د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( دوولسمه برخه )

پوښتنه : هر څوک وایی چی تا د مال او دولت ، حتی اولاد په باره کی هم خبردارئ ورکړی دی . آیا دا صحیح ده ؟ که وی ، نو هغه څه ډول خبردارئ دی ؟
ځواب : هو ، مال او اولاد ازموینه ده ، فتنه ده چی باید یو مسلمان د عبادت څخه غافل نکړی . یعنی له حده زیات یې ځانته ورکش نکړی تر څو الله ثانوي حیثیت غوره نکړی ( التغابن ۱۵ ) .
پوښتنه: موږ پوهیږو چی انسان یو ناطق مخلوق دی او خبری کوی . ستا په نظر یو مسلمان باید د بل چا سره او یا د ټولنی د نورو غړو سره څنګه خبری وکړی ؟ یعنی د خبرو طریقه یې باید څنګه وی؟ په دې هکله ستا لارښوونه غواړم.
ځواب: ډیره ښه پوښتنه ده . زه به مختصرأ داسی لارښوونه درته وکړم:
۱ ـ د مقابل طرف سره مو خبري باید آګاهانه وی، یعنی په هغه څه چی خبر نه یې مه یې پسی رااخله (الاسرأ ۳۶).
۲ ـ خبری مو باید نرمی وی، یعنی ژبه مو تېره نه وی (طه ۴۴).
۳ ـ کومی خبری چی کوئ باید پخپله هم عمل په وکړئ (الصف ۲).
۴ ـ خبره مو باید منصفانه وی، یعنی د حق خبره کوئ (الانعام ۱۵۲).
۵ ـ خبره مو باید مستنده او منطقي وی (الاحزاب ۷۰).
۶ ـ باید ساده او روانی خبری وکړئ، یعنی مغلقی او پېچلی خبری هنر نه دی (الاسرأ ۲۸).
۷ ـ کلام مو باید څرګند وی، یعنی په وضاحت او بلاغت سره یې وایاست (النسأ ۶۳).
۸ ـ خبری مو باید ښکلي وی، یعنی ښه او نیکی خبري کوئ (البقره ۸۳).
۹ ـ تر ټولو ښه کلمات او خبری باید غوره کړئ (الاسرأ ۵۳).
۱۰ ـ خبری مو باید ښه معرفت او قبولیت ولری (النسأ ۵).
۱۱ ـ یو بل (خصوصأ والدین) باید په ښو القابو سره وبولیً (الاسرأ ۲۳).
۱۲ ـ باید زیار وباسیً چی په ټولنه کی پاکی خبری باب کړئ (الحج ۲۴).
پوښتنه : ډیره مننه د دې خورا ګټورو معلوماتو څخه . زموږ ټولنه خصوصأ ځوانان همدې لارښوونی ته اشد ضرورت لری . اوس به یوه بله موضوع مطرح کړم او هغه دا چی پر کومو شیانو ایمان راوړل حتمي دی ؟
ځواب : پر هر مسلمان باندی دا حتمي او لازمي ده چی پر الله ، د هغه پر ملایکو ، د هغه پر پیغمبرانو ، د هغه پر کتابو ، او د آخرت پر ورځ ایمان راوړی (۱) .
پوښتنه : ستا په نظر د انسان د اُخروی ښېګڼی له پاره شرایط کوم دي ؟
ځواب : صرف او صرف یو شرط دی او هغه دا چی ایمان لرل او د هغه سره سم عمل کول (۲) .
پوښتنه : آیا د دې مطلب دا دی چی د ایمان څخه پرته نور اعمال د قبول وړ نه دي ؟
ځواب : هو همداسی ده ، د ایمان راوړلو څخه پرته هیڅ عمل نه صالح کېدای سی او نه هم د منلو وړ دی (۳) .
پوښتنه : نو آیا د صالح عمل څخه پرته ایمان اعتبار نه لری ؟
ځواب : هر هغه ایمان چی له امله یې د نېک او صالح عمل د کولو عزم پیدا نسی ، اعتبار نلری (۴) .
پوښتنه : آیا دا راته ویلای سې چی ایمان لږ یا ډیرېدای سی ؟
ځواب : هو کې ، د ایمان کیفیت لږیږی او ډیریږی (۵) .
پوښتنه : آیا د ځنکدن ( زکندن ) پر مهال توبه او ایمان قبلیږی ؟
ځواب : د ځنکدن څخه مخکی قبلیږی ، ځکه الله په ټول ژوند کی مهلت ورکړی وی او د توبې دروازې یې خلاصی پرې یښي وي ، خو د مرګ پر پوله توبه نه قبلیږی (۶) .

(۱) : البقره : ۱۳۶ ، ۱۷۷ ، ۲۸۵ . (۲) : البقره : ۱۲ ، ۶۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ هود : ۲۳ ؛ الکهف : ۱۰۷ ؛ العصر : ۳ . (۳) : الکهف : ۱۰۵ ، ۱۰۶ ؛ الاحزاب : ۱۹ ؛ محمد : ۹ ، ۳۲ . (۴) : العنکبوت : ۲ ؛ البقره : ۸ ، ۱۳ ؛ العصر : ۳ ؛ الروم : ۴۴ . (۵) : آل عمران : ۱۷۳ ؛ الانفال : ۲ ؛ التوبه : ۱۲۴ ؛ الاحزاب : ۲۲ ؛ المدثر : ۳۱ . (۶) : النسأ : ۱۸ ؛ یونس : ۹۰ ـ ۹۱ .
یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com، والسلام .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button