د افغانستان پر راتلونکې باور

د افغانستان پر راتلونکې باور

نوید احمد څرک

په هغه څه چې ولسمشر غني باور لري او افغانان پرې باور ولري، راتلونکی له بهرنیانو پرته تضمین او روښانه دي.

ولسمشر په دې تړاو واضح څرګندونې د سهار شپږ نیمو بجو غونډه کې کړي دي.

موږ د هندوکش غر غوندې درېدلي یوو. لومړی د افغانستان کامل ملي حاکمیت اعاده کیږي او بل په امنیتي پریکړو کې د نړیوالو همکارانو نقش بیخي له منځه ځي، او په دې سره د ۲۲ اسلامي بنسټونو څخه فتوا ورکول شوه چې د طالبانو جګړه هیڅ مشروعیت نه لري.

تراوسه هیڅ اسلامي بنسټ نشته چې د طالب جګړې ته مشروع ووايي، نو په همدې خاطر واضح اسلامي مشروعیت لرو او نړیوالو ځواکونو ته مو وویل چې ووځئ.

دا یو بهترین فرصت دی چې راتلونکي کلونه افغانستان خپله بې طرفي په اساسي ډول تثبیت کړي او هیڅ بهرني ته پلمه پاتې نه وي، چې دلته ناسم رقابتونه وکړي، د یو خپلواک افغانستان مانا دا ده چې ټولو سره یو ډول مثبت روابط ولرو.

د سیمې هېوادونه باید افغانستان باندې یو تجدد نظر واچوي او روابط باندې له سره غور وکړي.

د پاکستان لپاره هم دا د تصمیم ورځې دي، که زموږ هېواد یې ناارامه کړ، دوی به هم ارام نه وي، که پاکستان ښه تصمیم نیسي نو د سولې او ثبات برخه کې د ټولو ګټه ده او په دې برخه کې نړۍ هم ورسره دریږي.

یوه څه باید واضح وي چې له امریکا او ناټو سره زموږ هوکړې پر ځای دي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز برخه کې مرستې به دوام کوي، موږ ته د امریکا ولسمشر او د ناټو سرمنشي ډاډ راکړی چې دې برخه کې تشویش و نه کړو.

راتلونکې شپږ میاشتې یو منظم حرکت او منسجم شوي پلان باندې بدلو، کارونو کې هیڅ وارخطايي نشته، نو ځکه تاسې ټول د اطمینان په فضا کې کار وکړئ.

خاصو قواوو، کمانډو او هوایي قطعاتو ته وګورئ. دې داستان ته یو وارې بیا وګورئ. شل کاله مخکې، نهه نوي فیصده اجراآت او عملیات د بین المللي قواوو لخوا کېدل. شپږ کاله مخکې چې زه ولسمشر شوم، لومړی برید په دانګام باندې وشو، یوه اونۍ په کار وه چی لوی درستیز صاحب، د ملي امنیت مشاور، ټول، دانګام ته یو پلان جوړ کړي. اوس هره ورځ، له سلو تر پنځوسو عملیات ستاسې د خاصو قطعاتو او هوایي اتلانو لخوا کېږي.

لیدلوری مو هم واضح دی، ملي حاکمیت دی، جمهوریت دی، ولسواکي او یو اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی. که په دې چوکاټ کې طالبان راسره غږېږي او سوله کوي، په سر او سترګو. که خبره د ډار وي، سل وارې دې بیا فکر وکړي. تاسې خو په موږ باندې تور لګاوه، چې په بین المللي قواوو باندې درېدلي یاست، نران شئ له پاکستان څخه ووځئ. دا ګز او دا میدان!

که هلته پټېږئ، دا څه رقم تعلقات دي؟ پاکستان ته واضح وایم؛ انتخاب وکړئ، دغه دې د انتخاب وخت دی، که غواړې د دې خاورې دښمني واخلې، انتخاب وکړئ، که غواړې دې خاورې سره دوستي وکړئ او سلګونه کلونه دوست پاتې شو، دغه یې وخت دی. دا اوس په دې نه کېږي چې په خوله یو شی وایئ او په عمل کې بل شی وکړئ. موږ هر حالت ته آماده یوو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button