د روژې مقصد او فائدې

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
الله پاک روژه د دې لپاره نه ده فرض کړې چي خلگ وږي اوتږي شي،نه ئې د دې لپاره لازمه کړې ده چي موږخپلوځانونوته تکليف ورکړو،بلکي د روژې مقصد دا دی چي بايد انسان ځيني لاسته راوړني ترې ولري .
که هغه لاس ته راوړني او فائدې چاته په لاس ورشي، روژه ئې گټوره اوصحيح ده،که ورنه شي، نود داسي روژه نيوونکي غاړي خوبه خلاصي وي خواصلي مقصدته به نه وي رسېدلی.
د روژې په هکله په حديث کي راغلي دي : من صام رمضان إيماناً و احتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه ( بخاري،مسلم)
ژباړه : چاچي درمضان روژه دايمان په حالت کي اودثواب گڼلوپه نيت ونيوله،نوده ته به دده مخکنۍ ټولي گناوي ور وبخښل شي!!
د روژې دادومره لوی فضيلت چي بيان شوی په دې کي هيڅ ډول شک نشته چي دغه لوی ثواب هغه چاته نه ورکول کېږي څوک چي ځان يوازي له خوراک اوڅښاک څخه بندکړي.
بلکي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( من لم يدع قول الزور والعمل به ، فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه ) (أخرجه البخاري)
(:څوک چي درواغ وينااوپه درواغوعمل کول پرې نږدي نودالله پاک دې ته ضرورت نشته چي دی خپل خوراک اوڅښاک پرېږدي!!)
په روژه کي دا لانديني مقصدونه او فائدې شته چي موږ ئې دلته په لنډډول ليکو:
۱: تقوی:الله جل جلاله فرمايلي دي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (سورة البقرةآيت: ۱۸۳)
ژباړه : اې مؤمنانو:پرتاسوروژه داسي فرض شوې ده لکه له تاسوڅخه پرمخکنيوچي فرض شوې وه،د دې لپاره چي تقوی(له گناووځان ساتنه) وکړئ!!
په دې مبارک آيت کي د روژې دفرضيت حکم بيان شوی اوفائده ئې تقوی ښودل شوې ده.
نوڅوک چي په ځان کي تقوی رانه ولي نود روژې مقصداوفائده ئې ترلاسه نه کړه.
که د روژې په مياشت کي څوک تقوی وکړي،ځانونه له حراموکارونووساتي،نوانشاءالله وروسته به هم الله پاک توفيق ورکړي چي پرتقوی استقامت وکړي.
۲: نفس ښائسته کوي،له بدواخلاقوئې پاکوي اوپرعبادتونواوښوکارونوئې اموخته کوي ځکه روژه له گناووڅخه سپردی.
۳: دنفس تربيت پرصبراوبرداشت باندي کوي،
د روژې لوږي اوتندي انسان ته دادرس ورکوي چي بايدپه هره سخته کي صبروکړي اوله بې صبرۍ څخه ځان وژغوري.
همدارازانسان ته دښواخلاقوتربيت ورکوي داځکه چي روژه نفس ماتوي اوله غصې څخه ئې لري کوي.
ځکه د روژې اصلي مقصددادی چي ځان له غصې څخه وژغورل شي اودادرس ورکوي چي که چاناوړه خبره درته وکړه اويائې ښکنځل وکړل نوځواب به داورکوي چي زماروژه ده!
۴: د روژې له امله سړی دکم خوراک اوڅښاک سره عادت شي نودشپې تهجد اودقرآن کريم تلاوت کول ورته اسانېږي.
۵: دانسان نفس په کنترول کي راولي ځکه نفس چي موړشي سرکشي کوي اوکله چي وږی شي آرام اوسکون پکي راځي.
۶: په انسان کي پرغريبانوباندي رحمت اواحسان پيداکېږي.
ځکه څوک چي خپله لوږه،تنده اوکړاو وويني،بيائې نور غريبان
ورپه زړه کېږي اودهغوی سره دنيکي کولوکوشش کوي.
اوداد روژې يومهم مقصددی چي انسان دغريبانوله حالته خبراو ورسره لازمه مرسته وکړي.
۷: دانسان بدن له ډېروناروغيوساتي اوله بدن څخه ډېرتاواني موادختموي.
۸: دانسان زړه اوذهن خالي کوي نودقرآن کريم اووعظ داورېدلوپه وخت کي نرمېږي اوپه توجه سره ئې اوري چي په دې سره داموقع ترلاسه کېږي چي دوس مطابق دالله پاک دکتاب اودهغه دپيغمبرصلی الله عليه وسلم له احاديثوڅخه ډېرڅه يادکړي.
۹: دانسان دويني دجريان لاري تنگېږي کومي چي دشيطان دگرزېدلولاري هم دي. نود روژې له امله دشيطان وسوسي هم قراريږي.
۱۰: د روژې دلوږي اوتندي له کبله په انسان کي عاجزي پيداکېږي چي له امله ئې الله تعالی ته متوجه کېږي اوله هغه څخه دځان لپاره مرسته غواړي.
(تلک عشرة کاملة)
له تېرشوي مضمون څخه داخبره جوتېږي چي د روژې ډېري گټي له دې سره تړلې دي چي په دې مياشت کي سړی وږی اوتږی شي اودلوږي اوتندي احساس وکړي.
خومتاسفانه موږ اکثره خلگ داسي يو چي په دې مياشت کي ترنورو مياشتوخوراک زيات کوو،يوازي دخوراک وختونه مو بدل کړي دي،نورهيڅ دلوږي احساس نه راته کېږي.
همدارازټوله شپه په ډول ډول خوندورو خوراکونوکي تېره کړو او ورځ په خوب اواستراحت کي.
په نتيجه کي ئې د روژې په هيڅ تکليف پوه نه شو.
له داسي کولوبايدپه کلکه ډډه وشي څود روژې له برکاتواوفائدوڅخه بې برخي نه شو.
الله پاک دي زموږروژې په صحيح توگه روژې وگرزوي اوپه خپل عالي دربارکي دي ئې په ښه توگه راڅخه قبولي کړي.
آمين يارب العالمين
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button