د زخمي سرتیري وروستی ارمان

شاعر وایي دا زمونږ قسمت دی یو د ښمن چې ووهو بیا بل وهو بیا بل وهو…. دا دافغانانو قسمت دی چې یو دښمن چې مات کړي بیا بل سر پورته کړي نو ځکه په دې هېواد کې د جګړې اور بل دی،کیدای شي په لویه کچه د افغانستان د خلکو،جغرافیې او تاریخ قسمت همدا وي.

ولې دا هم په بشري ټولنه کې ثابته شوې چې هره جګړه پای لري مګر د ناخوالو،بدمرغیو میراث یې تر ډیره وخته پاتې کیږي، زمونږ په هېواد کې تر بیلابیلو سرلیکونو لاندې ډیرې سختې جګړې شوې او په بیلابیلو پلمو سره هر یرغلګر په دې خاوره بریدونه کړي دي او په پایله کې یې خوله له تورو خاورو ډکه شوې ده.

افغان ملت د خپلې خاورې،تاریخ او ارزښتونو د ساتنې په لاره کې سترې قربانۍ ورکړې او په وروستیو لسیزو کې په ډیرو وینو رنګ شوی دی، لاهم دلته د وینو سیلابونه روان دي، ځکه چې اوس هم دا هېواد او خاوره داسې دښمن لري چې په بشپړه توګه د اسلامیت او بشریت سره مخالفت لري او ټولې کړنې یې دهمدې ارزښتونو خلاف دي.

افغانان د شجاعت،و‌طن دوستۍ او وفادارۍ غوره ځانګړتیاوې لري او د تاریخ په اوږدو کې یې ټولې نړۍ ته خپلې دغه ځانګړتیاوې په ډاګه کړې دي هغه څه چې پر افغانانو تپل کیږي هغه پردۍ جګړې دي چې دخپلې لمنې نه تازه کیږي. ناپوهي،نفاق،پردۍ مداخلې،دودیز جوړښتونه هغه لاملونه دي چې په هېواد کې جګړه پراخوي او تباهي رامنځته کوي.

پر دغه واقعیت هرڅوک پوهیږي چې په نړۍ کې هیڅ داسې جغرافیه نشته چې هلته ته دې دولت او نظام نه وي ولې له بدمرغه افغانستان داسې دښمنان لري چې په دې خاوره کې دولت او نظام نه غواړي یواځې انارشیزم،خپل سري او ګډوډي غواړي.

شاوخوا ۱۴کاله کیږي چې په افغانستان کې تر سختو کورنیو جګړو وروسته موجوده نظام واکمن شو په همدې چوکاټ کې په هره برخه کې پرمختګ او بدلون رامنځته شو داسې پرمختګونه رامنځته شول چې په تیر تاریخ کې یې بیلګې نه لیدل کیږي او دا مبالغه هم نه ده.

د ډیرو نورو پرمختګونو ترڅنګ افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواک څښتن شو او همدې ځواک په چوکاټ کې افغانانو د خپل هېواد د ساتنې او دفاع لاره یوه او ګډ مزل یې پیل کړ، د هېواد په ګوټ ګوټ کې ملي بیراغ رپانده او ځلانده شو،د دغه خاورې په هسکو مینو،دنګو غرونو،سیمو او بانډو کې ملي امنیتي او دفاعي ځواک ځای پر ځای شو.

خو د افغانستان د خلکو او نظام دښمنانو ولیدل چې افغان ملت د جوړونې او پرمختګ د کاروان په لاره مخکښ مزل پیل کړی او بیا خپل تاریخي قوت په ډاګه کوي نو دغه وحشي او ظالم دښمن بیا خپل سر راپورته کړ او دلته یې د هر پرمختګ په وړاندې جګړه پیل کړه اوس مهال په دغه جګړه کې د بې ګناه ولس وینې بهیږي او ګټه يې د تاریخ تورو غلامانو ته رسیږي.

دلته غواړم له هېواد والو سره د هغه سربازانو خبرې شریکې کړم چې په همدې ورځو کې  د خاورې او ولس د دفاع په سنګرونو کې زخمیان شوي دي،د میزان د میاشتې په ۲۷ نیټه لغمان والي د ۲۰۱سیلاب قول اردو روغتون څخه لیدنه وکړه په دغه لیدنه کې مونږ هم  د نوموړي ملتیا کوله کله چې په ډیر نظم،ترتیب او قوت سره د قول اردو په لور روان شو نو د لارو په اوږدو کې هغه سربازان لیدل کیدل چې د ټولو په اوږو ملي بیراغونه نصب وو او خپلې سیمې یې څارلې د هر سرتیري په لیدو سره داسې پیغام ترلاسه کیدو چې افغانستان میړني او وطن دوسته ساتونکي لري.

کله چې قول اردو ته داخل شو نو د قول اردو د رهبري او سربازانو لخوا مو تود هر کلی وشو په یاده قول اردو کې د نظامي نظم او دسپلین فضاء حاکمه وه هر لوري ته د افغانستان د تاریخ د مشاهیرو  انځورونه لیدل کیدل او په هر دیوال داسې کرښې لیکل شوې وې چې د افغان ملت تاریخی قوت او هویت یې په ډاګه کولو،کله چې روغتون ته داخل شولو نو لغمان والي هغه اطاق ته ور د ننه شو چې هلته د خاورې او ولس د دفاع د لارې زخمي ساتونکي تر درملنې لاندې بستر وو،هغوی چې کله ورغلي مشران ولیدل نو په سترګو کې يې د شجاعت او مورال د قوت انځور نور هم روښانه شو په هغوی لا هم د جګړې ګردونه پراته وو او د وطن د مینې قوت يې په څیرو کې له ورایه ښکاریده.

لغمان والي او ورسره مشرانو د هر زخمي سره خبرې وکړې د هر زخمي د قربانۍ،اتلولۍ،شجاعت او وطن دوستۍ درناوی یې وکړ او دوی یې د افغانستان واقعي او پر خاوره مین بچیان یاد کړل،د دوی قربانۍ يې نه هیریدونکي وبللې.

لغمان والي دا هم وویل چې ټولو هغه کورنیو ته سلام او درناوی کوم چې او لادونه یې دغه خاورې او ولس ته د ملي امنيتي او دفاعي ځواک په لیکو کې خدمت کوي.

په دې زخمیانو کې د افغانستان د بیلابیل ولایتونو ځوانان لیدل کیدل هر یوه یې د هېواد په یوه ژبه خبرې کولې دا زمونږ لپاره د ملي خوښۍ او ویاړ ځای دی چې وطن ته د خدمت لپاره ملي اراده موجوده ده ځکه د افغانستان د بدخشان ولایت ځوانان په کندهار ولایت کې د امنیت لپاره کار کوي،د کندهار ولایت ځوانان په تخار ولایت کې د ولس او خاورې د ساتنې په سنګرونو کې خدمت کوي،د هرات ولایت ځوانان په کونړ ولایت کې د ملي بیراغ تر چتر لاندې د وطن ساتنې ماموریت په غاړه لري.

په روغتون کې چې کوم ټپي سرتیري تر درملنې لاندې وو د ځینو یې ټپونه ډیر ژور وو داسې یو سرتیری مو هم ولیده چې یوه پښه يې پرې شوې وه،یوه سترګه يې ړنده شوې وه او وجود یې ژور زخمونه درلودل  په خپل کټ کې په لوړ اواز داسې وویل من افتخار میکنم که در راه دفاع از تمامیت ارضی،نوامیس ملی و ارزشهای اسلامی و ملی زخمی شدم، از آن جوانان که کشور را ترک میکنند می خواهم که کشور را ترک نګفته و در پهلوی صفوف امنیتی خویش قرار ګرفته از نوامیس ملی و اسلامی خویش دفاع نمایید .

يو بل سرتیري داسې وویل دا مې ارمان دی چې خپلې خاورې او ولس ته د خدمت په لاره کې شهید شم او ددې لارې له نورو لارویانو سره یو ځای شم،دغه سرتیري وویل چې هیڅ وخت یې د ویرې احساس نه دی کړی بلکې همیشه یې په ډیرو ځایونو کې دښمن ته ماتې ورکړې ده.

دغه سرتيري دا هم وویل چې د خلکو د سر او مال د ساتنې په لاره کې سخت زخمي شوی یم خو له خلکو مې غوښتنه دا ده چې سره یو موټی شي ځکه هغه دښمن زمونږ پر وړاندې جګړه کوي چې د  اسلامیت،بشریت او د افغانستان له تاریخ سره دښمني لري.

 یو بل سرتیری چې سخت ټپی شوی وو ورغلیو مشرانو ته دا ډاډ ورکړ چې تر جوړیدو وروسته به بیرته خپل سنګر ته ستون شي او هیڅ وخت به داسې ژوند خوښ نه کړي چې د دښمن تر ویرې او ګواښ لاندې وي.

د سرتیرو په خبرو کې په څرګنده د وطن د مینې،ملي قوت او ملي خدمت پیغامونه شتون لري له دې په ډاګه کیږي چې افغانان د سر او وینو په قیمت سره خپله خاوره او ولس ساتي ولې په هیڅ صورت د پردي دښمن غلامي نه قبلوي.

اوس په کار ده چې افغانان د تاریخ په دې حساسو امنیتی شرایطو کې سره یو موټی شي د خپل ملي بیراغ او نظام تر چتر لاندې خپله خاوره،ملي ګټي او ملي هویت وساتي د خپلو میړنیو او اتلو ځواکونو درناوی وکړي او په خپلو سیمو کې د هغه کسانو جرړې وباسي چې د افغانستان د امنیت،سولې،ثبات،پرمختګ او ترقۍ پرضد جګړه کوي.

هغه اتلان دې وستایل شي چې په خاورو کې پراته او خپل مقدس سنګرونه ساتي او وروستۍ خبره دا چې هغه کسان د افغانستان د ولس او خاورې ګډ دښمنان دي چې د امنیتي،کشفي،سرحدي او نظامي ځواکونو پرضد تبلیغات کوي او د قربانیو سپکاوی يې کوي.

 

بریالی روان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button