دنړۍ مسلمانانو! دافغان مسلمانانو ناورین او دزړونو کړیکي واوری !

دنړۍ مسلمانانو! ایا اسلام یواځې په افغانستان کې په خطر کې دی؟
ایا افغانان دلوی خدای ( ج) مخلوق نه دی؟
ایا افغانان دځمکې پرمخ کهتر المخلوقات دي اوکه اشرف المخلوقات یې هم بللی شو؟
ایا افغانان دژوند کولو حق لري اوکه یواځې مرګ او وژنې ته پیدا دي؟
ایا افغانان انسانان بللی شې اودانساني کرامت خاوندان دي او کنه ؟
او دافغانانو په اړه په سلګونو،سلګونوایا پوښتنې وړاندې کیدای شي.
تیر کال په کندز کې د بې پولو ډاکترانو په روغتون د هوا له لارې جنګي آلوتکو غټ،غټ بمونه ګوزاراو په پایله کې ډاکتران،ناروغان،طبي پرسونل اوملکي کارکوونکي ډله ییز شهیدان او روغتون لوټي،لوټي شو.
همدا وړمه ورځ دهلمند دګرشک په ولسوالۍ کې دافغان وسله وال پوځ وطنپال اوجسور افسران او سرتیري دهوایې بمبار په پایله کې پخپلو وینو کې ورغړیدل ۱۶ تنه شهیدان او نور سخت ټپیان شول.
دلسګونواوسلګونو ورته ناتارونوڅخه مې پورتنۍ دوه بیلګې یادې کړي اوداخونړۍ پیښې د دوستانو په جامه کې ترسره شوي.
همدا راز دوه ورځې مخکې دهلمند ولایت دګرشک په ولسوالۍ طالبانو داسلام په جامه کې دوه ځان وژونکي بریدونه ترسره او ډیرۍ دافغانستان دخاورې او ملي نوامیسو ساتونکي افسران اوسرتیري شهیدان او ټپیان شول.
یو ځان وژونکی د طالبانو دامیرمولوي هیبت الله اخند زوی عبدالرحمن خالد وچې ګني په ۹کلنۍ دقرآن مجید حافظ او وروسته یې دیني زده کړې وکړې.
دهغه انتحاري ځان وژنه ذبیح الله مجاهد اودکوټې شورا تایید کړي ده .دغه دجنت دحورو اوغلمانوغوښتونکي څوک شهیدان اوټپیان کړل خپل دلوی کندهار ګلالي ځوانان اودافغانستان اصیل وطنپال بچیان .
داغمیزه به دافغانستان دزوریدلي ولس کوم درد دوا کړي .
دا هیبت الله نه بلکې مصېبت الله دی چې درې میاشتی دمخه یې دخپل زوی سره لیدلي او دافغان مسلماناو دشهادت لپاره په واسکټي چاودنه خپل زوی واسکټ،واسکټ کړ.
ایا دافغا ن مسلمان پرته کوم بل بهرنی بي دینه په کې وژل شوی ؟نه هیڅکله نه.
ایا دمسلمان وژنه جهاد دی؟
همدا نـن دغور ولایت دتیور په ولسوالۍ کې دطالبانو دبرید په پایله کې زړه بوږنوونکی ناتار رامنځته شوی دی .د دغه ولسوالي دروغتیایې کلینک ټول ټپي ناروغان ډله ییزوژل شوي د ډاکترانو اوطبي پرسونل سرونه په وحشت او بې ساري ظلم پرې شوي دي.
ایا دا اسلامي او انساني عمل دی؟ دغره ځناور اووحشیان به هم داسې شنیع او زړه ټپې کوونکی عمل تر سره نه کړي.ولې اودڅه دپاره؟
دنړۍ مسلمانانواو ګرده نړیوالو!
افغانان هم د دوست په جامه او هم داسلام په جامه هره ورځ قتل عام کیږي اوداخونړۍ لوبه دافغانستان په ګوټ،ګوټ کې روانه او په دې وطن کې یوازې هدیرې پراختیا مومي اوبس.
دادی نـن بیا دافغان د مسلمان ولس دقتلونو،ویرونو،انتحاري واسکټونو،ځان وژونکوبمونواوچاودنو ویاند اودمسلمانانو ذبح کوونکي ذ بیح الله مجاهد که ذبح الله مجاهل دکابل په لویدیځ کې د۲۴ تنو دکانو اوصنایعو دوزارت مسلکي انجینران ،کارکوونکي اوملکي بې ګناه خلکو دشهادت ،وینوبهولواو۴۶ کسانو دټپیي کیدومسوولیت منلی اودافغانانو دوینو په بهولواو دزنبق دڅلور لاري د خونړي ناتار د یاد په تازه کولو یې دکابل ښاریان دویر اوغم په ټغر کینول دا وحشي عمل داسلام دسپین بیرغ په نامه ترسره شوی او بیا د دې سره جوخت بهرنیو ځواکونود بې پیلوټه الوتکې په بمونو دلوی نـنګرهار دهسکې مېنې په ولسوالۍ کې د داعشیانودمرګ ژوبلي په څنګ کې یو ولسي کور په نښه کړی دماشومانو،ښځواونارینه ووپه ګډون ملکي کسان شهیدان شوي او ټپیان د نـنګرهار روغتون ته لیږدول شوي دي.
دا دوه پیښې هم طالبانو داسلام په نامه اوبهرنیانو د دوست په جامه کې ترسره کړې او دهغه په شرغوبل کې افغان ولس په تیره بیا پښتانه د ډله ییزي یا جنوساید وژنواو شیطاني نقشو سره مخ دي اودالوبه تور پنجاب اوایراني اخندانوپه ټول افغانستان اودهیواد په لویدیځ اوختیځ کې ګرمه او خونړی ساتلي ده.
کله چې شیطانستان دامریکا له خوا دفشاراوګواښ لاندې ځان احساس کړي نو دوی بیا په افغانستان کې جنګ جګړو،موټربم چاودنواو ځان وژونکو حملوته زور ورکړي او دسپیني ماڼۍ فرعونان په تشو لا پو شاپو دافغانانو په سترګوکې خاورې اچوي او په رښتیني توګه یې دپاکستان په دنـنه کې دتروریستانو،ترهګرو اونورو لیونیو سپیو دروزنې اوساتنې مرکزونه نه دي په نښه کړي اودزړواوعمر خوړونکو سناتورانوپه ناکامو دپلوماتیکوغورزو پرزو دافغان وژونکي جګړې بیلا،بیل بعدونه لا خونړي کوي.ایاتراوسه دلښکر طاییبه،لښکر جنګوي،لښکر جیش محمدي اونورو پاکستاني ترهګرو پرضد د نړۍ ستر ابرځواک ګریت پاور امریکا چې له افغانستان سره د دوستی په نوم ستراتیژیک تړون لري کوم کوټلی ګام پورته کړی دی.یواځې دپنتاګون دنوي ستراتیژیک پلان دګردي میزونو تر شا تشې خبري دي او دتیرو کلونو په پرتله په ټول هیواد کې دافغانستان په عام ولس محشر روان اوهره ورځ ایران،پاکستان دروسانوپه څرګند ملاتړډیری ولسوالۍ سقوط کوي اودوسله وال پوځ سرتیري ، ملي پولیس او ملکي کسان په بې رحمۍ وژل کیږي.
دنړۍ مسلمانانو! اسلام خو مسلمانان ټول سره وروڼه بولي خو همدغه داسلام سپیڅلی دین په افغانستان کې د مسلمانانو دوژلو،تباه کولواو ورانولوپه خونړي خنجر اوښتی طالبان او داعشیان لکه قصابان داسلام په چاړه دافغان مسلمان ولس ستوني اوسرونه پري کوي اوان دخدای ج په کور جومات کې په سجده پراته مسلمنانوشهادت روا اوجهاد بولي.
دافغانستان چارواکواودهغه په سر کې ولس مشرغني باید افغانستان روانې غمیزي ته دملګروملتونو دامنیت شورا سربیره د نړۍ داسلامي هیوادونونړیوال کنفرانس اواجماع ته بیړنۍ اقدام او هڅه وکړي اودکورنیو بلوا اوشر جوړونکوبلواکونواود پردیو مزدورانودشر ،فساد رامنځته کوونکو دمخ نیوي په موخه یو موقت بیړنی حالت اعلان او په هیواد کې دروان بحران دله منځه وړو او ټیکاوپه موخه کوټلي اوغوڅ ګامونه پورته شي اوکنه د دولت داسوری،سوری بیړۍ خدای مه کړه غرقه نه شي.
اودیوه افغان یتیم ماشوم سوي کړیکه تکراروم چې وایې:
جنګ دی ورک شي موږ سوله غواړو
اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button