هوږه څنګه جنسي قوت پیاوړی کوي؟

امریکا غږ

ډاکټران وايي چې هوږه ډېرې روغتیايي ګټې لري او له همدې کبله هم غذا او هم درمل بلل کېږي چې له پېړیو پېړیو د نړۍ په غذايي فرهنګ کې ځانګړی ځای لري.

معتبرې روغتیایي څېړنې ښيي‌ هوږه د بدن دفاعي سیستم قوي کوي، د وینې فشار کموي، زړه او رګونه تامین کوي، د وینې غوړ کموي او د هډوکو د کمزوري کېدو مخه نیسي. د دې ټولو تر څنګ انسان په جنسي لحاظ هم غښتلی کوي.

د وینې د بهیر چټکتیا

په انسانانو او حیواناتو باندې د یو لړ څېړنو پایلي ښکاره کوي چې هوږه د انسان په رګونو کې د وینې بهیر چټک کوي او همدغه راز د شهوت په زیاتولو کې هم له نارینوو سره مرسته کوي. یوه بله څېړنه ښيي چې هوږه د نارینه د تناسلې آلې د تحرک کولو [نعوظ] په برخه کې هم مرسته کوي.

د لږ تر لږه ۱۸ روغتیایي څېړنو نتیجه ښکاره کوي هوږه داسې مرکبات لري چې د «تستوستیرون» په نوم د جنسي هورمون او سپرم تولید زیاتوي. همدغه راز د څېړنو په اساس، په هوږه کې داسې مرکبات شته چې د مزمنو ناروغیو په ضد د بدن محافظت قوي کوي،‌ بلکې د جنسي برخې په تقویت کې هم مهم رول لوبوي.

ازاد رادیکالونه

علمي موندنو ښودلې ده چې تازه هوږه او د هوږې پوډر داسې «انټي اکسیدانټونه» لري چې مضر مرکبات ختموي او د ازادو رادیکالونو په توګه په بدن کې فعالیت کوي.

په ۱۰۰ هغو نارینوو باندې، چې د اولاد زېږولو صحي وړتیا یې نلرله او عقیم وو، څېړنه شوې او ښودل شوې ده چې د هوږې خوړلو له لارې یې «انټي اکسیدانټونو» مشتقات ترلاسه کړي چې د سپرم په زیاتېدو کې یې ورسره مرسته کړې ده.

همدغه راز په موږګانو باندې هم شوې څېړنې ښودلې چې د ازادو رادیکالونو د مهارولو له لارې په اوږې کې د « اس-الیل سیستین » موجودیت د تناسلې آلې د تحرک کولو [نعوظ] لامل شوی دی.

په ښځو باندې د هوږې صحي اغیزې

لا معلومه نه ده چې هوږه د ښځو د امیندوارۍ او جنسي فعالیت په برخه کې څه اغیزې لري، خو څېړنو دا ښودلې ده چې د هوږې خوړل د هډوکو د کمزوري‌کېدو مخه نیسي او په ځانګړي ډول د ښځو د هډوکو.

سپارښتنه شوې ده چې تازه او میده اوږه وخوړل شي چې صحي مرکبات یې په خپل حال پاتې وي. د هوږې د بوی ورک کولو لپاره ښه ده چې اوږه میده کړل شي او د زیتون له غوړیو او مالکې سره ګډ کړل شي.

خو ډاکټرانو دا سپارښتنه هم کړې ده چې باید ډېره هوږه ونه خوړل شي، ځکه چې د خولې بوی زیاتوي او همدغه راز د ځینو کسانو د معدې د تکلیف سبب کېږي.

همدغه راز ځینې خلک د هوږې په خوړولو کې ستونزه لري او هغه خلک چې د خونریزۍ او یا وینې د کموالي ستونزه لري او درمل خوري، باید د هوږې په خوړولو کې محتاط وي چې د وینې بهیدو سبب یې نشي.

طبي څېړنو ښودلې ده چې د هوږې د صحي ګټو لپاره کافي ده چې د ورځې یوه برخه هوږه وخوړل شي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button