افغان سوله د کړنګ پر غاړه!

افغان سوله د کړنګ پر غاړه!
د دوه زره شل کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د افغانستان شل کلنې جنجالي کشالې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.
دغه تړون ګڼ شمېر موارد درلودل چې ورباندې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر دوحه کې توافق وشو.

چې د یاد تړون یو کال په پوره کېدو دی.
خو هغه موارد چې امریکا او طالبانو ترمنځ ورباندې تفاهم شوی، تر اوسه داسې نه ښکاري چې ورته دواړه اړخونه ژمن پاتې وي.
ځکه په تړون کې ویل شوي و چې امریکایان به د دوه زره یویشت کال د مې میاشتې پورې ټول له افغانستانه وځي. خو تر اوسه امریکا د افغانستان څخه په بشپړه توګه د وتو نېت نه لري. دا ځکه چې امریکا وایې: تر اوسه په افغانستان کې تاوتریخوالی همداسې جریان لري، او د کرښې پای دی. امریکا او نوره ګڼ شمېر ټولنې وایې که چېرې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه بې مسؤلیته وځي نو خدای مه کړه افغانستان کې يوه کورنۍ جګړه پیل نشي، او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې تر پښو لاندې نشي. خو د امریکایانو شمېر په افغانستان کې تر بل هر وخت ټیټې کچې ته راغلی دی.
او ځنې نور موارد چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ورباندې لاسلیک شوی.
طالبان به پر امریکایانو بریدونه نه کوي. طالب زندانیانو او افغان بندیانو خلاصون، پر لویو ښارونو به طالبان بریدونه نه کوي. او په جګړه کې به کمښت راولي.
خو دلته بیا برعکس چې تر اوسه د جګړې د کمښت هېڅ څرک نه دی لږیدلی او د سولې خبرو د پیل سره هم مهاله جګړې زور واخیست په لویو ښارونو بریدونه زیات شول هدفي وژنې ترسره کېږي، چې هیڅ ډله یې مسؤلیت نه مني. او په پلازمینه کابل کې راکیټي بریدونه وشول چې خلکو ته یې د نویمې لسیزې یادونه ور تازه کړل او د طالبانو له لوري اوربند ته نه حاضردل.
چې د مېز پر سر خبرو باندې یې لوی سیوری غوړولی او خبرې ډېرې پڅې روانې دي. خو داسې هم ویل کېږي چې د تېرې یوې میاشتې راهيسې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي. طالبان پرځای ددې چې د خبرو مېز ته کېني سیمې هیوادونو ته یې سفرونه وکړل/ او کوي یې.

خو اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ یو جنجال رامنځته شوی چې امریکا وایې: د مې میاشتې پورې له افغانستان څخه وتل به په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پیل وي.
خو طالبان بیا ټینګار کوي چې امریکا دې پر خپلو ژمن ټینګه پاتې شي. او له افغانستان دې تر ټاکلي وخت پورې ووځې.

طالبان وایې که امریکا په خپلو ژمن پاتې نشي او پر ټاکلي وخت افغانستان پرېنږدي نو طالبان به بیرته پر امریکایانو بریدونه پیل کړي.
خو پوښتنه دغه ده که چېرې امریکا له افغانستان څخه تر مې میاشتې پورې په بشپړ ډول ونوځي. او طالبان بیرته پر امریکایانو بریدونه پیل کړي. نو د سولې پر خبرو به یې اغېزه څه وي؟
د دغې پوښتنې ځواب اسانه دی که امریکا له افغانستانه تر ټاکلې مودې پورې ونوځي او طالبان پر امریکا خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. نو د دوحې پر خبرو به یې لوی اغېز وي. چې کیدای شي دغه خبرې پر ټپه ودرېږي او یا یې له یوه اوږد ځنډ سره مخ کړي.

خو اوس اصلي پوښتنه دغه ده چې که د سولې روانې خبرې بې نتیجې پای ته رسېږي. او یا له اوږد ځنډ سره مخ کېږي نو د افغانانو لپاره يې بدیله لاره څه کېدلی شي؟
ایا افغانان به بیا د یوې بلې سیاسي پروسې په تمه لس او دوولس کاله پاتې کېږي.
چې هغه به بیا دغه ډول د افغانانو پر سر نوشت لوبې کول وي.

او که د روانې سولې خبرې بې پایلې پای ته ورسېږي. نو افغانستان کې به جکړه عادي حالت ته ګرځي لکه چې په تېر کې وه او یا ده.
او یا د هغې په یو څه توپیر سره یوه نوې بڼه خپله کوي.
چې د افغانستان د بې ګناه وګړو او افغان وژلو لړۍ به نوره هم ورسره زیاته شي.

خو که بيرته طالبان پر امریکا بریدونه پیلوي او دواړه اړخونه جګړې ته ګرځي. نو د دغې جګړې پیل به ډېر خطرناک وي. او درې واړو اړخونه ته به لوی مالي او ځاني ځان ولري. چې لویه قرباني به یې بیا د تېر په څېر د افغانستان عام ولس وي.
دا ځکه چې اوس طالبان د سیاسي اړخ څخه یو څه په سیمه کې د ښو اړیکو پراخه ریښې لري. او طالبانو د سولې خبرو پر مهال سیمې هیوادونو ته سفرونه درلودل. چې دغو سفرونو د طالبانو نور ملاتړي هیوادونه هم پیدا کړل.
چې دغه ملاتړ به د طالبانو پر جګړه کې یو نوی بدلون وي. او د افغانستان خاوره به د یوې سختې جګړې میدان وګرځي.
خو باید دواړه اړخونه دغه تړون ته ژمن پاتې شي.
تر څو د افغانستان د دغې روانې جګړې پای ته رسولو لپاره یوه سیاسي حل لاره پیدا، او دغه جګړه کې یو څه کمښت راشي ځکه په افغانستان کې دغه جګړه ډېره ګرانه تمامه شوې. چې تړون ته د ټولو اړخونو په غاړه اېښودلو سره به د افغانستان بې ګناه او مظلوم ولس وژلو او ځورولو ته د پای ټکی کیښودل شي. او یو تل پاتې او باثباته افغانستان به ولرو. چې هر افغان به پکې خپل ځان وویني.
لیکوال: شفیق الله مشال

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button