د افغانستان په تاریخ کې نیمګړی څپرکی

افغانستان د اسلامي، اسیایي او افریقایي محدودو هېوادونو له جملې څخه هغه هېواد دی چې پر(۱۲۹۸)ل کال یې خپلواکي ترلاسه کړه. هغه مهال هندوستان چې نننی پاکستان یې هم برخه و، لا هم تر ښکېلاک لاندې و، چین هم د نړیوالو زبرځواکونو د سیالۍ ډګر و او کورنۍ جګړه په کې روانه وه، خونړي انقلاب او کورنیو جګړو د روسیې وضعیت هم خراب کړی و.

په اسلامي نړۍ کې یوازې درې هېوادونو (ترکیې، عربستان او فارس) نسبي ازادي لرله، خو لا یې هم د افغانستان په څېر باثباته نظام نه درلود. ترکیه د خپلواکۍ ګټلو په لاره کې د غربي طرحو پر وړاندې د ګټلو په حال کې وه.

د سعود کورنۍ لا هم پر ټول هېواد واکمنه نه وه. که څه هم فارس (نننی ایران) په رسمي ډول خپلواک هېواد و، خو په غیر رسمي ډول د لویدیځو زبرځواکونو تر اغېز لاندې و او رضاخان (۱۹۲۵- ۱۹۴۱ میلادي) لا تر هغه مهال د قاجار واکمني چې وروستۍ ساه یې اخیستله، نه وه نړولې.

په همدغو شرایطو کې د هېواد ځوان پاچا امان الله خان نوښت وکړ او د نړیوالو غوږونو ته یې د هېواد د خپلواکۍ غږ ورساوه. ځوان پاچا هغه مهال په دوو هغو مېراثونو چې له پخوانیو ورته پاتې وو، تکیه وکړه.

لومړی دا چې هغه ته مطلقه حکومت له پلار او نیکه څخه په میراث پاتې و.دغه مطلقه حکومت له ستونزو سره سره پر ټول هېواد واک درلود او له بلې خوا له څلورو کورنیو جنګونو او د سل زره وړو او منځنیو شورشیانو له ځپلو وروسته یې، قدرت د مرکزي دولت په انحصار کې وساته.

د ځوان پاچا دویم میراث د محمود طرزي او ټولو مشروطه غوښتونکو نوښتګر افکار وو چې له ظلم، غلامۍ، د سرونو د څلو جوړولو او ټولو بې عدالتیو څخه ستړي او د داسې یو هېواد د رامنځته کولو په لټه کې و چې ټول خلک له قانوني حقونو او وجایبو څخه برخمن وي.

امان الله خان د قدرت له ترلاسه کولو وروسته د خپل اسلامي دریځ او مقام په ډاډ د اولی الامر په توګه د انګرېزانو پر ضد جهاد اعلان کړ او په پایله کې یې د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه. په اسلامي نړۍ کې بدلېدونکي حالت او د عثماني خلافت کمزوري کېدو او نړېدو ځوان پاچا ته استثنایي موقعیت په لاس ورکړ.

د افغانستان د خپلواکۍ په اعلانولو سره د کرښې هغه غاړه قبایلو او د هند په لویه وچه کې ازادي غوښتونکو ټولو خوځښتونو د افغانستان د خپلواکۍ او د ځوان پاچا د پیاوړي هوډ هرکلی وکړ. د یادونې وړ ده چې د خپلواکۍ ګټلو په لاره کې د امان الله خان کامیابي د هند ازادي غوښتونکو ته یو موډل او بېلګه وګرځېده او د هند په وچه کې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د همکارۍ د رامنځته کولو ستر لامل شو.

امان الله خان د قدرت پر مهال هغه ګامونه پورته کړل چې زموږ نن او پرون سره تړي؟ زما برداشت دا دی چې د شاه امان الله خان د حاکمیت لومړۍ لسیزه د افغانستان د معاصر تاریخ نیمګړی څپرکی جوړوي، یانې ځوان پاچا چې د یو نوي دولت د رامنځته کولو لپاره کوم پلانونه طرحه کړي وو، ۸۴ کاله وروسته موږ ونه توانېدو چې هغه ترسره او دغه نیمګړی څپرکی بشپړ کړو. موږ په کراتو د هغه بنسټیزو طرحو ته ورګرځېدلي یوو، خو لا هم د داسې باثباته نظام په را منځته کولو نه یوو توانېدلي چې هېوادوال مو په کې ارام او سوکاله ژوند وکړي.

تراوسه هم موږ د تاریخ په حساس پړاو کې یوو. راتلونکی کال د لومړي ځل لپاره په هېواد کې ملي اقتدار د خلکو د رایو پر مټ د اساسي قانون له حکومونو سره سم له یو منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته انتقالېږي. له دې امله اړتیا لرو چې د اماني دورې پروګرامونو او اجنډا ته له نوې زاویې وګورو او د افغانستان د راتلونکي لپاره ورڅخه لازم درسونه زده کړو. د اماني دورې اجنډا څلور عمده برخې چې د مفهوم (د تاریخ نیمګړی څپرکی) له نظره اساسي ارزښت لري په لاندې ډول دي:

د قانون واکمني:

د اساسي قانون او ټولو متممو یا تطبیقي قوانینو په تدوین او تصویب سره چې هغه مهال یې نظامنامه ورته ویلې، مطلقه دولت په مشروطه بدل شو او د دولت واکونه او مسوولیتونه د قانون پر بنسټ وټاکل شول. په ورته مهال کې په اماني دوره کې د قانونمند دولت د رامنځته کولو په برخه کې د دوو لاسته راوړنو یادونه هم باید وکړو. لویه جرګه له دودیز بنسټ څخه په یو پیاوړي تصمیم نیونکي او په ځېنو مواردو کې په مشورتي بنسټ بدله شوه. د لویو جرګو بحثونه هر اړخېړ او افغانستان شموله وو چې د همدې دلیل پر بنسټ له ځوان پاچا سره د افغانستان د سیاسي پوړ یوځایوالی او جلاوالی په همدغو لویو جرګو کې وشو.

په ورته وخت کې مطبوعات ازاد شول او د قلم د خاوندانو لپاره د بحث، نیوکو او اصلاحي وړاندیزونو زمینه برابره شوه. غلام محمد غبار د ”ستاره افغان “ په خپرولو، عبدالهادي داوي د ”امان افغان“ په مدیریت، محی الدین انیس د ”انیس“ په خپرولو محمدنوروز د ”نوروز “ په خپولو او احمدراتب د ”نسیم سحر“ ورځپاڼې په مدیریت د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې لومړني ګامونه پورته کړل. د غازي امان الله خان په وخت کې د لومړي ځل لپاره ولایتي خپرونې هم چاپ شوې چې ”اتفاق اسلام“ په هرات، ”بیدار“ په بلخ،” اتحاد مشرقي“ په ننګرهار او ”طلوع افغان“ په کندهار کې د بېلګې په توګه یادولی شو.

حکومتولي
د افغانستان اداري تشکیلات په قانوني توګه تنظیم شول. د اداري مراتبو سلسله له کلي تر علاقدارۍ، لوی حکومت، اعلی حکومت او نایب الحکومه پورې تعریف او د ټولو ادارو او مسوولینو دندې مشخصې او په نظامنامه کې تنظیم شوې. د معلوماتو را ټولول منظم او منسجم شول چې د هغو دوه څرګندې بېلګې، یوه په خپله د پاچا له خوا د کندهار ولایت بررسي ده چې د کتاب په بڼه چاپ شوه. دویمه بېلګه یې د قطغن ولایتونو او بدخشان بررسي وه چې محمدنادرخان ترسره کړه، ځکه دی هغه مهال د وخت د دفاع زیر و چې د دغو ولایتونو د ریس تنظیمه په توګه ټاکل شوی و.د یادې بررسۍ راپور برهان الدین خان کشککي راټول او د کتاب په بڼه یې ترتیب او خپور کړ. د هېواد ټولو ولایتونو ته ورته پلاوي هم وګومارل شول، خو متاسفانه کاري راپورونه یې خپاره نه شول.

د هېوادوالو حقونه او وجایب
امان الله خان د تېرو ظلمونو د رفع کولو لپاره دوه بنسټیز ګامونه پورته کړل. غلامي، چې نیکه یې د افغانستان پرمرکزي سیمو تحمیل کړې وه، لغوه اعلان کړه او همدارنګه یې هغه امتیازات چې پر ۱۸۹۶ کال امیر عبدالرحمن خان د محمدزیو هر ماشوم، نارینه او ښځې ته د میراثي حق په توګه ورکول ، لغوه کړل. امیر عبدالرحمن خان پر دې باور و چې د محمدزيو طایفې د افغانستان د ټولو خلکو په نسبت برتري درلوده او په همدې دلیل محمدزیان باید خاص ژوند او ځانګړي امتیازات ولري او له دولتي خزانې څخه تمویل شي. امان الله خان برعکس پر دې باور و چې امتیاز باید د هر کس د کار، وړتیا او ځانګړي خدمت پایله وي. ځوان پاچا چې کله له هېواد څخه په اوږده سفر لاړ، نو د کوم محمدزي پر ځای یې محمد ولي خان دروازي خپل ځایناستی او سرپرست وټاکه.

د هېوادوالو د حقونو او وجایبو د تامین په برخه کې د ځوان پاچا د اجنډا ارزښت په دې کې و چې د بشري پانګې په رامنځته کولو یې تمرکز درلود. په اماني دوره کې د معارف په کیفیت لویه پانګونه وشوه. نه یوازې په پلازمېنه او ولایتونو کې د ښوونځیو شمېر زیات شو، بلکې د بیت المال پر پیسو یې پام وړ شمېر ځوانان د لوړو زده کړو په موخه بهرنیو هېوادونو ته واستول. له معارف سره د پاچا مینه دومره زیاته وه چې په خپله یې د حبیبیې، اماني او امانیه (اوسنۍ استقلال لېسه) لېسو په ازموینو کې ګډون کاوه.

امان الله خان د وجایبو له نظره د افغانستان مالي نظام په بنیادي ډول بدل اوهغه یې د اصولو او قواعدو تابع کړ. په ټوله اماني دوره کې د لګښتونو بودیجه له عوایدو څخه لږ وه یا په بله وینا د بودیجې کسر نه و، په داسې حال کې چې له امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان سره د انګلیستان کېدونکې مالي مرستې، د ځوان پاچا په وخت کې بندې شوې.

د اماني دورې د ښار جوړولو پروګرام طرحه چې زموږ له نننیو شرایطو سره هم تړاو لري، د هغې دورې له شهکاریو څخه شمېرل کېږي چې د بېلګې په توګه د دارالامان ښار پروژه یادولی شو. د دې ښار نقشه یو فرانسوي مهندس طرحه او یوې ډلې الماني انجینرانو تطبیق کړه.

د دې ډلې مسوول د برلین د هغه وخت ښاروال معاون آرتن و. د دارالامان ماڼۍ په پروژه کې ۶۰۰ تنه د شپږم ټولي فارغ زده کوونکو له الماني انجینرانو سره کار وکړ او له هغوی یې ډېر څه زده کړل. دارالامان ماڼۍ نه یوازې د مهندسي له پلوه د هغه وخت یو شهکار دی، بلکې ماهیت یې هم د افغانستان د هغه وخت د پاچاهانو د کار له دفترونو څخه توپیر درلود.

په یوې برسېرنې پرتلنې سره دارالامان ماڼۍ له بالاحصار او ننني ارګ د دولتدارۍ د پرانیستې او تړلې فلسفې د سر په سترګو ګورو. بالاحصار او نننی ارګ له جنګي کلا سره زیات ورته دي چې د دې دوو ماڼیو لوړ دېوالونه د خلکو او چارواکو تر منځ د واټن ښودونکي دي، خو د دارلامان ماڼۍ جوړښت په دې باب ځانګړتوب لري. پاچا د کار له دفتر څخه کولی شوای دباندې هم وګوري او په څو دقیقو کې وزیرانو او د شورا مجلس ته ورسېږي. دا ماڼۍ له جنګي کلا سره ورته نه ده او د خلکو په ذهنونو کې د شاه په باب هیڅ ډول وېره او ډار نه رامنځته کوي.

د ښار جوړولو په هکله د امان الله خان پام یوازې کابل ښار ته نه و، بلکې هغه وکولی شول چې طرحه په پغمان کې له نظر څخه په عمل تطبیق کړي. هماغه و چې پغمان پر یوې تفریحي او سیلانۍ سیمه بدل شو. هغه پلان درلود چې لغمان د هېواد په ژمنۍ پلازمېنه بدل کړي چې عملي نه شوه، که اماني دورې دوام موندلی وای، د دې احتمال و چې د افغانستان زیاتره ښارونه په منظمه توګه نقشه او اداره کېدل. باید یادونه وشي چې د اماني دورې عمراني طرحې هغه مهال په هېواد کې عملي کېدې چې پلازمېنه ویانا اطریش ـ هنګري، برلین او ټولو عمده اروپايي ښارونو هم د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې تازه د ښار جوړولو منظمې طرحې پیل کړې وې.

د نظام جوړولو فرهنګي پایګاه او دیدګاه
د اماني نظام فکري بنسټ د محمود طرزي او ټولو مشروطه غوښتونکو نظریاتو تشکیلاوه. د محمود طرزي فکري اتکا د سیدجمال الدین افغان پر افکارو وه. د عثماني امپراطورۍ پرمختګ او یووالي کومېټې د غړو افکار چې وروسته د ځوانو ترکانو په نوم مشهور شول هم د محمود طرزي پرافکارو اغېز درلود. محمود طرزي د تبعید په کلونو کې په دمشق کې نوښتګر اسلامي فکرونه مطالعه کړل. کله چې افغانستان ته راستون شو، نه یوازې سوري مېرمن یې، بلکې د پرمختګ او یووالي کومېټې یو شمېرعرب او ترکان غړي هم ورسره وو چې د سراج الاخبار په چاپ او د افغانستان په اردو کې داصلاحاتو راوړلو په برخه کې یې ونډه لرله.

د دې دورې نظامنامې په کلکو شرعي دلایلو ولاړې وې او مولوي عبدالواسع چې د هغه مهال یو پیاوړی عالم و په دې کې مهم رول درلود. هغه یو لوی شرعي اثر د تمسک القضات په دوو ټوکونو کې ولیکه. د مولوي عبدالواسع اخلاقي جراات دومره وو چې په مستقیم ډول یې پر پاچا نیوکه کوله.

ویل کېږي چې هغه یو ځل امان الله خان ته وویل : اوس هم ستا کړنې مطلقه شاهي ته ورته دي. د قانون واکمني هغه مهال ثابتېږي چې تاسو په خپله د قانون واکمني له پادشاهي لوړه ومنئ. د مولوي عبدالواسع نیوکه دا ښیي چې د امان الله خان د سلطنت په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په سیاسي قشر کې د فکر او نظر اختلاف و.

د افغانستان په سیاسي قشر کې د نظر اختلاف د رامنځته کېدو یو ستر لامل چې په لومړیو کې یې د ځوان پاچا د اقداماتو ملاتړ کاوه، په هېواد کې د نظام جوړولو په هکله د پاچا د کولتوري لید لوري بدلون و. د محمود طرزي پر افکارو، نظریاتو، مشورو، تجربو او وړتیا د اتکا پرځای یې هغه فرانسې ته د سفیر په توګه واستاوه. دا اقدام یې یوازې پرمحمود طرزي عملي نه کړ، بلکې د نادرخان په ګډون یې ځینې نور پیاوړي کسان هم له هېواد څخه دباندې واستول.

پاچا د لویدیځو هېوادونو د ظاهري ځل و بل تر اغېز لاندې راغی. اروپا ته د اوږده سفر پرمهال پوه شو چې افغانستان څومره وروسته پاتې دی. ځوان پاچا د تداوم او بنسټیز بدلون تر منځ د تعادل موندلو پرځای د هېواد د ظاهري عصري کولو لپاره بیړنی پروګرام پیل کړ او بې له دې چې په انساني ځواک باندې د پانګونې پایلو ته منتظر وي، د خلکو د لباس بدلون ته یې پام وکړ. هغه حتی له دوکاندارانو څخه هم وغوښتل چې د لباس اغوستلو طرز باید بدل کړي او له ټولو یې وغوښتل چې شپو خولۍ په سر کړي.

ځوان پاچا د ۱۹۲۸ کال په لویه جرګه کې د یادو مواردو په باب د افغانستان له سیاستوالو سره هر اړخيز بحثونه وکړل چې هغوی په ظاهره په پای کې له دې طرحو سره موافقه وکړه، مګر ولایتونو ته پر ستنېدو په سیلانیانو بدل شول. له همدې امله د پخوانیو شورشونو او غیرې مستقیمې بهرنۍ مداخلې په پرتله دوونسبتآ کمزورو شورشونو د امان الله خان نظام ناڅاپه ونړاوه.

پایله:
سردار محمد داوود خان د صدارت او وروسته د جمهوري ریاست پرمهال ، ظاهرشاه د ولسواکي په لسیزه او چپیانو د خپل حاکمیت په وخت کې په یو نه یو ډول د اماني دورې نیمګړې اجنډا ته ور وګرځېدل، څو د افغانستان د تاریخ دغه نیمګړی څپرکی بشپړ کړي، خو یو یې هم د پایدار ثبات په راوستلو ونه توانېده.

د ننني ځوان، سیاسي او اقتصادي نسل او ټولو هېوادوالو رسالت دا دی چې په تدبیر، زغم او واقعیت ته په کتلو اوسنی نظام په یو باثباته او ولسواک نظام بدل کړي، څو د تېرو ناوړه پېښو مخنیوی وشي او داسې شرایط رامنځته شي چې په هغه کې د سولې، هوساینې، سوکالۍ، پرمختګ او ملي یووالي په باب د افغانستان د نجیبو خلکو هیلې او غوښتنې پر واقعیت بدلې شي.

بي بي سي پښتو‎

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button