د ګاز لرونکو خواږه مشروباتو په اړه نوی خبرداری

امریکا غږ

د سرطان ناروغۍ د څیړنې نړیواله اداره به په روانه میاشتې کې “اسپارتم” (Aspartame) چې په نړۍ کې یو له خورا عامو مصنوعي خواږو څخه ګڼل کیږي او په ځینو ګاز لرونکو مشروباتو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، د سرطان زیږونکي په توګه معرفي کړي.‌

اسپارتم (Aspartame) چې د کوکا کولا او پیپسي په ګډون د یو شمېر غیرالکولي مشروباتو د خوږلو لپاره کارول کیږي، ښايې لومړی ځل د “انسانانو لپاره د سرطان زیږوونکی” په توګه وپیژندل شي.

د سرطان د څیړنې نړیوالې ادارې، چې د روغتیا د نړیوال سازمان برخه ده، دغه پریکړه د یادې ادارې د بهرنیو متخصصینو سره تر یوې ناستې وروسته او د ټولو شته شواهدو پر بنسټ د جون میاشتې په پیل کې وکړه.

خو یادې ادارې پدې اړه چې یو کس ته په کوم اندازه ددغه محصول خوړل خوندي دی،‌ څه نه دي ویلي.

دا پریکړه به د یوې ځانګړې کمیټې لخوا (د روغتیا د نړیوال سازمان او د کرنې سازمان ګډه کمیټې) لخوا ونیول شي. د دغه کمیټې غونډه د جون په پای کې پیل شوې او د جولای په ۱۴مه به یې پایلې اعلان شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، مصنوعي خواږه چې په پراخه کچه ځینو محصولاتو کې د بورې د بدیل په توګه کارول کیږي، نه یوازې دا چې د بدن د وزن په کمولو کې مرسته نه کوي، بلکې د انسان پر روغتیا جدي اغیزې کولی شي.

د ۱۹۸۱م کال راهیسې، د سرطان د څیړنې نړیواله اداره پدې اند ده چې په محدودې اندازې سره د اسپارتم ورځنی استعمال خوندي دی. د دغه ادارې د پخوانیو موندنو پربنسټ، یو بالغ کس چې ۶۰ کیلوګرامه وزن ولري او که چیرې هره ورځ د ۱۲ څخه تر ۳۶ قوطیو پوری غیر الکولي مشروبات (سوډا) وڅښي، نو د سرطان د خطر سره به مخامخ وي.

په تیرو وختونو کې د سرطان د څیړنې نړیوالې ادارې لخوا ورته پریکړې نه یواځې د غیر الکولي توکو د استعمالوونکو لپاره اندیښنې رامنځته کړې او د حقوقي شکایتونو لامل شوي، بلکې په تولید کوونکو یې هم فشار راوړ ترڅو ددغه محصول د بدیل لپاره لارې چارې ولټوي.

د سرطان د څیړنې نړیوالې ادارې دا وروستۍ پریکړه به ډیره اغیزمنه وي. په ۲۰۱۵م کال کې، دغه ادارې وویل چې د ګلیفوسیټ په نوم بوټی ښایې “سرطان زیږوونکی” وي.‌

خو کلونه وروسته، نورو روغتیایي سازمانونو دغه مسله وننګوله چې ځینو شرکتونو یې سختې پایلې درلودلې. د بیلګې په توګه په ۲۰۲۱م کال کې ، د “بایر” جرمني شرکت د متحده ایالاتو په یوې محکمې کې خپله دریمه دعوا له دې امله وبایلله او خپلو مشتریانو ته یې تاوان ورکړ چې یادو مشتریانو یې د ګلیفوسیټ بوټې استعمال د خپل سرطان ناروغۍ لامل ګڼلې وو.

د سرطان د څیړنې پر نړیوالې ادارې نیوکې

د سرطان د څیړنې پر نړیوالې ادارې د داسې موادو کارولو پروړاندې د غیر ضروري خبرداریو له امله نیوکې شوې، چې استعمال یې اړین دي. د ‘سرطان زیږونکو’ محصولاتو په کټګورۍ کې، سره غوښې او ګرځنده ټلیفونونو شاملول، د یادې ادارې له جنجالي پریکړو څخه دی.

د مصنوعي خواږو د نړیوالې ټولنې مشر فرانسیس هانټ ووډ وايي: “د سرطان د څیړنې نړیواله اداره د خواړو خوندیتوب کې تخصص نلري او هغه ارزونه یې چې د اسپارتم په اړه ترسره کړې له ساینسي پلوه جامع او هر اړخیزه نه وه. ” نوموړي زیاته کړه چې د یادې ادارې څیړنې د بې بنسټه څیرونو پراساس صورت موندلی دی.

خو بلخوا داسې رپوټونه شته دي چې د اسپارتم په هکله کلونه کلونه او پراخه څیړنې شوي دي.

تیر کال په فرانسې کې یوې څیړنې په ۱۰۰ زرو لویانو باندې څیړنه وکړه او ویې موندله، هغه کسان چې د اسپارتم په ګډون مصنوعي خواږه په لوړه کچه استعمالوي، د نورو په پرتله لږ زیات د سرطان د خطر سره مخامخ دي.‌ خو دغه څیړنې دا ثابته نه کړه چې اسپارتم د سرطان خطر زیاتوي.

د سرطان د څیړنې نړیواله اداره وايي چې د جون په میاشتې کې یې ۱۳۰۰ څیړنې ارزولي دي. تیره میاشت ، د روغتیا نړیوال سازمان یو شمېر هغه لارښونې خپاره کړل چې د مصنوعي‌ خواږو استعمالوونکو ته مشوره ورکوي چې د وزن کنټرول په موخه، مصنوعي خواږه ونه کاروي.

خو دغو لارښوونو د خوراکي محصولاتو د تولیدونکو غوسه را وپاروله. دوی استدلال کوي چې د مصنوعي خواږو کارول د هغو کسانو لپاره ګټور دي چې غواړي په خپل رژیم کې د بورې کچه ټېټه کړي.

په نړۍ کې میلیونونه کسان د وزن د زیاتوالي څخه د مخنیوي لپاره د مصنوعي خواږو څخه د یو بدیل په توګه ګټه اخلي، خو دا چې دا بدیلونه څومره صحي دي له اوږدې مودې راهیسې د بحث موضوع ده.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button