چی مخامخ می در کتلی راغلی

چی می انځور دی ښکلولی راغلی
چی می پری اوښکی تویولی راغلی          

بیلتون  دی  ډیر  یم سوځولی  آشنا
درپسی   ډیر  یم    کړید لی   آشنا
ستا  خاطری  می  یاد ولی  راغلی
چی می  انځور دی ښکلولی راغلی

چی  در ته  وګورم  شرمیږم   آشنا
چی له  تا لیری  شم   ځوریږم آشنا
چی می  ګلی   له  تا  کولی  راغلی
چی می انځور دی  ښکلولی  راغلی

ښه دی چی پوه می شوی په مینه آشنا
اور دی  بل کړی  می  په  وینه  آشنا
چی  مخا مخ  می  در  کتلی   راغلی
چی  می  انځور  دی ښکلولی راغلی

نه لرم بی  له  «مل»  کوم  بله آشنا 
«مل»  می  په  مینه  تل  منلی آشنا
ما «مل»  هر چیری  لټولی  راغلی
چی می انځور دی ښکلولی  راغلی

پوهندوی دوکتور سیدحسام «مل»

کابل ۱۱-۳-۹۴
 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button