له بدو کارو د مخنيوي فائده

مولوي عصمت الله عزام

نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :

له بدو منع کول لکه څرنگه چي د مسلمان مسئوليت دی، د دې سره سره په دُنيا او آخرت کي زياتي گټي لري .
يوه ستره گټه يې په دُنيا کي دا ده چي له عذاب څخه د خونديتوب لپاره ستر او اغېزناک لامل دی .

الله – جل جلاله – فرمايي :
فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ( الاعراف : ۱۶۵ )

ژباړه : نو کله چي يې هغه نصيحت هېر کړ چي يادونه يې ور ته شوې وه، نو بيا مو هغه کسان وژغورل چي له بديو يې منع کوله او چا چي ظلم کړی وو، هغوی مو په سخت عذاب راونيول، په دې چي سرغړونه به يې کوله !!
په دې آيت مبارک د هغه قوم يادونه شوې، چي د درياب په غاړه اوسېدل، د دغه کلي نوم ايکه وو، په دې زمانه کي ور ته عقبه داود وايي .
الله تعالی ور ته وفرمايل چي د شنبې په ورځ به کبان ( ماهيان ) نه نيسئ ! خو د امتحان په توگه به د شنبې په ورځ ماهيان زيات وو او په نورو ورځو به کم وو .

دوی صبر و نه کړ او د الله تعالی د صريح حکم په شتون کي يې حيله وکړه، د درياب سره نږدې يې حوضونه جوړ کړل، اوبه به يې ور پرېښودې، کله به چي د شنبې په ورځ کبان ( ماهيان ) د دوی حوضونو ته ننوتل، نو د وتو لار به يې پرې بنده کړه، د يک شنبې په ورځ به يې ونيول .
په دې توگه به يې د ځان لپاره پلمه جوړوله چي موږ خو د شنبې په ورځ ښکار نه دی کړی، گويا دوی په خپلي دې حيلي سره نعوذ بالله خدای ته دوکه ور کوله .

الله پاک د دې ناوړه عمل سزا په دُنيا کي ور کړه، چي شکلونه يې د شادوگانو او بيزوگانو په څېر شول .
الله تعالی په دې مبارک آيت کي فرمايلي دي چي کله عذاب راغی، هغه خلگ چي له بدو يې منع کوله، موږ له عذاب څخه وژغورل او ظالمان مو په سخت عذاب کي ونيول .
معلومه شوه چي له بدو کارو منع کول له عذاب څخه د خلاصون يو مُهم سبب دی.

شيخ عبدالرحمان السعدي ليکي : وهكذا سنة اللّه في عباده، أن العقوبة إذا نزلت نجا منها الآمرون بالمعروف والناهون عن المنكر. ( تيسير الکريم الرحمن في تفسير کلام المنان ص : ۳۱۶ )
ژباړه : دغسي په بندگانو کي د الله پاک سنت او طريقه ده چي کله عذاب نازل شي، په ښو امر کوونکي او له بدو منع کوونکي ترې خلاصېږي !!
که د ښو په لور بلنه او له بدو منع و نه شي، نو پايله به يې د گناهونو زياتوالی شي، چي پايله د الله پاک له لوري عمومي عذاب دی، چي په ترڅ کي به يې نېکان او بدان ټول هلاکېږي .

لکه څرنگه چي په حديث کي راغلي دي :
عَنْ زَيْنَبَ بِنْتَ جَحْشٍ –رضی الله عنها- أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- دَخَلَ عَلَيْهَا يَوْمًا فَزِعًا يَقُولُ « لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ فُتِحَ الْيَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ ». وَحَلَّقَ بِإِصْبَعَيْهِ الإِبْهَامِ وَالَّتِى تَلِيهَا. قَالَتْ زَيْنَبُ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَنَُهْلِكُ وَفِينَا الصَّالِحُونَ قَالَ : نَعَمْ إِذَا كَثُرَ الْخَبَثُ ( متفق عليه \ مشکوة المصابيح ص : ۴۵۶ ج : ۲ ) .

ژباړه : له حضرت زينب بنت جحش – رضی الله عنها – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – د دې کور ته د وېري په حال کي داخل شو، داسي يې ويل : له الله – تعالی – پرته هيڅوک د عبادت لائق نشته، د عربو لپاره د هغه شر له امله تباهي ده چي رانږدې شوی دی، نن د يأجوج او ماجوج له دېوال څخه دومره ( لار ) خلاصه شوه، او په خپلو دوو گوتو: بټي او ورته نږدې گوتي سره يې حلقه جوړه جوړه کړه .
زينب – رضی الله عنها – ( د مؤمنانو مور ) وايي ما وويل : اې د الله پېغمبره ! – صلی الله عليه وسلم – آيا موږ به په داسي حال کي هلاکېږو چي په موږ کي نېکان خلگ موجود وي ؟
نبي – عليه السلام – وفرمايل : هو، کله چي گناوي زياتي شي . ( متفق عليه ) .
گناوي کله زياتېږي ؟ کله چي نهی عن المنکر او له بدو کارو مخنيوی پرېښودل شي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button