جګړې ټول ارزښتونه مات کړل

جګړې ټول ارزښتونه مات کړل

سیدعبدالله پاچا

که د اسلام په تاریخ کې او بیا له هغې وروسته د افغانانو په تاریخ کې وګورو، یا هیڅ داسې نه دي شوي چې جګړه کې دې په تور سرې لاس پورته شي او یا به ډير کم موارد شوي وي، هغه هم په غلطۍ کې.

خو طالبانو د جګړې ارزښتونه دومره مات کړل چې حتی په ښځو یې بریدونه وکړل او بیا یې له شا پرې د جاسوسې او فاحشې ټاپې ووهلې.

تاسو به لیدلي وي چې هر ځل په کومې ښځینه فعالې او یا د دولت کارمندې باندې برید شوی، یا کومه پيښه کې شهیده شوې، د طالبانو پلویانو په بدو نومونو یاده کړې او مرګ یې ته ورته توجیه پیدا کړې.

تاسو د ملاله میوند ترور ولید چې طالب پلویانو او غیر رسمې پاڼو پرې څومره ویاړ کړی و او څومره دلایل یې د هغې مرګ ته پيدا کړي و.

همداسې څو میاشتې وروسته یو ځل بیا طالبانو داسې سپک عمل وکړ، په جلال اباد کې یې د انعکاس ټلویزیون پر درې نورو ښځینه کارمندانو برید وکړ چې ټولې یې شهیدانې کړلې.

طالب به له ډير مجبوریت د دې بریدونو مسوولیت نه اخلي، خو له دې مسوولیت تيښته هم نه شي کولی، ځکه په تیرو کلونو کې طالبانو هر ځل رسنیو او کارمندانو ته خبرداري ورکړي و.

دا به له امریکا څخه د طالبانو مجبوریت وي چې د دې ډول بریدونو مسوولیت نه اخلي، کنه نور خو دا ډله په دې برخه کې پوره فعاله ده او په ډير ویاړ سره د دې بریدونو مسوولیت یې په تیرو کلونو کې اخیستی دی.

پر ښځینه باندې هیڅ دین، مذهب، انسانیت او ټولنه کې برید نشته، حتی د جګړې په لومړي کرښه کې ښځې خوندي وي، خو طالب د جګړې تر ټولو پست حالت ته رسیدلی او هر هغه کار کوي چې د خلکو شور پرې جوړیږي.

طالب له یوې خوا د بریدونو مسوولیت نه اخلي او له بلې خوا په ډير ویاړ سره وایي چې افغانستان کې بله هیڅ ترهګره ډله نشته او یواځې دوی دي چې جګړه کوي او د خلکو وینه توی کوی.

طالبان چې د سولې په خبرو کې ځان تاواني بولي، هڅه کوي چې د تاوتریخوالي او سخت دریځۍ له ادرس څخه ځان واک ته ورسوي، خو وروستیو کې امریکا، ناټو او ګاونډیو هېوادونو وریاده کړې چې دې ډلې سره هیڅ هېواد هیڅ ډول حکومت نه مني او که غواړي چې سیاسي تفاهم وشي، باید د سولې خبرې بریالۍ کړي.

د دې پر ځای چې خلک دې ډول قضیو کې حکومت ملامت کړي، ښه به دا وي چې طالبان رد کړي چې اوربند نه کوي او هر ډول تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی.

طالب حتا کله چې د عملیاتو پر مهال پټیږي او یا تښتي، د ښځو جامې اغوندې، طالب هیڅ ارزښت، هیڅ اصولو، قوانینو او دین ته ژمن نه دی، یواځې هغه کار کوي چې دوی ته پکې شخصي ګټه وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button