انسان او د ژوند ګواښونه

انسان له خپل لومړي کورنه چې د مور ګېډه ده، له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. او کله چې الهی فیصلی هغه دې دنیا ته راولي، ګوري چې دده په شان نور هم شتون لري. ژوند یو ښه فرصت دی، او ښه فرصتونه تل د ستونزو په منځ کې وي، کوم چې د انسان همت او اراده پیاوړې کوي.
د نوي ماشوم ژړا ددي مانا نه ورکوي چې هغه دې له ژوند څخه ناراضه وي، بلکې له دې کبله وي چې څنګه وکولی شي د ستونزو سره سره خپلو هیلو او اهدافو ته ورسیږي.

دا دنیا، لکه څنګه چې له انسانانو ډکه ده همدا شان فرصتونه هم پکې شتون لري، پدې کې سالم رقابت، الهی تقدیرات، یوبل سره حسد او ظلم، هم موجود دي.
وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ (البقرة: من الآية251)
دخلکو منځ کې اختلافات د هغوی تر منځ کشمکشونه او ستونزې را ولاړوي، کله هم یوه وړه خبره د لویو جنګونو لامل ګرځي، لکه څنګه چې یو بڅرکی د لوی اور لامل کیدای شي.

همدا شان دا ژوند له شخړو او ستونزو سره ګډ دي، او حقیقتونه د تل لپاره پکې ښکاره نه وي. کله چې موسی علیه السلام خپل رب نه وغوښتل چې د خلکو د ژبې له ضرره نه دې په امان کې وساتی، نو الله تعالی په ځواب کې ورته وویل چې دا بندیز ما دخپل ځان په هکله هم په انسانانو نه دی لګولی، نو دبل چا په هکله یې څنګه ولګوم؟

پکار ده د ژوندانه ستونزو نه مثبته ګټه تر لاسه کړو او هغه زمونږ همت، توان او اراده نوره هم غښتلې کړي. دغه ستونزی او مشکلات انسان دې ته اړ باسي چې خپل پټ قوت او توانمندی را برسیره کړي.
تر ټولو بد او ناوړه ګواښ انسان ته دا دی چې هغه دې په داسې حال کې لوی شي، چې د ژوند ټول ضروریات یې ورته دبل چا له خوا پوره شوي وي، دغه ژوند د هغه اعتماد او احترام په خپل نفس له منځه وړي، له هغه نه یو بې روحه جسد جوړوي، او د ژوند له اسانتیاوو نه به ځکه خوند نشي اخیستلی چې هغه دبل چا له خوا ورته برابر شوي وي، او تر څو چې انسان د ژوند ترخه ونه وینی، له خوږو څخه خوند نشي اخیستلای. ننۍ دنیا چې څومره پرمختګ کړی، دا ټول د ژوند ګواښونو ته د انسان د ځواب نتیجه ده. کله چې انسان له یو بهرنی ګواښ نه د خپل داخلي توان د رابرسیره کولو لپاره کار اخلي، نو ګواښ بیا دهغه د پرمختګ لامل ګرځي، او ګواښ بیا ګواښ نه پاتی کیږي. او که په ژوند کې ګواښونه او ستونزی نه وي، نو د خلکو ارادې به ضعیفې وي، او دومره پرمختګ به یی نه وای کړی، او دژوند به کومه مانا نه وه.

مور او پلار ته د لومړي ماشوم او اولاد پالنه او تربیه یو ګواښ او ستونزمن کار دی او ډیره پاملرنه غواړي، سر شمیرنې وایی چې د امریکا ۷۰٪ ولسمشران د خپلو کورنیو لومړي ماشومان وه. همدا شان د اقتصاد او نورو علومو پوهان.

انوثت د ښځې لپاره یو ګواښ دی، چې هغه په درسونو کې کوښښ ته اړه باسي، او ګورو چې د هلکانو په پرتله انجونی تر ډیره بریده خپلو کورنیو سره ښه سلوک لري.
که چیرې د یو کس بریاوو ته په کره توګه کتنه وکړو، و به ګورو چې د هغه تر شا څو ځله ناکامي، ستونزې، او خوږې او ترخې تجربې شتون لري، کوم چې هغه ته یې له خپلو بریاوو څخه د خوند اخیستلو چانس ورکړی دی.

کله چې یو کار سخت وي، نوهغه ته له مخکې نه چمتو والی نیول کیږي، او هغه تر سره کیږي، خو کله چې اسان وي، هغه ته په وړه سترګه کتل کیږي تر څو چې فرصت له لاسه ورکړل شي.
نیوکه خپله هم یو ګواښ دی، خو کله چې څو مختلف عقلونه او نظریات د یوې مسلې، موضوع یا بحث په اړه را پیدا کیږي، ګورو چې هغه نور هم غښتلی کوي، او نواقص یې را کموي.
په ګواښونو د بریا راز پدې کې دی چې خپل مسوولیت په خپله ترسره کړي او بل چاته یې ونه سپاري. کله چې یو انسان خپله خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره نه کړي نو بیا د خپلې ناکامۍ لامل، قدر، دښمنان، تاریخ، ماحول… ګنی، چې دا سم کار نه دی.

رسول الله(ص) په ستونزو د بریا اصول داسی بیانوی:
۱- «احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ» د هغه څه په لټه کې شه چې ګټور وی.
2- «وَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ» له الله تعالی نه مرسته وغواړه
3- «وَلاَ تَعْجِزْ» (لا تمل من المحاولة) نا امیده او ستړی کیږه مه
4- «وَإِنْ أَصَابَكَ شَىْءٌ فَلاَ تَقُلْ: لَوْ أَنِّى فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا.. وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللَّهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ»! له دې نه وروسته که چیری تاته کوم زیان ورسیدل نو دا مه وایه چې که چیرې مې دا کړی وه دابه شوی ول، بلکه ووایه چې الله چې څه غوښتل هغه وشول. (رواه مسلم عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ).

د. سلمان بن فهد العودة
ژباړه: سید هاشم سادات

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button