د توري هریړې (هیله سیاه) خواص او ګټي

حکیم تهراني تنسیم

توره هریړه حافظه قوي کوي او د وېښتانو دسپنېدلو مخه نیسي ،همدارنګه هره ورځ په ناشته کي دهغې په ټاکلې اندازه خوراک دبواسیرو ،دائمي قبض، سالنډۍ او نوري ناروغۍ درمانوي او ورسره د سترګو په شاوخوا دراګرزیدلي توروالي په له منځه وړلو کي هم موثره ده.

توره هریړه په طبعي لحاظ ګرمه او خشکه ده. ددې ونه درې ترڅلورو مترو پوري لوړوالی اوګڼ خاښونه لري ، د پسرلي په پیل کې پاڼې کوي او دپاڼوشکل یې بیضوي یوڅه اوږد او سریې تېره وي. واړه نازک سفینوالي ته مائل پنځه پاڼه لروني ګلان لري. دغه ګلان تریووخته په څانګوپوري وی اوبیا په مېوه بدلېږي. میوه یې لږ درازه او تیره څوکه لري، په اول وخت کي یې رنګ شین وي بیادوخت په تېرېدو قرمزمي او ترهغه وروسته وروستني پړاو ته ځي او ورسره یې رنګ تورته نزدې پوخ سور اوړي. له وني څخه تررالوېدو وروسته لمرته اچول کېږي ترڅو وچه شي. کله چي وچه شي نورنګ یې نورهم تغیرکوي او توره ښکاري او له همدې سره پېر اوپلورته چمتو کېږي . توره هریړه ډولونه لري او ترټولوښه یې هغه ده چي توررنګه، وړه اوبې دانې وي. ددې دکرهني اصلي ځای هندوستان دی ؛مګرپه بنګلدیش او پاکستان کي هم کرله کېږي.

ځانګړني او د درملني ډولونه او طریقې :
که دخولي داسي بدبویي لرئ چي په تداوي یې نه یاست توانېدلي نو تریوې اونۍ پوري په پرله پسې ډول یوه وړه دانه توره هریړه په خوله کي وژویئ.

د معدې دتقویې لپاره: درې ګرامه توره هریړه چي ښه وړه شوې وي که درې ورځي دناشتې پرمهال له نیمه ګرمواوبوسره وخورئ نو د معدې دهرډول ناراحتۍ نه به مو خلاص کړي. توره هریړه سیستم د خوړوهضمولو لپاره په حرکت راولي د دې ترڅنګ د ایسډ په کمولو او د معد ې په سوځیدلو کي هم دښودرملو په توګه کارورکوي. که غواړئ ایسډ مو کم شي نو ترخوراک وروسته توره هریړه استعمال کړئ.

دسترګو د تقویې لپاره: د سترګو ددید زیاتولو لپاره توره هریړه وړه کړئ او ترڅلورو اونیویې هرسهار ترلمر راختوله مخه یوه کاشوغه له نیمه ګرمو اوبوسره وخورئ.

دسینې د تقويې لپاره: د سینې د تقويې لپاره یوه کاشوغه توره هریړه په یوه پیاله مستوکي ښه حل کړئ او ترلسو ورځو پوري یې ترهرځل غرمني او ماښامني خوراک وروسته وخورئ.

دویښتانو دسپنېدو دمخنوي لپاره: که ويښتان مو زرسپینېږي او غواړئ مخه یې ونیسئ نو له یوه کاله بیاتریونیم کال پوري هره شپه ترخوراک نیم ساعت وروسته یوه کاچوغه توره هریړه له نیمه ګرمو اوبوسره وخورئ ، په تجربه سره یوه ښه لاس ته راوړنه به ولرئ.

د قبض ختمولولپاره: ددائمي او مضمن قبض ختمولو لپاره که څلوېښت شپې متصل پنځه ګرامه توره هریړه هره شپه وخورئ نو د قبض له رنځه به په پوره توګه خلاصون پیداکړئ.

د اسهال دمخنوي لپاره: د اسهال بندېدو لپاره توره هریړه و ایشوئ ترڅووسوځي بیایې وړه کړئ اوبیایې داسهال ختمېدو تروخته یوه یوه کاشغه له نیمه ګرمو اوبوسره وخورئ.

هره شپه د توري هریړې یوه دانه زبېلل د سالنډۍ ناروغي په کمولو کي مرسته کولای شي.

د غټ نس دکمولو لپاره: د دې لپاره چي خېټه مو کمه شي که اوله شپه یوه، بله شپه دوه، داسي تر۴۰ شپو او ۴۰ دانو پوري وخورئ اوبیا په ترتیب بیرته یوه راکمه او څلويښتمه شپه یې یوې ته راورسوئ نو هرڅومره لویه خیټه به مو عادي حالت ته
راشي.

دحافظې د تقویې لپاره: توره هریړه چي په هندوستان کي د عمراوږدولو په اکسیر مشهوره ده حافظه ډیره غښتلې کوي .
دویني دپاکولولپاره: توره هریړه د ویني په صفاکولو کي هم ډیر څرګند رول لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button