و تــــــــــــل او که تښـــــــــــــــتيدل !؟

د جوباییډن د څپڅپاندې واکمنۍ په مهال د امریکا نړیوال ګریت پاور پرستیج په نړیواله کچه ټیټ څه چې سخت د شرمناک پیغور سره مخامخ شو. شل کاله د مخه په ۲۰۰۱زیږدیز کال د جورج ډبلیوبوش په ډیره بې ساري تکبر او پوځي غرور او دبدبه د نړیوالو کابو۴۸ بیلابیلو هیوادونو په مډرنیزه پوځي ځمکني او هوایي وسلو په افغانستان یرغل وکړ. او د طالبانو اسلامي آمارت ته یې د پای ټکی کیښود. خو طالبانو د هغو په وړاندې د خرپ ، ترپ ، ځانمرګو واسکټي بمونو او چریکي جګړو ته دوام ورکړ. او دادی شل کاله وروسته ۲۰۲۱زیږدیزکال بیا د واک په ګدۍ کیناستل .
د امریکا د سپیني ماڼۍ چارواکي او د پنتاګون پوځي جنرالان دا جګړه د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه بولي او پخپله ماته کې هم شک نه بولي .
روسي قطبي سرو لښکرو هم په ورته فرعوني او تزاري تکبر پر افغانستان وبلوسل . لس کاله د افغانانو د وینو په بهولو بوخت او په پایله کې د ژنیو د توافقاتو تر چتر لاندې د پوځي مراسمو ا وجنګي وسایطو د پر لیټونو په اجرا په رڼا ورځ له افغانستانه ووتل .
خوله افغانستانه د امریکا د پوځونو وتل په تورو شپو کې ترسره شول . د بګرام له هوایې ډګره د بریښنا په نشتون او تورتم کې امریکایي پوځي آلوتکې هوا ته پورته او تښتيدې .
دادی بیګاه د شپې په ۱۲بجو د امریکا سی ۱۷ آلوتکه هوا ته پورته او وتښتیده .
هیښوونکي داده چې جوبایډن په افغانستان کې خپل د پلوماتیک حضور ته د پای ټکی کیښود . او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو لوی سفارت تر نامالومي مودې پورې تړلی او د قطر هیواد ته ولیږدول شو.
د امریکا د وروستنۍ آلوتکې د آلووت او امریکایانو د وتلو او که تیښتیدلو په اړه د ښاغلو حامد کرزي اوډبل عبدالله په تړ او یوه کلیوالي ټوکه رایاده او د معافی په غوښتلو یې وړاندې کول بې ځایه نه بولم اوهغه دا چې :
وایې په یوه کلیواله سیمه کې له کروندګر څخه پخپله کرونده کې یوغوایی او یوخر تړلي پاتې شوي وو . د شپې په مهال د غرو لیوانو په منګولو کې ولویدل . لیوانو غټ غوایه را چپه او ښکار کړ او د خیټو په مړولو د غره په مخه ولاړل . سهار د غوایی او خره څښتن کروندګر او ګڼ کلیوال د پیښې ځای ته ورغلل چې ګوري خر پرځای ولاړ او غوایې ټوک ، ټوک پروت او لیوانو خوړلی اوداړلی و . کروندګر د خپل خره په څنګ کې ودريد او کټ، کټ له خندا شین شو او کلیوالو ته یې وویل چې خاندم په دې چې کله لیوانوغوایې را چپه کړی او خواړه . خره به له ډاره خپله لکۍ جګه نیولي او څومره ډزې به یې ویشتلي وي . هههههه . د امریکا دوروستۍ آلوتکی د الوتنې د خبر په اوریدو به د حامد کرزي اوډبل عبدالله څه حال وي? .
که طالبان له خپلو غاړو د پاکستان د پوځیانو، استخباراتو او پنجابي اسټبلیشمنټ رسوا رسۍ او ځنځیرونه لري کړي . د تحجر او تکبر له پلازه را ښکته او په کړیدلو افغانانو د سمتي، ژبني او مذهبي توپیر پرته د عاطفې او پیرزوینې لاسونه راکاږي . نو د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې د اتلانو ویاړ ګټلی او ګنې له هغه پرته به د تور پنجاب په لاسونو د تور برخلیک اوتاريخي پیغورونو سره مخامخ شي .
الصـــــــــــــلح خیر.
آسمان کې ستوري به حساب کړې ـــ حساب به نه کړې د غمګین وطن قبرونه
په ګــودرشنه بنــګړي مات شوي ـــ د کلي پیـــغلې لیــــچې تشــې ګـــرځوینه
۳۱/۸/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button