لنډه کيسه:انځورګره

انځورګره

د رخصتۍ زنګ داسې کړنګېدۀ ته وا د جګړې ډګر ته اتلان را دانګي له هرې خوا ماشومانه شور انقلابي سُر او تال جوړاوۀ، د ښوونځي ورۀ ته نږدې پر چمن کوچنی لاسي بيک چې ترې څو پاڼې د انځورګرۍ ښکلا پاشله ښکاره کېدۀ جرأت مې و نه کړ ترې تېر شوم.

غرمه مهال چې زموږ ټايم خلاص او د کوچنيو پرښتو يعنې افغاني انجونو ټايم شروع کېدۀ نوکريوال وم، د ښوونځي درې پوړيزه ودانۍ د زده کوونکو درسي خونې وې ،چې زما تر مخ يې د پوهې جنډه رپوله ،ښی لاس ته مې دوه پوړېزه ودانۍ، چې د ښوونځي آمر په کې و، له لرې څارلم شېبه نه وه تېره د ښوونځي په انګړ کې چوپه چوپتيا شوه هيڅ هم نه اورېدل کېدۀ يوازې درې انجونې د آمر د خونې تر اورسۍ لاندې تر يو زوړ مېز چاپېر او په خبرو بوختې وې .

ما هم د فلسفې کتاب را واخيست د ایډیالیزم بحث په زړه پورې و د يونان له جزېرې د افلاتون او ارسطو د خولې خبرې زمزمه کېدې، د زړه نا ارامتيا مې لکه د شوخ ماشوم په څېر د تم کېدو نه وه لومړی مې اودس او لمونځ ته اندېښنه وه او بيا د هغو انجونو کږې وږې کرښو ته، چې له مينې ډکې ښکاره کېدې د لمونځ تر کولو ورسته هغوی ته نږدې شوم پر دېوال يې يوه سرلوڅې ښايسته نجلۍ چې نيم مخ يې ښکاره او په لاسونو کې يې ډېر کتابونه نيولي و انځور شوی و.

روژه وه زما په لېدويې حيا له رخسارونو بهېده ځکه دا دوې انجونې سږکال زموږ ښوونځي ته راغلې وې.

ددوی هنر ته مې د لفظونو توري لټول اما د فکر وحشي آس مې د دوی د پنسل په څوکه کې نښتی و ښکلا يې د معيار له قالبونو اوښته او له کوتو يې هنر مندانه کرښې څڅېدې په دې شېبه کې دښوونځي آمر د اورسۍ نه سر رابهر کړ د يوې انجلۍ نوم يې واخيست چې زه يې نوم ته متوجه نه شوم په خندا يې وويل زه خبر نه وم، ته هم انځورګره يې؟ پر څوکۍ له جسامته کوچنۍ پښتنه د خپلې خورلوڼې په دفاع کې وويل موږ پښتنې نه غواړو، خپل هنر چاته ښکاره کړو، ځکه ډېر محدود يو دوی په خبرو و چې د پښتني ماحول يو بل انځور يې زما ذهن ته ډالۍ کړ ،ستر حمزه مې د زړه په تل را ورېدۀ.

پلو دې له مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره

زمرۍ غوندې به ګورې شرمېدل به په کې نه وي
#سرفرازباران

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button