د جوارو حېرانوونکې روغتيايي ګټې

د جوارو حېرانوونکې روغتيايي ګټې
افسانه
په افغانۍ ټولنه کې جوار په دسترخوان د جواري يا سکړک په شکل، د ځوانانو په بنډار کې په بټۍ، دوۍ، ډاډۍ او نورو نومونو، چې د اور په لمبو او سکرو به وږي پاخه کړل شول، خوړل کېدل. خو په افغانستان کې تر ژړو جوارو سپين جوار زيات په هر اړخيز خوراک کې استعمالېدل يوناني روغتياپوهانو له سپينو جوارو د زړه په مرض د اخته کسانو او هم هغه چا ته چې د وينې فشار به یې درلود، په درملنه کې ګټه اخیسته، چې وروسته د سترګو د نظر په ځای ساتلو کې هم ګټور ثابت شول.

جوار نه یوازې دا چې د انسان عمومي روغتیا ته ګټور دي، د دې تر څنګ، دا د وزن له کموالي سره هم مرسته کوي. پر دې سربېره، جوار هډوکي کلکوي او پوستکي ته ځانګړې ښکلا هم ورکوي. څېړنو ثابته کړې چې په جوارو کې شته مواد د پوستکي د ښکلا او صافوالي لامل کېږي.

د جوارو د وږي خوراک د وينې د کلسټرولو په کنټرول کې مهم رول لري. که په اوونۍ کې يو ځل د جوارو وږى، ژيړ وي او که سپین، وخوړل شي، هغه انسان د وينې له کلسټروله ژغورل کېداى شي.

په سپينو جوارو کې تر ژړو جوارو غزايي اعتبار هم زيات دی. سپين جوار تر ژړو جوارو ډېر (ويټامين اې) لري. همدا ډول یې غوړي هم تر ژړو جوارو زيات ګټور دي. د جوارو غوړي د وينې د غوړوالي او شپږ ډوله نورو مرضونو لپاره ګټور دي.

وناني روغتياپوهانو له سپينو جوارو د زړه په مرض د اخته کسانو او هم هغه چا ته چې د وينې فشار به یې درلود، په درملنه کې ګټه اخیسته، چې وروسته د سترګو د نظر په ځای ساتلو کې هم ګټور ثابت شول.

د جوارو د وږي خوراک د وينې د کلسټرولو په کنټرول کې مهم رول لري. که په اوونۍ کې يو ځل د جوارو وږى، ژړ وي او که سپین، وخوړل شي، هغه انسان د وينې له کلسټروله ژغورل کېداى شي. د جوارو په خوراک سره نه يوازې دا چې د وينې کلسټرول کنټرول کيږي بلکې د جوارو د تېلو په استعمال سره جسم غښتلى کيږي او د زيات وزن مخه نيسي.

د جوارو اوړه د کيک او کلچو علاوه په ١١ ډوله خوراکونو کې استعماليږي، چې د انسان بدن ته ترې ډيرې ګټې رسيږي.

د جوارو اوړه:

د جوارو په اوړو کې شته منرالونه او امینو اسیدونه پوستکی تازه او نرم ساتي. په دې اوړو کې د اي ویټامین هم شته، چې ورسره د مخ سره خاپونه ختمیږي. پر دې سربېره، جورا نورې ګټې هم لري، مانا دا چې په ټوله کې د روغتیا لپاره ګټور دي.

جوار که په هره بڼه وخوړل شي، بیا هم خپل غذایي او روغتیایي ارزښت ساتي. په نوره نړۍ کې د تازه جوارو دانې په سلاد او یا هم په ټوله کې د غذایي رژیم یوه برخه بلل کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button