفت کاوه ، دوی ویل په دې کارسره د هندوانو او مسلمانانو ویش نه بلکې مسلمانان ویشل کیږي، حقیقت هم همدا دی ځکه همدا اوس د هند د مسلمانانو شمیر درې – یا درې نیم سوه ملیونه او د پاکستان ټول نفوس څه باندې ۲۰۰ ملیونه اټکل کیږي. که څه هم د پاکستان په جوړیدو کې د جناح او ملګرو هڅې یادیږي خو د لوی هند ویش د انګریزطرحه وه او بلاخره د ۱۹۴۷ د اګست په څوارلسمه پاکستان او یوه ورځ وروسته په پنځلسمه دهندوستان دازادي اعلان وشو. د پاکستان د را پیدا کیدو په ترځ کې د هند څخه لکونه مسلمانان دپاکستان سمی ته اوهمدا شان دپاکستان دسیمو نه ګڼ هندوان او سکهان هند ته تلل ،چې په دی ترځ کې د هندوانو، سکهانو او مسلمانانو ترمنځ خونړۍ جګړې وه شوې او په لکونه کسان پکی ووژل شول. هغه مهال چې ګاندي د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په نښتو خبر شو نو سخت خفه او د نه خوړولو اعتصاب یې وکړ. ګاندي ویل ترهغه چی هندوان او مسلمانان په خپلو کې جګړه ونه دره وي نه به څه وه خوري او نه به څه وڅښي. ترڅو ورځو تیریدو وروسته ،چې ګاندي سخت ضعیفه شو، احوال ورته راغی ، چې جنګ دریدلی نوموړی ډېر خوشحاله او خوړل یې پیل کړل .هغه مهال ،چې پاکستان له هند څخه جلا شوو نو پاکستان دخپل هیواد لپاره ځانګړې بودیجه او امتیازات غوښتل، چې ددې کار سره هندوان په ځانګړې توګه سخت دریځه هندوان سخت مخالف وو، خو ګاندي دپاکستان لپاره د ځانګړي بودجې اعلان وکړ، چې په دې سره یې د سخت دریځو هندوانو غصه راوپاروله او یوې افراطې هندو ډلې یې دوژلوپلان جوړکړ.

د ګاندي وژنه (ترور)
د هندوستان له ازادۍ څخه یو کال وروسته د۱۹۴۸ دجنورۍ په ۳۰ مه هغه مهال چې ګاندي دعبادت لپاره روان وو یوه افراطي هندو (ناتورام ګوډسی) پرې د تومانچي درې ډزې وکړي چې له امله یې نوموړی په سینه ولګید او ځاي پر ځای ومړ.

جواهرلال نهرو دګاندي نږدي ملګری او دهندوستان دازاۍ مهم مشر دګاندي دمړینې په اړه په راډیو کې داسې اعلان وکړ: ( ملګرواودوستانو نن زموږ دژوند څخه روښاني او نور تللي، ټول ځای تیارو نیولی رښتیا وایم هیڅ نه پوهیږم ،چې څه ووایم ، او څنګه تاسووته ووایم چې زموږ رهبر او پلار نن زموږ په منځ کې نشته، معنا غواړم ووایم چې نور نو هغه موږ نشو لیدلی، موږ کلونه او ډېرعمر دهغه سره خبرې کولې خو اوس یې نه شو کولي، له دې وروسته به هغه څوک ونه وینو ،چې تل مو ترې نیکې مشورې اوریدلي اودهغه له برکته تردې ځایه رارسیدلی یو، دمهاتما ګاندی مړینه نه یوازي زما لپاره بلکې دملیونونو کسانو لپاره چې په ټول هیواد کې دي غم نه بلکې یوه لویه فاجعه ده ).

هندوستان د هغه مهال حکومت قاتل (ګوډسي) او د هغه یوه ملګری په ۱۹۴۹ کال کې اعدام کړل.

د ګاندي په اړه د ځینومشرانو نظر
ګاندي ته دنوبل جایزه ورنکړل شوه ، که څه هم نوموړي د۱۹۳۷ کال نه دهغه ترمړینی پوري هر کال دغه جایزي ته کاندیدیده خو دا جایزه یې ترلاسه نه کړه، په ۱۹۸۹ زیزدیز کال کې چې تبت مشر (دالایې لاما )ته د نوبل جایزه ورکړل شوه، هغه په خپله وینا کې وویل پکار ده، چې ګاندی له یاده وه نباسو. (البرټ انشټین) د ګاندي له مرګ وروسته وویل ((راتلونکي نسلونه با دا ونه مني چې په نړۍ کې یو وخت داسی کس هم موجود وو)) دی وایي ((زموږ په عصر کې تر ګاندي بل دروښانې لارې سیاست وال نه لیدل کیږي)).

د ګاندي په اړه په نړۍ او خپله هند کې ګڼ فلمونه جوړ شوي

په ۲۰۰۶ کال کي (لګیورهو مونابهای )

په همدی کال بل فلم (ګاندي ګرای)

په ۲۰۰۵ کال کې فلم (ګاندی نی تو نهی مارا)

په ۲۰۰۰ کال کې فلم (هی رام)

په ۱۹۹۶ کال کې فلم (سردار)

په ۱۹۸۲ کال کې فلم (ګاندي جي).

همدارازپه دې وروستیو کې هالیووډ هم د ګاندي په اړه یو فلم جوړکړی.

د هندوستان په ډهلي ښار کې د ګاندي په نامه یو ځانګړی موزیم هم شته چې دهغه دژوند ټول حالات پکې انځورشوي، همداراز دهند خلک د ګاندي د زیږدنې پرورځ چې دوهم داکتوبرده، رسیمې رخصتي کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button