د پاکستان د عمران خان خبرې

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

په دې اخرو ورځو کې د موږ سیاسي کسان، ادیبان، شنونکي او نور هراړخیزمنورینو په دې خبرو کې ونډه لرله، چې د پاکستان وزېر اعظم کړې وې. هغې ته زه هم خپل یو ځغلنده اند څرګندوم او دا لږ د ځان لپاره روښانه کوم.

عمران خان د مسلکي کسانو وړاندیز د افغانستان لپاره وکړ. دا چې وړاندیز ښه او که بد وو، نه پرې غږېږم، خو دومره وایم، چې دا له داسې یوه هیواد څخه وو، چې موږ ته په خپل دې ټول لنډ تاریخ کې ښه نیت نه لري، نو له دې امله یې په څت کړنه ځان پسې لروده. په دې هکله، پخواني ولس مشر کرزي او د هغه د حکومت د امنیت مسؤلینو هم ونډه درلوده، چې څه یې ویلې په دې هم نه غږېږم او همداسې نورو ډېرو دموکراتانو، ملي کسان، لیکونکو او نورو، په دې هم نه غږېږم، خو

د ګرانو هیوادوالو پام دې لاندې څو ټکو ته راړوم:

د کرځي او هغه وخت ورسره ډله دې نه غورې کوي او نه دې لهافغانستان څخه د ملاتړ لپاره بل ته برګیږي، چې ولې داېط یا هغسې، دوی باید یواځې فکر وکړي، چې دوي دې هیواد ته څه کړي؟ ایا دا هیواد یې د پردیو له اړتیاو ژغورلي؟ دې هیواد ته یې هر څه د ژوند لپاره برابر کړي؟

وخت او پیسې بېخي ډېرې وې.

که څه یې کړي وی، نو دې پوښتنې ته به اړتیا نه پېښېدله، دا حلات به هېڅ کله هم نه راتللو او دا هیواد به د ژوند لپاره د اړتیاو څخه خلاص وی.

پیسې خو دومره ولږېدې، چې دا افغانستان څو ځلې پرې ابادې دی شو. که کولی شو او نه یې دي کړي، څه به ورته ووایو؟ او که نه یې شو کولی، نو څه یې باید وبولو؟

اوس باید نور دوي له خبرو لوېدلي وي. دوي هېڅ ونه کړل او باید نور پخپله خپلو خولو ته کوري واچوي. دوي دې خپلې خولې بندې کړي.

رالنډه به یې کړم: که دا نور دموکراتان ، ملي کسان او شنونکي په دې اند وي، چې داخو د موږ د هیواد پوره توهین دی، نو دوي په دې لار خوزنده شوي او کېدی شي؟

دوي څه کولی شي، چې هغه باید وکړي. دوي باید خپل توانونه په ګوتو کړي او خپلې ټولنې ته یې د وړاندې کولو له لارو سره وړاندې کړي.

مسلکي هم یو کس دی، چې د یوه زده کړي کار توان لري، خو دا هم د کار په چاپیریال کې یو کار ګر دی. که د برېښنا جوړول ونیسو، نو یو د برېښنا په تور بین پوهیږي، بل ورته دیوال او نور څه جوړوي او یو ورته بند کاږی او بل یې جوړوي. دوی ټول یو ځای یا د یوې موخې لپاره کار کوي. خو هغه اصلي کارورکونکی هغه کس دی، چې د ټول کار واګې په لاس کې لري او هغه د دې کار لپاره د حکومت مسؤل دی.

که موږ داسې مسؤلیتپېژندونکي مسؤل کسان لرودی یا یې کار کولی، نو اوس به موږ له داسې حالت سره هم نه مخامخکېدلو.

له دې امله دې هم د کرځي او تېرو حکومتونو مسؤل کومې خبرې ته، چې هغه د افغانانو لپاره ستونځمنه وي، د دفاع لپاره نه رامنځ ته کوي، ځکه چې دا د هغوي بېکفایتي ده.

مسلکي کسان د هیواد د ابادولو تخنیکي او فکري توان لري، خو د نظم څخه پرته دا کار نه کیږي او دا نظم یې د دولت یا حکومت کار دی.

تېر حکومتونه د خپلو ناکړنو له امله مات شول او لاړل. بیا په هغه ډول منځ ته نه راځي او نه باید راشي. دا سې یواځې ګومان مې دی افغانستان کې تالبانو وکړای شو، چې دا د ت. بریاوې ماته یوه ځانګړنه برېښي او د هغه حکومت بېکفایتي او ناتواني، چې د څېړلو څخه یې دلته تېریږم.

اوس د افغانستان د ابادي داپه دې پرېپوهېدنه ، چې د دولت په غاړه دی. اوس راغلو دې ته، چې دا دابادۍ مسؤلیت تالبان په غاړه اخسلی شي او که نه؟

که نه نو دوه امکانات شته.

لومړی. باید له منځه لاړ شي او په ځای یې هغه باوري د ابادۍ مینه وال حکومت منځ ته راشي. دا نه څېړم، چې څنګه دموکرات داسې او هغسې وي.

ما ته اوس داسې یو بل قدرت نه برېښي، چې دا کار وکړی شي، دا پهدې پرېپوهېدنه چې جنګ خم نه وي او ابادي هم پلې کړی شي، نو پاتې همدا تالبان شول.

دا چې دوي به قدرت وي، نو دا کار باید د همدوي په قدرت کې وشي او هغه باید د ټول روغه غوښتونکي سیاسي مینه وال، مسلکي کسان او ټول روغه غوښتونکي کسان، چې تالبانو ته سوال زارۍ وکړي، چې په دې کې هيڅ شرم نه شته او د هیواد ابادۍ ته یې راوبولي او مسلکي کسان یې هم د کار جوګه شي.

دې مسؤلیت منلو ته حکومت وهڅوي تر هغې چې دا روا غوښتنې یې ومنل شي، دا روغه ده، د روغې له لارې غوښتنې دي، چې ګومان مې نه دی، څوک به ورسره مخامخوالی ولري.

موږ که د چا د پیغور څخه دفاع کوو، دا غوره ده، چې پخپلهد پيغور د لامل په مخامخ راپورته شو.

د ما یوه جدي یادونه: ټول افغانان باید دا ومنو، چې یو بېوزلی ولس یو. د هیواد د ازادۍ په لار کې به مو قدرتونه رنګ کړي او مات کړي وي، خو د حکومتولۍ او د هیواد دابادۍ توان نه لرو. هغه حکومت یا رژیم، چې هیواد اباد کړ همغه پاتېږي، که نه هر رژیم یا حکومت خپلې پښې پخپله په تخز وهې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button