په افغانستان کې له ماتې وروسته څو درسونه

لیکوال: سټیف کول

ژباړن: صبغت الله عارفي

په افغانستان او عراق کې د امریکا له شل کلنې جګړې وروسته ویلای شو چې دغو اوږدمهاله جنګونو د امریکا ګټو او موقف ته لوی زیان اړولی.

د ۲۰۰۱م کال په لومړیو کې د افغانستان په لوېدیځو ولایاتو کې د ناروغیو په اړه یوه سروی ترسره شوه؛ دې سروی (څیړنې) څرګنده کړې وه چې د خوارځواکۍ ترڅنګ محرقه (ټایفایډ) او په احتمالي توګه کولورا ناروغۍ د خپریدلو په حال کې دي چې د دریو کلونو وچکالۍ او د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ له کبله یې بحران نور هم زیات کړی.

د همدې کال د می په میاشت کې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، روډ لوبرز، هیواد ته سفر وکړ او د بشري ناورین د رامنځته کیدو خبرداری یې ورکړ.

یوه میاشت وروسته اسامه بن لادن د سپټمبر د یوولسمې حملې ته لاس واچاوه او د ځوابي برید په ترڅ کې امریکایي جنګي الوتکو د هیواد په مختلفو برخو باندې کابو اتلس زره بمونه وغورځول. د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې د طالبانو رژیم نسکور شو. افغانستان له یو لوی بشري ناورین سره مخ و، له همدې امله د ملګرو ملتونو د یوې څیړنې له مخې په دې هیواد کې د عمر اوسط تر درې څلوېښت کلونو پورې اټکل شوی و.

ظاهراٌ داسې بریښیده چې د افغانستان د خراب شوي حالت نورمالول به د د سپټمبر د یوولسمې حملې د غبرګون یوه برخه وي. په حقیقت کې، د بیارغونې او د بشردوستانه مرستو د پیل فکر د ولسمشر جورج بوش د “تروریزم په وړاندې نړیواله جګړه “کې نه لیدل کیده. د هغه ادارې ددې پر ځای خپله توجه پر عراق یرغل ته واړوله خو کله چې په ۲۰۰۶ کال کې د طالبانو دویم ځلي مقاومت یقیني او په پراخه کچه مشهور شو،متحده ایالاتو د افغان حکومت د بنسټونو د پیاوړي کولو او د تریاکو د تجارت د مخنیوي لپاره خپلې مرستې دوه چنده کړې.

پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د افغانستان په نظامي او ملکي برخو کې لویه پانګونه کړې، خو بیا هم د لویدیځ د مرستو زیاتوالي په کور دننه فساد لا پسې پراخ کړی او په نړیواله سطحه د کابل د حکومت اعتبار یې ډیر کمزوری کړی وو. هغه مهال چې جوبایډن واک ته ورسید، داسې مالومیده چې ممکن د افغانستان د ځان بسیاینۍ پروسه به ډیر کلونه ونیسي.

بایډن تیره میاشت ABC نیوز ته وویل چې په افغانستان کې ملت جوړونې هیڅکله د هغه لپاره مانا نه درلوده او څرګنده یې کړه چې ولې یې د اپریل په میاشت کې له دې هیواد څخه د ټولو امریکایي سرتیرو د وتلو اعلان وکړ. د نوموړي پریکړه د دې لامل شوه چې طالبانو د افغانستان ښارونه په مکمله توګه ونیول او د طالبانو سپین بیرغ له شلو کلونو وروسته یو ځل بیا په کابل کې ورپید.

لکه څرنګه چې امریکایانو تیره اونۍ د سپټمبر د یولسمې پیښې د شلمې کلیزې لمانځلو لپاره چمتووالی نیوه، بایډن په یوه ټلویزیوني وینا کې د امریکا د داخلي امنیت د راتلونکي په اړه د خپلو انتخابونو د وړاندې کولو هڅه وکړ او زیاته یې کړه چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د هغه پریکړه یوازې افغانستان پورې اړه نلري بلکي دا د نورو هیوادونو د بیا جوړولو لپاره د لویو او اوږد مهاله نظامي عملیاتو د دورې پای ته رسیدل ول.

باید وویل شي چې په افغانستان او عراق کې د تروریزم پر ضد د امریکا جګړې د امریکا د ګټو او موقف لپاره زیانمنې وې؛ ددغې جګړې له امله جهادیان نور هم سخت دریځه شول، نږدې ۷۰۰۰ امریکایی پوځیان او لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ عراقی او افغان ملکیان یې د خپلو اهدافو لپاره قرباني کړل.

په هرصورت، د بایډن له هغې پریکړې چې له افغانستان څخه یې د شاوخوا ۲۵۰۰۰ امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړه کړې وه، داسې ښکاري چې په افغانستان کې دولت جوړونې سره د نوموړي د کرکې سربیره، د طالبانو سره د هغې معاملې تر اغیزې لاندې راغلی وو چې د پخواني ولسمشرډونالډ ټرمپ د واکمنې پر مهال شوې وه؛ د نوموړې معاملې په ترڅ کې د ټرمپ حکومت طالبانو ته ژمنه ورکړې وه چې د روان کال په مې میاشت کې به امریکا د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه اوباسي او دغه اوږد ماموریت ته به د پای ټکی ږدي.

لکه څنګه چې بایډن ارزونه وکړه، که هغه خپل ځواکونه لکه څنګه چې ټرمپ يې له دې هیواده د ویستلو ژمنه کړې وه نه وای ویستلي، نو هغه مجبور وو چې د طالبانو په وړاندې خپله جګړه ګړندۍ کړي او په دې هیواد کې په یوې نوي ماموریت باندې له سره پانګونه وکړي کوم چې هغه ته د منلو وړ نه وو، ممکن دلیل یې دا وو چې په دغه پریکړه کې د امریکا هیڅ ګټې خوندي نه وې. آن کله چې یې د وتلو امر صادر کړ، هغه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د کابل حکومت سره د ملیاردونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د بایډن اعلامیې جګړه متوازنه او یو اړخیزه کړه. ددې هیواد امنیتي ځواکونو خپله روحیه له لاسه ورکړه او د ماتې خوړلو بوې يې حس کړ له همدې کبله ډیری یې تسلیم شول او د طالبانو لیکو ته واوختل. غني د اګست په ۱۵مه کابل پریښود؛ په داسې حال کې چې د بایډن حکومت په ښکاره توګه چمتو نه وو چې طالبان دې کابل ونیسي او خپل حکومت دې اعلان کړي.

د کابل د سقوط په لومړیو ورځو له پلازمینې کابل څخه د یوې C-17 ډولې الوتکې د څرخونو د چپه کیدلو وروسته د څو افغانانو د غورځیدلو پیښه په دې هیواد کې د امریکایانو د ماتې څرګنده مثال وو. دا پیښه د هغې پیښه په برابر څو چنده ویرونکی وه چې د ویتنام په سایګون کې د امریکا د سفارت له چت څخه ۱۹۷۵م کال کې د یوې پوځي الوتکې په واسطه امریکایانو غوښتل خپل وګړي د یوې لویې تاریخي ماتې وروسته خپل هیواد ته انتقال کړي په داسې حال کې چې دوی خپل ویتنامي همکاران پریښودل.

په همدې ډول، د اګست په ۲۶مه، د خطر سره د مخ افغانانو د تخلیې د پروسې په وروستیو ورځو کې یو ځانمرګي بریدګر په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د دروازې په مخه کې ځان والوزاوه چې له امله یې دیارلس امریکايي پوځیان او لږ تر لږه ۹۰ افغانان یې ووژل.

د ۲۰۲۱م کال د اګسټ د میاشتې تر۳۰مې نیټې پورې تر سلو زرو ډېر کسان خوندي ځایونو ته ولېږدول شول خو د امریکا ددولت د اعلان له مخې شاوخوا دوه سوه امریکايي اتباع چې غوښتل یې ددې هیواد څخه ووځي د ناسم ماموریت له امله پاتې شول.

د کډوالو د مدافعو وکیلانو په وینا، په لسګونه زره هغه افغانان چې امریکا ته د ځانګړو ویزو لپاره مستحق ول، د تخلیې د پروسې څخه پاتې شول چې پکې خبریالان، مدني فعالان، قاضیان او ژباړونکي هم شامل ول. په زرګونو نور پخواني چارواکي او پوځي افسران د طالبانو د غچ اخیستنې له امله زیانمن شوي دي.

د غني د حکومت ړنګیدا یو پرمختللی، مترقي، په تعلیم او پوهۍ سمبال نسل او ښاري افغانان یتیم کړل چې د دوو لسیزو په لړ کې تر یوه حده رسیدلي ول. ځینې ​​هغه کسان چې په سختۍ سره یې وکولای شول له هیواده د تخليې د پروسې په ترڅ کې ووځي، ډیر کم وخت يې درلود چې له دغه ډراماتیک بدلون سره ځان عیار کړي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریاله فاطمه فیضي په جلاوطنۍ کې یو ټویټ کړی وو چې پکې کښي: “ما له خپلې کورنۍ او ټولنې سره مبارزه وکړه ترڅو هغه مقام ته ورسیږم چې یوه میاشت مخکې مې درلود. اوس زه داسې احساس کوم کټ مټ لکه د یوې غونډۍ څخه چې ښکته لویدلې یم، ټول هډوکي مې مات شوي وي خو دومره انرژي نه لرم چې ووایم چې په درد کې یم. “

د تېرې اونۍ تر پایه د افغانستان ټول هوايي ډګرونه د سوداګریزو الوتنو پر مخ تړلي ول او آن ګاونډیو هیوادونو خپلې پولې وتړلې له همدې امله د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو اوسني عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي وویل “تر هغه چې د نړۍ پام د افغانستان په لورې ورګرځي او د کډوالۍ په اړه هیوادونه نوې طرحې جوړوي، ډیری زیانمنونکي او مستحق افغانان به په دې هیواد کې د مرګ د خطر سره پاتې شي.”

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي رییس ډیویډ بیسلي خبرداری ورکړ چې افغانان موږ ته په داسې حساس وخت کې اړتیا لري ځکه د وچکالۍ،اقتصادي ناورین او کوویډ له امله میلیونونه افغانان له فقر، بیچاره ګۍ، او لوږې سره مخ دي.

د سپټمبر په یوولسمه، امریکایانو وموندله چې د دوی داخلي امنیت د هغو افغانانو لخوا چې په یوه لیرې، ویجاړ شوي هیواد چې د طالبانو لخوا اداره کیږي او د القاده د شبکې سرلاري (اسامه بن لادن) ته یې ځای ورکړی، متاًثرشوی دی.

دوی ته داهم په ډاګه شوه چې القاعده اوس هم هلته شتون لري پداسې حال کې چې استخباراتي ادارو منلې وه چې دغې ډلې لدې وروسته پر متحده ایالاتو د برید کولو وړتیا نه لرله.

د طالبانو واک ته د بیرته راستنیدلو وروسته د اسلامي دولت د یوې څانګې بیا فعالیدل کیدای شي د سیمې امنیت یو ځل بیا وګواښي؛ له همدې کبله فوزیه کوفي، د ښځو د حقونو یوه فعاله چې تېره اوونۍ د طالبانو له یوه بریده ژوندۍ ژغورل شوې وه، بي بي سي سره یې په یوه مرکه کې داسې وویل: “که نړۍ فکر کوي چې دوی اوس محفوظ دي او د افغانستان څخه ورته نور هیڅ خطرندی مواجه، په ما باور وکړئ! ژر یا وروسته به د تروریزم نوې څپې ستاسو تر سرحدونو در ورسیږي”

له بده مرغه، که امریکا په افغانستان کې له خپلې ماتي وروسته کوم درس اخیستی وي، ممکن دا به وي چې دوی باید په ډېرو غریبو او وروسته پاتو هېوادونو کې په جنګونو او ناوړه لوبو باندې لویې پانګونې ونکړي. له اقلیمې بحرانه نیولې تر وبا (کوویډ) پورې دا څرګندیږي چې موږ د خپل ټولیز امنیت لپاره له نويو سرحدي ګواښونو سره مخ یو.

د دواړو اخلاقي او عملي دلایلو له مخې، د دې لپاره چې امریکا ښکیلو هیوادونو ته د پام وړ بشري مرستې چمتو کړي او حتی د دوی د امنیت د ټینګولو لپاره د ملاتړي په توګه رول ولوبوي، دوې له یو لړ پیچلو پالیسیو څخه کار اخلي چې ډیری وختونه ددوې بهرنی سیاست د پوښتنې لاندې راولي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button