چې د بې ذاته اشنایي کا ـ اور به بل پرخپل تندي کا

چې د بې ذاته اشنایي کا ـ اور به بل پرخپل تندي کا
هو! د افغانستان په تاریخ کې په افغان ولس داسې لوږه ،تنده اوبې وسي نه وه راغلي لکه چې همدا مهال دا په سل کلن تېر پېر کې د غدارپرنګ ، قطبي خرس ، هالیووډي مکاراستکبارد بشریت ضد سترو امپراتوریورا پرزوونکی نـنګیال افغان ملت ورسره دریغا ! دریغا! مخامخ دی . د ژړا اوسووچيغو په کوکارو کې تنکي ماشومان د غمجنې مور له غیږې لکه بازاري متاع په ارزانه بیه پلورل کیږي .
آسمانه پریوزه را نړیږه ـــ په موږ قیامت دی چې په ټولو قیامت شینه
دوست او دوښمن په بده ورځ پیژندای شي . د غداراو مکار پاکستان ناولي اوکرغیړنه شيطاني منحوسه څیره لا رسوا شوه چې د طالبانو د اسلامي آمارت د واکمنیدوسره جوخت یې د سپین بولدک او تورخم لارې وتړلي . د خوراکي توکود راوړلواو د میلیونو ډالروپه بیه او ارزښت یې د موسمي بیلابیلو تازه میوود لیږد مخه ډب اوافغان سوداګریې د افلاس اونه جبیره کیدونکي تاوان سره مخامخ کړل . ورسره جوخت یې د لوی نـنګرهار اوکونړونوپه غیرتي سیمه د درنو وسلواو توغندیوپه ویشتلواو د ګوشتې په سیمه کې د اغزن تار په غزولوپیل وکړ.
د افغانستان رښتیني تاریخي دوست او ورور هیواد هندوستان په همدغه غمجنو شیبو کې د افغان ولس د ناروغانو د درملنې اوکورونایې وبا ضد په میلیونودوزه واکسین او د افغانستان د ببرسروماشومانو ،میندواو پلرونو د لوږې د مخ نیوي په انساني سپیڅلي هیله پنځوس زره ټنه خوراکي غنمو په مرسته اوليږ بیړنی لاس پوري کړ.
غدار پاکستان د پنځوس زره ټنوغنمو د هند څخه افغانستان ته د راوړلو په لاره کې رذیلانه خنډونه رامنځته او د هغه د لیږد مخه یې ډب کړه .
ایران ته د اسلامي آمارت د بهرنیوچارو وزارت چارسمبالي وزیرامیرخان متقي او ورسره طالباني پلاوي سفرله نیکه مرغه د ایراني چارواکوسره د مثبت تفاهم له لارې د پنځوس زره ټنه غنمود لیږد زمینه برابره او ډیرژر به د چابهار بندر څخه افغانستان ته راولیږدول شي . دا هغه بندر دی چې د افغاني صادراتواو وارداتود اسانتیاوو په موخه د هند د دوست اوورور هیواد له خواجوړشوی دی .
د خوشالی خبره داده چې افغاني طالباني پلاوي د خپلو غوسه ناکو مرورو وروڼوافغانانو د دویم مقاومت د سرغندوی ښاغلي احمد مسعود او د هغه پلوي اسمعیل خان سره دافغاني اواسلامي تفاهم لیدنه کتنه ترسره کړي او د هیواد غیږې ته یې د راتګ بلنه ورکړي ده . اود اسمعیل خان خوریې یې په ایران کې د افغان سفیر په توګه ګومارلی دی .
دا د الصلح خیرخبرو سبوتاژ ته به پنجابي اسټیبلیشمینت او دوزخي استخبارات نوي توطيې په کاراچوي او بیا به ځیني طالباني جاسوسانوته ووایې چې په افغانانو په ولاړه د التحیات ویل پیل اوپه دې توګه د هغواوافغان ولس ترمنځ د بې باوری په رامنځته کولو وسله والې شخ شولانګې رامنځته کړي . او خوشاله یم چې د افسانوي خوبې سواده کاغذي مارشال عبد الرشید دوستم د مارشالي دریشي مې د یوه ځوان طالب په تن اوغاړه کې ولیده چې په نره یې د مارشالی اکټونه په کې کول . خوشاله یم چې اوسنیو طالبانو د خپل امیرالموءمنین ملا محمد عمر هغه افغاني غیرت ښه په یاد دی ،کوم چې نصرالله بابر یې له خپله کوره په خورا بې شرمی وشاړه چې بیا ده ته د ډیورنډ منحوسي کرښې نوم یاد نه کړي . خوشاله یم چې طالباني شاه ځلمیانو د نـنګرهارد ګوشتې ولسوالۍ د کندهارد خسارک ولسوالۍ اود نیمروزچاربرجک په ولسوالۍ کې اغزن تار دړوړې او پاکستاني ملیشوپه دالو لړلي خولې یې په افغاني پښتني ورسمې کړي .
خوپه افغاني احساس درته قرآن مجید په لاسونو کې شفیع نیسم چې له متکبرتحجرڅخه راووځې . د افغاني نجونود لوړو زده کړو د خویندو میندو د کاراوبارمخه مه نیسی . د حضرت محمد ص لومړنی مبارکه زوجه د قریشو مشهوره تاجره وه . زموږ لوی پیغمبرورسره سوداګر نوکر و . دی مبارک چې لا د پیغمبری وحي پرې نازله نه وه په ۲۵ کنی کې د ۴۰کلني بي بي حدیجي سره واده کړ، درې زامن قاسم ، عبدالله ، ابراهیم درې لورګانې فاطمه ، رقیه ، ام الکلثوم اوزینب یې ترې پیداشوي . د وحي په نازلیدو لومړنی بي بي حدیجه وه چې ایمان یې پرې راووړ. اوپه بشریت کې لومړنی ام المسلمین لقب وګټه . حضرت محمد ص د هغې د وفات په ورځ له خپل قمیصه کفن جوړاوپه خپلو لاسونو یې خاوروته وسپارله ، د سودا وروسته یې د ابوبکرصدیق له لور بي بي عایشې سره واده وکړ. چې ځوانه پیغله وه خو په عربي ادبیاتو، شعر اونسب پیژندنه اوټولنیزو ارزښتونوپه چارو کې یې بې ساري پوهه درلوده . دا د تعلیم اوتربیې برکت وچې بي بي عایشه د ام المومنین لقب خپل کړ. د تعلیم اوزده کړې په برکت یې د ابوبکرصدیق اوحضرت عمرد خلافت په ټاکلو کې کارنده اورغنده لاس درلوده .
د تعلیم تربیي څښتنه مور د ټولني اوبشریت د پرمختګ ، نیکمرغۍ او سوکالۍ ځلانده څراغ او ټاکونکی لامل دی . هرهغه څوک چې افغانه مور، خور او ورور ځوروي د هغو د لوړتعلیم اوتر بیې مخه نيسي په دواړو دارېنو کې ذلیل او زبون غواړم . آمین یارب العالمین .
۱۱/۱/۲۰۲۲

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button