اوبه

لیکوال: نیاز محمد فیضي

اوبه د الله ج له سترو نعمتونو څخه دي، د هر ژوندي موجود ژوند په اوبو ولاړ دی، که ووایو اوبه ژوند دی بهتره به وي، ځکه د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو، حشراتو… لپاره خوراکي توکي هم اوبه برابروي، نو ځکه وایو، چې اوبه د ژوند سرچېنه ده، که چېرې اوبه نه وي ژوند نشته.

زموږ هېواد د ډېرو نورو هېوادو په پرتله ډېرې خوږي او د څښلو اوبه لري، چې دا پر موږ د خدای ج لویه لوروینه ده، نو موږ هم باید شکر ادا کړو او په مصرف کې بې پروايي و نه کړو.

دا چې زموږ زیاتره خوږې اوبه د غرو له چېنو، د ځمکې لاندې او اورښتونو څخه منځته راځي، نو د دغو اوبه په ساتنه کې د خلک او دولت ونډه ډېره اړینه ده، د خلکو مسولیت دا دی چې اوبه بې ځایه مصرف نه کړي، د مصرف لازمې سپارښتنې په پام کې ونیسي او له دولت سره د اوبو په مدیریت کې مرسته وکړي، د دولت مسولیت د اوبو زېرمه کولو لپاره ګټورې پروژې پلې کول، عامه پوهاوی، د ژورو څاه ګانو مخنېوی، د بارني اوبو تم کول، د اوبو مصرف تګلارې جوړول او عملي کول دی.

متاسفانه، په اوسني وخت کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د لمریزو تختو (سولر) په وسیله، له ژورو څاګانو څخه اوبه راېستل کېږي او دا لړۍ په ډېره چټکۍ سره روانه ده، له دې چارې سره اوبه ورځ تر بلې کمېږي، د اوبو هغه زېرمې، چې د ځمکې لاندې دي، وچېږي او بېرته د ډکولو لپاره دومره اورښتونه نه کېږي، چې هغه زېرمې ډکې کړي، تاسې به لېدلي وي، چې په کلیو او ښارونو هغه کاریزونه او څاه ګانې چې پخوا کېندل شوې دي، اوبه یې کمې او یا وچې شوې دي، علت یې زیات مصرف او کم اورښت دی، نو دولت ته پکار دی، چې په غیرمنظم ډول د اوبو راېستلو مخنیوی وکړي، د اقلیمي بدلون لپاره د پالیسیو په جوړولو او پلې کولو کې خپل مسولیت ادا کړي، خلکو ته هم پکار دی، چې د اوبو بې ځایه مصرف څخه ډډه وکړي او د پالیسیو په تطبیق کې مرسته وکړي او ټول د راتلونکي په اړه فکر وکړي، څو د خوږو اوبو له کمښت سره مخ نه شو.
له مودو نه د سیندونو خوا کې اوسوو
خو زموږ فصلونه اوس هم په باران دي

په درنښت

نور ښکاره کړئ
Back to top button