كابل :دتاریخي جغرافيې څرنګوالی له کتاب څخه

شهسوار سنګروال
كابل اوسنى سيند د ريګويدا په سرودونو كې د ” كوبها ” په نوم ياد شوى دى او په ځنې متونو كې بيا د “كوفن” او يا د “كوفس” په نوم هم راغلى دى هيرودت بيا “كسپاتيروس” ياد كړى دى او همدارنګه د “كاوفو”، “كار وارا” او “كابورا ” په نومونو هم ذكر شوى دى
دافغانستان نامتو تاريخپوه احمد علي كهزاد د ” كوبها ” دكلمې ” كو ” د اوبو په مانا را اخستى ، ښايي مانا ترې دا وي چې كابل دغرونو په مينځ كې راګير دى او كله به چې دهر غره له ناو نه اوبه راتللې نو ټولې اوبه به دكابل په كاسه كې راټولې شوې دا ځكه چې د وتلو لاره يې نه وه او دا اوس چې دكابل او لوګر دسيندونو د وتلو لارې د ماهيپر دغرونو په زړه كې ماتې شوي ښايي چې زرګونه كاله ( دجغرافيوي تكامل له مخې ) پرې تېر شوي وي د اريايانو يو بل مشهور كتاب او ستا كې دشپاړس ولايتونو په لړ كې د “ويكده ته” نوم هم ترسترګو شوى چې لرغونپوهانو دغه نوم “كابل” ګڼلى دى . له ميلاد نه درې پېړۍ دمخه يوه يوناني تاريخپوه ” اراتوستنيس ” دغه ځمكه د “اورتسپانا ” او يا ” اورتسپنه ” په نوم نومولې ده چې بيا بطليموس همدغه سيمه او همدغه نوم دخپلو جغرافيوي څېړنو په ترڅ كې كابل بللى دى
استرابون بيا دسوداګرۍ چارو د ارزښت له بابته دغه ځاى ته دڅلورو لارو ښار نوم وركړى دى چې موخه ترې اوسنى كابل دي
لكه دمخه چې يې هم يادونه وشوه بطليموس د دويمې زيږدي پېړۍ په شاوخواكې د پارو پاميزاد د ولايت يو مهم ښار كارورا ( كارورا = اورتسپانا ) يادوي چې څېړونكو بيا همدغه سيمه يا ښار ” كابورا ” منلى دى
له كابل سره څېرمه همدغه جغرافيه پوه دځنې نورو سېمو نومونه هم ياد كړي دي چې د بېلګې په توګه لوكرنا ( لوكرنا = لوګر )، ارګوده (ارګوده = ارغنده)، بګرده ( بګرده = وردګ ) يادولاى شو
دپنځمې زيږدي پېړۍ په متونو كې دكاول او كاپل نومونه هم تر سترګو شوي دي اود يفتليانو د مهال نومونه لكه كاول (كاولستان)، زاول (زاولستان) چې دوخت په تېرېدو سره بيا همدغه نومونه دكابل او زابل په نومونو ياد شوي دي.
له دغه نېټې نه سوونه سوونه كاله دمخه لكه چې دمخه ورته اشاره وشوه په اوستا كې هم دځنو غرونو او سيندونو يادونه شوې چې د اوسني افغانستان په جغرافيه كې اوس دستي يې هم ليدلى شو چې په دغه لړ كې يو هم “وايكرته” ده چې څېړونكو اوسنى “كابل” ترې په ګوته كړى دى
دا رنګه په لسګونو څېړونكو په بيلابيلو څېړنو كې اوسنى كابل چې دپارو پاميزاد يوه مهمه سيمه ګڼل شوې يادونه كړې ده لكه كپن = كابل
( Guningham Ancient Geography of India 1881p 148 ) Kophes كوفس = كوفيه Kophina = كوبها = كواوفو Kaofu ( Samuel Beal Chinese Accounts Of India 1881 p 116 )، ورې كرت ، كابورا ، ارتسيانا = اوردستانه = ارتوسپانا = اردحستانا (دكابل بالاحصار)، پوشكاراواتا Pushkaravata (دكابل سيند)، بهاويا Bhavya ( د 1315 كال كلنۍ 329 مخ )، كاوفو Kaefu ، اورتوسپانا، كارورا، اورسپنا، بازليْوس (پاد شاهي ښار)، كاول (كاولستان) اوسنى كابل او نور يادولاى شو
دا چې استرابون دغه ښار دڅلورلارو يوه مهمه سيمه بللې دارنګه دتاريخ پلار هيرودت دكابل دسوداګرۍ توكي د روم او يونان په بازارونو كي هم ليدلي دي نو داښار نه يوازې دپخواني هند او پخواني تركستان تر مينځ يو پول وو بلكې دهېرودت د وينا له مخې په اروپا كې هم ډېر مشهور وو او په دې اړوند نورو څېړونكو هم دسوداګرۍ په چارو كې دافغانستان د “لاجوردو” ارزښت دپام وړګڼلى دى
دهغو كندنو له مخې چې په “حضوري چمن” كې شوي د ترلاسه شوو توكو له مخې لرغونپوهانو په ډاګه كړې چې دمخزيږدي پنځمې پېړۍ په شاوخواكې دلته دهغه مهال په پرتله ديوه پرمختللي ژوند دنښو نښانو څرك لګيږي
ولې ټول څېړونكي په دې اند نه دي. په سر كې چيني هيوان تسنګ كه څه هم نوموړى په كابل كې تم شوى نه دى خو دتېرېدو په مهال يې ددې سيمې په اړه ويلي چې ډېر ارزښت يې نه درلود او ښايې دنوموړي اند په دې برخه كې داوي چې هغه مهال د كابل په “80” كيلو مترۍ كې يو بل دهغه مهال ډېر مشهور ښار بګرام وو گگ خو دا خبره دلته اړينه ده چې وويل شي هغه مهال چې نوموړى دغې سيمې ته راغلى دا هغه وخت دى چې دكوشانيانو ډېر لوى تمدن په كاپيسا او بګرام كې تېر شوى وو او اّن دا چې ځاى ناستي او پاتې شوني يې لا دهېواد په ځنې سيمو كې واكمن وو
ليكن كابل له دغه مهاله لا ډېر پخوا يو ارزښت درلود دبېلګې په توګه دشلمې پېړۍ په سر كې دكابل ښار په شاوخوا كې دكندنو په لړ كې چې كوم توكي ترلاسه شوي دا په ګوته كوي چې كابل يوه لرغونې سيمه ده د بېلګې په توګه، خيرخانه، حضوري چمن، دمرنجان تپه، ساك او شېوكي ، د كابل بالاحصار، چكري منار او نور ديادولو وړ دي
پروفيسر ” هاكن ” دخير خانې د كوتل دلرغون پېژندنو پلټنې په كتاب كې چې په 1339 كال په پاريس كې خپور شو اوږده څېړنه كړې چې په هغه كې د ” سوريا معبد ” په مساله هم خبرې شوي او دلمرنمانځنې په هكله يې هم څرګندونې ګټورې دي
دارنګه فرانسوي لرغونپوه “موسيو فوشه” د كابل د “چكري منار” په اړه څېړنې كړي او ويلي دي چې ښايې ډير پخوا به په لرغونې زمانه كې د منار په پاسنۍ برخه كې يوه “څرخه” موجوده وه چې دا دبودا يي فرهنګ دقانون يوه بڼه وه چې ديوې نښې په توګه يې سمبوليك ارزښت درلود
همدا ډول دغه منار ته ورته په هندوستان كې هم د “بنارس منار” په نوم چې دبوديزم دفرهنګ يوه مشهوره سيمه وه د اشوكا د ټولواكۍ په مهال ودان شوى وو
كه چېرې د “چكري منار” چې بڼه يې د “بنارس منار” سره ورته ده د موريا د واكمنۍ په مهال كې اباد وي نو ويلاى شو چې ښايي د مخزيږدي دريمې پېړۍ په شاوخواكې ودان وي گ خو فرانسوي لرغونپوهان بيا په دې اند دي چې (البته هغه څېړنې چې دوى په يخ دره، سنجد دره … كې كړي) ښايي ددغو لرغونو توكو عمر ترې دومې زيږدي پېړۍ پورې ورسيږي. خو كله چې دننګرهار په درونټه او كندهار په سر پوزه كې ځنې ډبرليكونه ترلاسه شول نو د بڼې اوهنري ارزښت له مخې دبګرام، چكري منار او هډې ته ورته وو نو كه داسې وي ښايي چې دچكري منار هم د “اشوكا” په مهال ودان شوى وي
د موسيو “ګودار” او موسيوفوشه دڅېړنو او څرګندونو له مخې دلرغونو توكو دبرسيره كولو او د راسپړلو په اړه چې دافغانستان په لرغوني تاريخ كې دپام وړ كوم خدمتونه كړي دي يو هم دچكري منار په څنګ د “سرخ منار” په نوم د يو بل لرغوني منار يادونه د ستاينې وړ برېښي
كابل سربېره له دې چې په مخزيږدي پېړيو كې دپام وړ ارزښت درلود بلكې هغه مهال يې ځانګړى ارزښت لا زيات شو چې پلازمينه بګرام نه كابل ته وليږدېده او بيا د كابل په نوم يوه لويه كلا ودانه شوه چې اوس هم دغره په ځنو برخو كې نښې نښانې تر سترګو كېږي. گ په دې اړه يو ايټالوي پوه “پادركسپاني ” چې د 18 كالو په شاو خوا كې په كابل كې استوګن وو ډاګيزه كړې چې (د افغانستان مجله 1949 دومه ګڼه ) د كابل دغره ديوالونه ښايې ديفتليانو په مهال (په 5 زيږدي پېړۍ كې) اباد شوي وي گ كه په لنډه توګه دكابل تاريخ هم لكه دافغانستان دنورو ولايتونو په څېر له اريايي پېر نه را پېل كړو نو لومړى په كار ده چې د “سيروس” يادونه وكړو چې په مخزيږدي پنځمه پېړۍ كې يې كابل په خپله ولكه كې راوست. داريوش هم ( 500- 510 ق م ) دهريوا ( هرات ) او ” زتګوش ” ( باميانو او داوسني غزني په سر ) له لارې كابل ته راننوت خو پرته له تم كېدو نه يې ځان خيبر ته راورساوو او د هندوستان لوېديزې برخې يي لاندې كړې. كله چې سكندر د افغانستان ځنې سېمې ونيولې او بيا د هندوستان او ټكسلا پولو ته يې مخه شوه دده ځاى ناستى د اريايي باختريانو په نوم ترډېره مهاله واكمن وو. كابل هم ديوه يوناني سردار له خوا چې “سلوكوس” نومېده ( 312 – 281 ق م ) اداره كېده
دسكندر له واكمنۍ وروسته د موريا كورنۍ چې بنسټ اېښودونكي يې چندرا ګوپتا وو يوه لويه ټولواكۍ جوړه كړه گ دكابل په ګډون يې د هندوكش جنوبي برخې ترخپلې ولكې لاندې راوستې. د نوموړي لمسى ” اشوكا ” لا دغه واكمنۍ پراخه كړه د هندوكش له دواړو غاړو راواخله اّن تر بلوچستانه پورې ځمكې يې ونيولې خو دده له واكمنۍ وروسته موريايان كمزوري شول. ډېرې سيمې يې يو دبل پسې خپلواكې شوې او باكتريا هم په ( 250 ق م ) كې د “ديدوتس ” Diodotus په مشرۍ خپلواكي تر لاسه كړه گ له ميلاد نه پخوا په 126 كال له كابل نه راواخله تر پنجاب او ټكسلا پورې سيمې د ” مناندر ” په ولكه كې وې او تر 140 مخزيږدي پورې دوام وكړ
د افغانستان په تاريخ كې ساكا ټبر هم واكمنۍ ته رسېدلى دى. په دې اړه ډېرو څېړونكو په سر كې ” مسيو فوشه ” ډېرې څېړنې كړي دي نوموړي ډاګيزه كړې ده هغه مهال چې كوروش (450 مخزيږدي) سيستان لاندې كړ ددې سيمې اوسېدونكي ساكان يې ښه وګړي وبلل. سكندر هم ددوى د ښه خدمتونو له بابته له دوى سره ښه چلند وكړ او بيا يو شمېر يې د پوځ مشران وټاكل گ پوهاند زيار د ارواښاد غبار له انده ويلي چې دا د ساكي ټبرونو او پارتي پاتې شونو يوه ګډوله وګړ ډله وه چې ځنو ” سيت وپارت ” هم بللي دي. ړومبى يې دهلمند او ارغنداب په سيمو كې واكمنۍ چلوله او وروسته تر كابل او هند پورې ورسېدل گ (پښتو او پښتانه …644 مخ ) كه چېرې د سيت نه موخه سيتي وي نو سيتيان خو ساكان نه دي
يو يوناني څېړونكي هم ويلي چې ساكان د ( 330 م – ز ) په شاوخوا كې دلته استوګن وو او كله چې ورورو د هلمند او ارغنداو خواته ورشېوه شول نو بيا يې يوه لويه ټول واكي جوړه كړه. په دغه لړ كې ددې توكم يو واكمن د لوى شهنشاه “مايوس” په نوم هم تېر شوى ( 72 مخزيږدي ) چې د هېواد پراختيا يې تر ټكسلا پورې رسېده گ هغه ډبر ليك چې په ټكسلا كې تر لاسه شوى ښايي چې په ( 78 – مخزيږدي ) كې كښل شوى وي او له دغه ډبر ليك نه پرته اوه زره نورې سكې هم تر لاسه شوي چې په يوناني او خروشتي ليكنو توږل شوي دي
دا چې له هلمند، سيستان او دافغانستان له ځنو نورو سېمو نه ان تر پنجابه پورې د دوي واكمنۍ وه نو ښكاره د ه چې كابل هم د دوي په واك كې وو
د ارواښاد كهزاد د څرګندونو له مخې د ” اسكايې ” ټبر د رابره كېدو په پايله كې يوناني واكمنۍ دكمزور تيا خواته مخه كړه او د پوهانده حبيبي په اند دختيز پنجاب ديوناني پاچاهانو اغېزو ته د “مايوس” له خوا دپاى ټكى كېښودل شو . له دغه واكمنۍ نه وروسته “كد فيزس” دكوشانيانو لومړى واكمن (40 يا 50 زيږدي كې) باكتريا ( بلخ )، كابل او پنجاب يو دبل پسې ونېول … دويم كدفيزس بيا له ” 58 ” زيږدي نه تر ” 110 ” زيږدي پورې كابل تر ولكې لاندې راووست گ ددې كورنۍ ځواكمن واكمن كانشكا وو ( 120- 160 ز ) چې پلازمېنه يې له شمالي هندوكش (بغلان) نه جنوبي هندوكش (بګرام كاپيسا) ته ولېږدوله چې ژمنۍ پلازمېنه يې دپېښور ښكلى ښار وو
د كوشانيانو وروستى پاچا “واسودوا” Wassudes ( 182- 220 ز ) واكمنۍ كمزورې شوه چې په پاى كې (هند كې) له مېنځه ولاړ او دغه لويه واكمنۍ په څو برخو ووېشل شوه خو په دغو سيمه ييزو حكومتونو او واكمنيو كې ډېر ځواكمن سيمه ييز حكومت د كابلستان وو چې د هندوكش له جنوب (كاپيسا نه) نه راواخله تر سينده پورې ځمكې يې ټولې تر خپلې ولكې لاندې راوستې وې
ولې دا بايد هېر نه كړو چې كه له يوې خوا كوشاني واكمنۍ كمزورې شوه له بلې خوا د روم واكمنۍ هم دكمزور تيا لوري ته روانه وه نو ورسره جوخت د افغانستان په لويديز كې ( 260 ز ) ساسانيانو واك تر لاسه كړ چې د افغانستان لويديزې او شمال لويديزې سيمې يې يو د بل پسې لاندې كړې او ان تر كابلستان پورې را دمخه شول گ دا هغه مهال دى چې د چين او افغانستان تر منځ ( د ورېښمو لويه لار ) د سوداګرۍ چارې چې ان تر مديترانې پورې يې اغېزې غوځېدلې وې په دغه تيري سره اغېزمنې شوې او د دغې لارې مينځ ملا ماته شوه. په ځانګړي ډول افغانستان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان شو
لكه څنګه چې پارتيان د ساكانو له خوا له ماتې سره مخامخ شول دا رنګه د ساسانيانو په وړاندې هم پاڅونونه پيل شول او په پاى كې له دومره زيانونو سره مخامخ شول چې د عربانو دتيري له وېرې نه “يزدګرد” افغانستان ته پناه راوړه
دكوشانيانو پاتې شونو (كيداريانو) د وړو كوشانيانو په نوم د خپلې واكمنۍ شته والى څرګند كړ او داسې چې له يوې خوا يې دهېواد په شمال او لويديز كې له ساسانيانو سره مقاومت كاوو او له بلې خوا يې د “ګوپتا” له حكومت سره چې په هندو ستان كې واكمنۍ ته رسېدلى وو په سيمه كې ورته خپل شته والى ور په ګوته كاوو گ چې په پاى كې تر پنځمې زيږدي پېړۍ پورې يې خپله واكمنۍ په ياده شوې سيمه كې خوندي كړه
له دې كورنۍ وروسته يوه بله اريايې كورنۍ چې يفتليان ( غبار صاحب د هياطله اوسيتي قبايلو په نوم نومولي دي ) نومېدل واك ته ورسېدل ، دځنو څېړونكو په اند دغه توكم د هېواد په ځنو سيمو كې د يفتلي او يا “زوالي” په نومونو ياد شول او كله چې 425 زيږدي نه وروسته په ” غزنين ” كې ودان شول نو تر اوسني زابلستان پورې ځمكه د ” زابل ” په نوم ونومول شوه
ددې توكم دوه لومړني واكمن ” افتايلتو”1 او “مهر پور”2 نوميدل خو ډېر ځواكمن واكمن يې ” اخشونور ” (460 م) وو چې ساساني واكمن “فيروز” د ده د پوځ په لاس كيوت . دكلني باج په منلو اود خپل زوى ” قباد ” په يرغمل پرېښودو نوموړى ازاد شو
د فيروز دويم تيرى دده په مرګ پايته ورسيد (484 ز) او ورور يې “بلاش” د زرتشتي ملايانو په ملاتړ پاد شاه شو خو قباد بيا دخپل اّوښي “اخشنور يفتلي” په مرسته واك ته ورسيد
كله چې ” اخشنور3″ د ايران د نيولو برى وګاټه نو بيا يې د هندو كش جنوبي ولايتونه له كاپيسا نه را واخله تر پېښور پورې لاندې كړل چې د كيداريانو له ماتې وروسته يې په ټول هېواد كې اّريايي سياسي يو والى ټينګ كړ او په دې توګه يې د كابل او هلمند په ګډون يوه لويه واكمنۍ غښتلې كړه چې ان له پارس نه نيولې تر ختن – چين او هند پورې ځمكې تر ولكې لاندې راوستې
له ده نه وروسته ” توره منه = توره من ” ( تورزن ) واك ته رسيږي چې په هند كې تر لاسه شوو ډبرليكونو كې څېړونكو دى ” توره من زرولي پاچا ” بللى دى گ زوى يې “ميهيره كوله”4 نوميده چې دده له مړينې (520 ز) وروسته واك ته ورسېده
ډېر څېړونكي په دې اند دي چې يپتليان بودايان نه وو ځكه هغه مهال چې چينايي څېړونكي “هيون څانګ” افغانستان ته ورسيد دى وايي : “ما په ګندهارا كې ډېر وګړي وليدل چې دخپلو مزدكو په بيا رغاونه اخته وو كوم چې زما له راتګه دمخه ويجاړ شوي وو ” كله چې څانګ يون 520 زيږدي كې ماورا ْ النهر ” ته ورسيد هپتالي واكمن دسروزرو په تخت ناست وو دڅلويښتو هېوادو استازو ورته راوړي سوغاتونه ډالۍ كول … نوموړى وايې : دا راته څرګنده شوه چې دى دبودا د دين دښمن وو ”
د ” ميهېره ” تر مړيني وروسته يپتليان كمزوري شول. ” ګوپتايانو ” دهېواد له سهيل او سهيل ختيز نه ” خسروانو شيروان ” له لويديز نه خپلې لښكرې يپتليانو ته اړم كړې . او دا رنګه ” تركي ” توكمونو هم دهېواد شمال پلوته په يوه لوى يرغل او تيري لاسپورې كړ
هغه مهال چې د اسلام سپېڅلى دين له پارس نه وروسته دافغانستان په لويديزو سيمو كې خپور شو دكابل په ګډون دافغانستان په نورو سيمو په تېره په ګندهارا كې دنورو مذهبونو نمانځنه كېده. بودايي، برهمني او زرتشتي دبېلګې په توګه يادولاى شو
كوم ډبر ليكونه چې تر لاسه شوي تر اومې زيږدي پېړۍ پورې هغه په خروشتي، پهلوي، سنسګرت او يوناني ليكدودونو كښل شوي وو چې بيا وروسته داسلام له خپرېدو سره جوخت ليكدود هم عربي بڼه غوره كړه
دهېواد دځنو سيمو په څېر په كابل كې د بوتانو نمانځنه كېدله . هيون څانګ په كابل او د كابل په شمال دغوربند په پاى او د باميانو په پيل كې د باميانو دلوى كوتل شبر په شاوخوا كې څو شاهي مزدكونه ليدلي دي چې بيا داسلام له سپېڅلي دين نه وروسته او په ځانګړي ډول دبرمكيانو په مهال ددغې سېمې ځنې بوتان له مېنځه تللي دي
موږ دمخه له مروې نه راواخله تر غور او بيا (ماهوي) تر بست پورې دسوري واكمن (شنسب) ټبر يادونه وكړه. دارنګه مو له غزني را واخله تر زابلستان پورې د ” لويكانو ” په اړه لنډه يادونه وكړه او هم مو د زابلي ” رتبيلانو ” چې له غزني نه يې تر سيستانه پورې حكومت كاوو په وار وار لنډې څرګندونې كړي دي
همداسې مو ديوه پياوړې كورنۍ چې دكابل شاهانو په نوم ياديږي هم يادونه كړې ده او په ګوته شوه چې دغه ټبر له كابل نه را واخله تر پنجابه پورې يوه پراخه واكمنۍ درلوده گ دسيستان په تاريخ كې يادونه شوې چې لوى كابلشاه د كوچني كابلشاه له ماتې وروسته دعبدالرحمن ابن سمره ابن حبيب قريشي په وړاندې ټينګ ولاړ وو. اته ويشت 28 زره وسله وال اوپيل لرونكي لښكر يې درلود
د يفتليانو او كوشانيانو په مهال يو شمېر سيمه ييزه واكمنان هم چې د غزني ډبرليكونو له مخې يې پېژنده شوې ښايې دغزني او وردګو په شاو خوا كې اّن تر شرنې پورې واكمن وو گ دهېواد په شمالي سيمو كې له بادغيس نه راواخله تربغلان پورې او د هندوكش له شمال نه تر كندز او تخار پورې يوه واكمنه كورنۍ چې د” تګينانو ” په نوم ياديدل واكمن وو .دهيون څانګ دسفر په مهال ددغه پېر چې لا د اسلام سگپيڅلى دين دې سېمې ته نه وو رارسېدلى يوه كورنۍ د ” باميان شيران ” په نوم واكمنه وه چې دمنصور عباسي (136-158 ليږدي) په مهال مسلمان شو او زوى يې حسن تر 176 هـ پورې ژوندى وو
ياده شوې كورنۍ چې په سيمه ييزه كچه د هېواد په بيلابيلا سيمو كې يې واكمنۍ وې. په دغه لړ كې كابل شاهان له هر چا زيات ځواكمن وو چې د يوه اوږد مهال له پاره له عربانو سره لاس اوګريوان وو
دحضرت عثمان (رض) دخلافت په مهال دمسلمانانو لښكر بن سمره په مشرۍ دغزني له لارې په كابل (32 هـ) بريد وكړ چې دكابلشاه او عربو تر منځ جګړه ونښته
د امير معاويه ( 59 هـ – 679 ز ) په وخت كې ” عباد ” د ” زيد ” زوى چې دسيستان واكمن ټاكل شوى وو تر كابله ورسيد او كوم شته او غنايم چې يې په كابل باندې د بريد په مهال تر لاسه كړي وو واخيستل او د ” يزيد” د واكمنۍ په مهال بصرې ته لاړ
ديزيد په زمانه كې ( 62 هـ 681 ز ) دزيد زوى يزيد دسيستان اّمر وټاكل شو خو د زيد زوى ابو عبيده دلښكر مشر دواړو په كابل بريد وكړ خو د جګړې په لړ كې يزيد مړ شو او ابو عبيده يې ژوندى ونيو
له دې وروسته دعبداله عامر زوى عبدالعزيز چې د سيستان واكمن ټاكل شوى وو ( 64 هـ ) له يوه لوى لښكر سره د بست او كابل په لور وخوځيد گ زابل يې لاندې كړ او كابل يې له نيولو وروسته لوټ كړ او بيا له ډېرو شتو او مريانو سره يوځاى بيرته را ستون شو او نوموړى د عبدالمالك تر مهاله دسيستان نايب الحكومه وو
څنګه چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو كې د ازادۍ نارې پورته كېدې دا رنګه په كابل كې هم چار واكي ارام نه وو نو ځكه بيا عبدالمالك “حجاج” د سيستان امير وټاكل شو. د څو پرلپسې جګړو له كبله د زابل “رتبيل” عربو ته ماته وركړه. په پاى كې د عبداله زوى له رتبيل سره ونښت، له هغه څخه يې ( 700 ) زره درهمه واخستل سيستان ته لاړ
عبدالمالك ورپسې سمدستي حجاج ته وويل او هغه بيا د عبدالرحمن بن اشعث په مشري يو لوى لښكر چې شمېر يې زرګونو تنو ته رسېده د كابل په لور هى كړل (81 هـ 700 ز )
نوموړى لا په غزني كې په بلوا بوخت وو چې يو شمېر جنګيالي يې د كابل د نيولو له پاره ولېږل او بيا پخپله ورپسې لاړ . دخونړيو نښتو په ترڅ كې ليث بن قيس بن حضرت عباس ( ض ) په جنګ كې و مړ چې بيا د عبدالرحمن بن اشعث له خوا په دغه ځاى كې چې اوس ” شاه دو شمشيره ” په نوم ياديږي ښخ كړاى شو
عبدالرحمن بن اشعث دكابل له نيولو وروسته (د اسمايي غره په لمنه كې ودان درمسال نه پرته) نور ټول عبادت ځايونه او درمسالونه ړنګ كړل او هم يې دليث زيارت ته مخامخ يوجومات هم ودان كړ چې بيا دغه زيارت دبابر زوى همايون له سره جوړ كړ او دعليحضرت امان الله خان په زمانه كې دهغې مور دغه زيارت چې اوس په كومه بڼه جوړ دى ورغاوو
كله چې عبدالرحمن بيرته سيستان ته ستون شو كابلشاهان بيا واكمن شول تر هغې چې د اسد زوى امين دخراسان حاكم وټاكل شو نو غور، غرجستان، كابل او دافغانستان ځنې نورې سېمې خراسان پورې وتړل شوې گ ولې كابل بيا هم عربانو خوندي نه شوكړاى
دهارون الرشيد په زمانه كې ( 171هـ – 787 ز ) هغه مهال چې د برمكيانو د كورنۍ يو تن د يحيى برمكي زوى فضل د خراسان حكمران شو نوموړي د پنځه لكو په شاوخوا كې د خراسان د لښكر په نوم يو پوځ جوړ كړ. ده او دده كورنۍ دعباسيانو په واكمنۍ كې ډېر باور تر لاسه كړ خو له بده مرغه چې عباسيانو ددوى له دغه شهرت نه وېره وښوده او له منځه يې يوړل خو بيا هم له سيستان نه تر كابله پورې عربانو ته ډېرې ستونزې ور پېښې وې گ له فضل برمكي وروسته دعيسى زوى علي، د اعين زوى هرشمه، د جعفر زوى عباس، د سالم زوى كثير، د عماره زوى عثمان او نور يو دبل پسې راغلل خو بشپړ برى يې ونه ګاټه گ كله چې د بشر سيستاني زوى داود ( 176 هـ – 792 ز ) د سيستان امير شو يو ځل بيا دده له محبوبيت نه عباسيان په وېره كې شول ژر يې لرې كړ او پر ځاى يې د جرير زوى يزيد ( 178 هـ ) واك ته ورساوو نوموړى چې په دې دندې وګمارل شو نو بيا يې په زابل او كابل بريد وكړ
همدا رنګه له نوموړي وروسته د علي زوى عيسى تر كابله پر مخ لاړ خو څنګه چې د سيستان او سېدونكي په دې وپوهېدل چې بهرنيان ددې جوګه نه دي چې دلته كړ كيچ له مينځه يوسي او هارون الرشيد هم لكه د امويانو په څېر يو دبل پسې ددې سېمې اتلان له مينځه وړل نو په دغه مهال يو بل سيستاني اتل د عبداله سيستاني زوى امير حمزه د خپلواكۍ ډګر ته را ودانګل او ټوله سيمه يې ولړزوله نو بيا ځكه هارون الرشيد ( 193 – 808 ز ) پخپله سيمې ته راغى خو سيستاني اتل حمزه له دېرش زره سر تېرو سره د نيشاپور په لور وخوځېد خو امير په ناڅاپي تو ګه د خراسان په طوس ( 193 ل) كې مړ شو گ مير حمزه بيرته سيستان ته راوګرځيد تر سېند او بلوچستان پورې پرمخ لاړ خوله بده مرغه چې د ځنو كسانو په لمسه ( 213 ل) ووژل شو
ددى ټولو ناخوالو سره سره بيا هم د افغانستان اولس په هر وخت كې په دې بريالي شوى چې د اوږده كړاو له ځغملو وروسته د تيري كونكو تيريو ته د پاى ټكى كيږدي گ په دغه ټاكلي مهال كې موږ د خراساني ابو مسلم يادونه كوو چې نوموړي په 720 زيږدي كال په اوسني ” سرپل ” كې زيږېدلى دى او 19 كلن وو له روانو پېښو او كړكېچو سره مخامخ شو او بيا په سياست كې ورګډ شو … د امويانو د تيري او نا روا په وړاندې يې د عباسيانو مرستې ته ور ودانګل او نوموړى په دې پوهـېده چې د حضرت محمد ( ص ) عباسي ريښه د امويانو په پرتله د مسلمانانو زړونو ته نږدې ده. لومړى بايد مسلمانان د امويانو له ناسم چلند نه وژغوري او بيا ديوه ملي حكومت بنسټ كيږدي لومړى يې په كوفه كې د امام محمد زوى له امام ابراهيم سره وليدل بيا بيرته هېواد ته راستون شو او دستي يې ځان د عباسيانو پلوى اعلان كړ چې ور پسې ډېر ژر هغه شمېر مسلمانان ودرېدل كوم چې له امويانو نه خپه او ګيله من وو
خراساني ابو مسلم په ډېر لږ وخت كې د هرات، پوشنګ، بادغيس، غور، تخار، بلخ، سرخس، مرغاب، مروه او نورو سيمو اوسيدونكي په ځان راټول كړل او بيا يې د سل زرو تنو په شاوخوا كې يو لوى لښكر تيار كړ
اموي واكمن دسيار زوى نصر په دغه مهال په مروه كې نه وو چې ابو مسلم عبدالرحمن په مروه كې ( 129هـ – 749 ز ) تور بيرغ پورته كړ او ځان يې د خراسان شاهنشاه اعلان كړ
كله چې په 746 كې افغانستان مستقل شو ورپسې نور هېوادونه لكه هسپانيه، مراكش، مصر او شام يو دبل پسې مستقل شول
عباسيانو چې د ابو مسلم زور وليد د حج له ادا نه وروسته د منصور له خوا ووژل شو او دهغه سر يې خراسان ته را واستوو گ نو ځكه خو د ابو مسلم واك ټول هېواد كې خپور نه شو او نه د ده غږ تر ټولو ورسېد او په كابل باندې يې هم كومه اغيزه ونه كړه خو په ټول ملك كې يوه خپلواك احساس ته لاره پرانستل شوه
دخراساني ابو مسلم چيغه وغوړېده او دافغانستان په تاريخ كې د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو وروسته يې په سيمه ييزه كچه د ملي حكومت ( 207 هـ – 822 ز ) بنسټ كېښود گ خو بيا هم د افغانستان په سويلي او ختيزو سيمو كې رتبيلانو او كابلشاهانو حكومت كاوو
څنګه چې سيستان د امويانو او عباسيانو په وخت كې په داسې يوه ټاټو بي بدل شوى وو چې هر مهال به كه يو كړكېچ پاى ته نه وو رسېدلى نو بيا به بل كړكيچ ته لاره خلاصه شوه نو ځكه اتلانو هم دسيستان په خاوره كې يو دبل پسې سر را پورته كړ چې يو هم سيستاني اّتل د ليث زوى يعقوب وو چې د طاهريانو له كمزورۍ وروسته يې په سيستان او خراسان كې ديوه حكومت بنسټ كېښود … نوموړي دخپلې واكمنۍ په مهال يو پراخ حكومت جوړ كړ چې د امو له سيند نه تر سيستانه او له هرات نه تر كابله يې واك وو گ له صفاريانو وروسته يوه بله كورنۍ دسامانيانو په نوم چې دوي د ” سامان خداه ” له اولادې څخه چې يو منلى شخص و، وو. نوموړى په ( 197 هـ 812 ز ) كال د مامون الرشيد د واكمنۍ په مهال له زرتشتي دين نه واووښت او د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شو گ د سامان زوى اسد او دهغه څلور زامن دهېواد په بيلابيلو سيمو كې په دندو وټاكل شول
دسامانيانو په مهال د اسلام دين ان تر كابله او د هغه شاوخوا پورې ورسېد. يوازې د افغانستان ختيزې سيمې ننګرهار، لغمان، كونړ، خوست لاپخپل پخواني حال ولاړ وو
له سامانيانو وروسته نور سيمه ييزه واكمنان هم تېر شوي لكه : د سليمان او غور د غرونو په شاوخوا كې پښتانه واكمن (300 هـ – 921 ز)، فريفونيان (په ګوزګانان يا جوزجان 250 _ 410 هـ _ 1031 ز ) ، د ملتان لوديان ( پښتانه 370 هـ ) ، د باينجور كورنۍ ( تخارستان 232 _ 372 هـ ) ، دغرستان شاران ( 289 _ 550 هـ ) ، سيمجوريان ( 301 _ 922 ز ) او نور
دغزنويانو په مهال دكابل په ګډون دهېواد ټول ولايتونه ددوي تر واك لاندې وو خوپلازمينه يې دكابل په ځاى غزني وټاكله … خو كله چې غزنويان مخ په ځوړه روان شول په دغه مهال كې سلجوقيانو د هېواد په ځنو سيمو كې واك ته ورسېدل او افغانستان په څو برخو وويشل شو
دهېواد شمالي سيمې له تخار نه راواخله ترمروې پورې دسلجوقيانو په واك كې وې. دغور، باميان او جوزجان ( ګوزګانان ) ولايتونه د هرات دځنو برخو په ګډون دغوريانو په ولكه كې وو گ زابلستان، هلمند، غزني، كابل، ننګرهار، لغمان، كونړ او پېښور تر لاهوره پورې لا دغزنوي كورنۍ په واك كې وو گ سيستان، بست، زمينداور، زرنج، فراه او نورې برخې دسيستان د ملكانو له خوا اداره كيدې
دغوريانو په وخت كې (د تاريخپوهانو په اند غوريان ماهوي سوري توكمه دي) نه يوازې كابل او دافغانستان نورې برخې د دوى په واك كې وې بلكې له كشمير او هند نه نيولې تر كاشغره، ترمز او د ايران ختيز لور ته سيمې ددوى په ولكه كې وې
چنګيز په داسې حال كې په خوارزمشاهانو تېرى وكړ چې دوي د بغداد له خليفه ناصرالدين سره هم دوستانه اړيكې نه لرلې او دهغه نوم يې له خطبې څخه غورځولى وو نو ځكه خو خونړي چنګېز له دوو سوو زرو سرتېرو سره په داسې حال كې چې يو ميلون عسكر يې تر شا نور هم ولاړ وو په سلطان يې تېرۍ وكړ او دهغه لښكر يې مات كړ
له هغه وروسته د چنګېز وحشي لښكر نه يوازې افغانستان په وينو ولړه بلكې ټولې ودانۍ يې ورته ويجاړې كړې او ښكلى افغانستان يې په كنډواله بدل كړ گ كه چېرې يوازې د باميانو لنډ جاج واخلو ددغه وحشي او سړي خور لښكر په وړاندې هلته مقاومت وشو دا ځكه چې خلك په دې پوهېدل چې په هر صورت مري او د مروې په څېر د ټول هېواد غميزه ورته په زړه وه چې يوازې د مروې ښار په شاوخوا كې د دوه ميلونو په شاوخوا كې افغانان ووژل شول نو ځكه په باميانو كې د چغتاى زوى ” موتوجن ” ووژل شو او بيا دهغه وحشي لښكر نه يوازې د باميانو ټول وګړي نر او ښځې زاړه او واړه ووژل بلكې څاروي يې هم له لبه مړه كړل
دغه وخت سلطان جلال الدين له هرات نه غزني ته راغى او دكابل په شمال كې د اوسني جبل السراج په شاوخوا كې سخته جګړه ونښته خو د چنګېز لښكرو ماته وخوړه گ لنډه دا چې په پاى كې خونړى چنګېز او دماوراْالنهر استوګنو چغتايانو د افغانستان ټولې سيمې لكه كابل، غزني، زابل، سيستان بادغيس، هرات، غور، غرجستان، جوزجان، ميمنه، بلخ، تخارستان او نورې برخې لاندې كړې
د چنګېز او د چنګېز له كورنۍ وروسته دده د ټبر يو بل وژونكى انسان ګوډ تېمور وو چې وروسته يې كورنۍ په ګورګانيانو ( ګورګان = زوم ) مشهور شو واك تر لاسه كړ
نوموړي له افغانستان سر بېره له مصر نه راواخله تر ډهلي او استانبول پورې او له مسكو نه را واخله د افغانستان تر ختيزو سيمو پورې د بې شمېره انسانانو وينې توى كړې چې تاريخ دغه لويه غميزه په خپلو پاڼو كې خوندي كړې ده
خو دچنګېز دمهال كومې كنډوالې چې د ” اّل كرت ” په مهال ودانې شوې وې يو ځل بيا د تېمور دتيري له كبله په كنډواله بدلې شوې گ د افغانستان له نيولو وروسته يې دغه هېواد دخپلو اولادونو او لمسيانو تر منځ وويشه. كابل، غزني ، كندهار او شاوخوا سيمې يې خپل لمسي پير محمد ته وسپارلې گ دانو هغه مهال دى چې تېمور د اندراب له لارې كابل ونيو او بيا وروسته لغمان ته ورسيد
دتېمور د اولادې په مهال ډېر پښتانه قومونه له كندهار نه تر كابله پورې او بيا اّن تر لغمان، ننګرهار، كونړ، پېښور شلمان او تر سواته پورې خواره واره شول.
خو بيا وروسته همدغه پښتنو په دغه سيمه كې يوه سيمه ييزه واكمنۍ ټينګه كړه چې په تاريخ كې د كونړ واكمن او يوسفزي شهزادګانو په نوم شهرت لري چې ” سلطان بهرام ” او ” سلطان تومنا ” د بېلګې په توګه يادولاى شو
كله چې د سلطان ابو سعيد زوى ميرزا الغ بيګ د كابل واكمن وو نو د يوسف زو ټول مشران يې د ملك سلطان شاه په ګډون را وبلل او بيا يې له لبه مړه كړل خو دنوموړي سلطان شاه يوسف زي وراره ” ملك احمد ” ژوندى پاتې شو
يوسفزي له ننګرهار، لغمان او كونړ نه پورې وتل شلمان ، هشنفر ، دوابه او نورې سيمې يې يو د بل پسې لاندې كړې او تر سواته پورې ودان شول
د ګورګاني ټبر يو بل واكمن بابر نومېده چې د پښتنو له ككريو نه يې منارونه او برجونه جوړكړي دي چې دپلار نوم يې عمر شيخ او د نيكه نوم يې دهرات پخوانى سلطان ابو سعيد وو په يولس كلنۍ كې ( 899 هـ – 1493 ز ) د فرغاني په ” اند جان ” كې په تخت كيناست
نوموړي د چنګېز د كورنۍ له يوه تن سره چې شيباني خان نوميده په ( 909 هـ _ 1503ز كال) جګړه وكړه خو له دينه يو كال دمخه محمد مقيم ارغون له كندهار نه په كابل يرغل وكړ چې بيا ميرزاعبدالرازق ( 908 هـ ) دلغمان خواته وتښتيد او كابل دده په ولكه كې پريووت
له يوې خوا افغانستان دتېمور د ځاى ناستو له خوا په ملوك الطوايفي او سيمه ييزه بڼه اداره كېده او له بلې خوا شيباني خان ( د حبيبي صاحب په قول د ابراهيم زوى چې د چنګېز د زوى جوجي له كورنۍ څخه وو گ ) هم ورو رو ځواكمن كيده او د سلطان حسين بايقرا ( 911 هـ ) مړينه يو بل ګواښ وو چې سيمه يې نا ارامه كړې وه گ نو ځكه خو د ګوډ تېمور ځاى ناستي شهزاد ګان په مرغاب كې را ټول شول خو بابر چې په كوم مهال په كابل يرغل وكړ د كابل واكمن چې دده تره ( جان ميرزا ) وو كندهار ته لاړ خو د بابر ورور ناصر ميرزا د شيباني خان له وېرې له بدخشان نه كابل ته را وتښتېد
سيمه ييزه واكمنو د خپلو اوږدو جګړو په پايله كې بېواكه شول او بابر چې يو هوښيار او جګړه مار انسان وو كابل، بدخشان، بلخ او كندهار يې تر ډهلي پورې ونيو او له ده وروسته دده ځاى ناستو هم د كابل په ګډون د افغانستان په ځنو سيمو حكومت كاوو گ لكه شهزاده همايون ( 913 هـ _ 1526 ز ) چې د كابل او بدخشان حكمران وو كه څه هم ټول واك پخپله بابر ( 913 هـ 1526 ز په اګره كې مړ شو ) سره وو خو ده هم لكه د چنګېز او تېمور په څېر سيمه ييزې واكمنۍ خپلې اولادې ته سپارلې وې. د اكبر پاچا په مهال هم كابل ددوى په ولكه كې وو ( 995 هـ – 1586 ز ) نه يوازې دده په زمانه كې بلكې له ده وروسته ځاى ناستو هم په كابل واكمن وو او اّن د نادر افشار تر وخته پورې كابل د ډهلي تر واك لاندې وو
كه د ګورګانيانو مشرانو د افغانستان د ورانولو او دخلكو د وژلو هڅه كړې دا يو څرګند حقيقت دى خو دا خبره هم رښتيا ده چې ځنو ځاى ناستو يې له هند نه را واخله تر افغانستان پورې ځنې يادګارونه هم پرې ايښي چې اوس هم ددوى په نامه ياديږي د بيلګې په توګه د هندوستان تاج محل او په كابل كې د بابر بڼ گ نه يواځې د بابر بڼ بلكې نور بڼونه او باغونه په دغه مهال كې ودان شوي دي لكه صورت باغ، مهتاب باغ، اّهوخانې باغ، د شهرارا باغ، چارباغ، پغمان باغ (ميرزا الغ بيګ او بابر جوړكړي) او نور گ دارنګه جهانګير (د كابل سويل ته ) ، عليمردان ( د كابل چار چته ) ، اورنګ زيب ( د شور بازار جومات ) ، د استالف باغ ، مملي باغ ( شاه جهان ودان كړي ) ، صفا باغ ( چې د ننګرهار په بهسود كې بابر جوړ كړى ) دا رنګه جهانګير پخپل “تزك ” كې ډاګيزه كړې چې د كابل لرغونۍ حصار د ميرزا كامران له خوا يې بيا رغاونه شوې خو ودانۍ يې د ګورګاني جهانګير په ښودنه ( 1015 هـ ) جوړه شوې ده گ د اوسني جبل السراج په ځاى اباده كلا د همايون له خوا (955 هـ ) ودانه شوې وه گ دا رنګه شاه جهان د كندهار حصار چي بيا د نادر افشار د تيري له كبله ويجاړ شوى وو د وخت حكومت د بيا رغاونې له پاره پرې اته لكه روپۍ ولګولې او ودان يې كړ گ خو د كندهار زوړ ښار چې د امام قلي زوى نادر قلي وران كړ لا تر اوسه هماغسې ويجاړ پروت دى
په دغه مهال كې دافغانستان ځنې سيمې د هند ګورګانيانو په لاس كې وې او ځنې بيا د صفويانو په ولكه كې. خو په دغه وخت كې كلا ت غلجي ټبر په سر كي غلجي توخو د خپلې سيمې واك ساتلى وو . د كندهار واكمن شاه محمد كلاتي ( 962 هـ ) يو له هغو نومياليو څخه وو چې تر پايه يې سر ټيټ نه كړ گ ګورګاني همايون هم هغه ته په درنه سترګه كتل خو د اورنګزيب په وخت كې سلطان ملخي هغه څوك وو چې ( 1093 هـ – 1681 ز ) د صفويانو او ګورګانيانو په وړاندې يې خپله سيمه ييزه واكمنۍ ساتلې وه – خو سره د هغې هم صفويانو به بريدونه كول ولې هغه مهال چې دده په زمانه كې جبار خان سليمان خيل ( چې په خاك جبار كې ښخ دى ) له صفويانو سره په جګړه كې ووژل شو نو بيا د غلجو او ابدالو تر منځ دوستي ( خدا داد سلطان د ابدالو مشر ) تړون لاسليك شو
خو كله چې د امام قلي زوى نادر قلي واك ته ورسيد د كلات د غلجو له ماتې وروسته يې په كابل بريد وكړ او ناصر وتښتېد گ او نادر افشار بيا د كابل او پېښور له لارې هند ته لاړ او له ډېرو قيمتي جواهرو (د شاه جهان طاوس تخت، د كوه نور الماس او نور ) سره بېرته افغانستان ته راغى
د نادر افشار له وژلو وروسته احمد خان ابدالي دهغه د كورنۍ عزت خوندي كړ بيا د هغه مېرمنې احمد خان ته دده د ښو خدمتونو په بدل كې چې دوى يې د فارسيانو له چور او لوټ نه ژغورلي وو د ” كوه نور ” الماس ور ډالۍ كړ او دا هغه الماس وو چې بابر او دهغه كورنۍ د هند له افغاني لوديانو څخه (بهلول لودي چې په هند كې د افغاني لوديانو د حكومت بنسټ ايښودونكى وو ) تر لاسه كړى وو
كله چې ا حمد شاه ابدالي په كندهار كې واك ته ورسيد ډېر ژر يې ( 1160 هـ 1747 ز ) غزني ، كابل او پېښور ونيو خو د هېواد پلازمينه د كندهار ښار وو
د نوموړي له مړينې وروسته دهغه زوى تېمور شاه د هغه لوى افغانستان پاچا شو چې څلور خواوې يې دا وې : شمال ته يې اموسيند ، لويديز ته يې مشهد او نيشاپور ، ختيز او جنوب ختيز ته يې كشمير او ډيلي وو
د تيمور شاه په مهال كې د افغانستان پلازمينه له كندهار نه كابل ته وليږدول شوه چې دادى تر اوسه پورې د افغانستان پلازمينه د كابل ښار دى

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button