د ژور خپګان د مدیریت او کنټرول تګلارې

ژباړن: عطا محمد میاخېل

آرامتیا ته د رسېدو له پاره باید په خپل ژور خپګان باندې غلبه وکړئ او وکولای شئ هغه مدیریت کړئ. د ژوند د مسایلو په وړاندې مثبت حالت ولرئ. په ډېرې آرامۍ له خپله ځایه پورته شئ. قدم ووهئ، له خپلو دوستانو سره مشوره وکړئ او هر څومر چې کولای شئ له ځانه اندېښنې لرې کړئ. له ځان سره خبرې اترې وکړئ، تر څو وکولای شئ، چې د ستونزو منونکي واوسئ. د ژور خپګان په وړاندې یو کلک او ټینګ شخصیت وروزئ.

ـــ له خپل خدای (ج) سره راز و نیاز وکړئ، پرمخ لاړ شئ او هغه ځواک چې الله (ج) پورې اړوند دی، هغه (ج) ته یې پرېږدئ، چې هغه (ج) خپله چارې کنټرول کړي. هغه کسان چې تل برید کوي او وېره خپروي، د مؤمنانو او آرامه انسانانو په پرتله ډېر لږ بریا ته رسېږي.

ـــ ژوره ساه واخلئ او په ډېرې آرامۍ هوا بهر کړئ. دا کار په موقت ډول تاسو آرامه کوي.

ـــ ورزش وکړئ، یو روغ بدن کولای شي په غوره توګه د ژور خپګان د نښو په وړاندې مقاومت وکړي او له تاسو سره د ژور خپګان په کنټرول کې مرسته وکړي. ورزش یو آرامه او هوسا کوونکی اغېز دی، چې له پای ته رسېدو وروسته یې اغېز تر یوې مودې پورې په بدن کې پاتې کېږي. هوازي ( ایروبیک ) ورزش تر ۲۰ دقیقو پورې له ماغزو څخه د اندروفین په نامه د کېمیاوي موادو د آزادېدو سبب ګرځي، چې ژور خپګان را کموي. راښکونکي غیر هوازي ورزشونه هم د ژور خپګان په کنټرول کې ډېر ګټور ثابتېدای شي لکه: بایسکل ځغلونه، پلی مزل کول، لامبو وهل، ورو منډې وهل او داسې نور….

ـــ له یوه بشپړ او متوازن روغتیایي پروګرام څخه، چې ښه تغذیه او کافي خوب پکې شامل وي پیروي وکړئ.

ـــ له خپلې کورنۍ سره خواړه وخورئ.

ـــ د خوږو، مالګې او د هغو خوړو له مصرف څخه په کلکه ډډه وکړئ، چې ډېر غوړ ولري. مېوې او سبزیجات ډېر وخورئ، دا د ژور خپګان د کنټرول یوه ثابته شوې تګلاره ده.

ـــ په خپل ژوند کې له سترو ناڅاپي بدلونونو څخه ډډه وکړئ.

ـــ خپل وخت تنظیم او خپل ژوند ته رونق ورکړئ. ډېری ورځنۍ خواشینۍ، له بې نظمیو سره تړاو لري.

ـــ خپل د خوښې وړ کارونه ترسره کړئ، موسیقي ته غوږ نیول خواشیني او خپګان را کموي. خپلې ستونزې د خپلو وسایلو زاړه بکس ته وغورځوئ، وخاندۍ او وخاندئ. د نقاشۍ، پخلي او بڼوالۍ بوختیاوو او دغه راز په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون ته ډېره پاملرنه وکړئ.

ـــ نا خوښه خبرونو ته هېڅ پام مه کوئ. کله وخت که اړینه وي، ترڅو په لوړ غږ وژاړئ، په داسې وخت کې په ډېرې آسانۍ اوښکې تویې کړئ، ترڅو زړه مو ښه تش شي.

ـــ له نورو سره مینه وکړئ. ټوکې کول یوه له غوره تګلارو څخه ده، چې کولای شي، د ورځنیو خواشینیو په وړاندې ترې کار واخلئ. حتی په ډېرو سختو شېبو کې هم خندیدل اغېزمن دي. په کوچینو او بې ارزښته مسایلو کې ځان مه ښکېل کوئ او قضیو ته په جامع لید وګورئ، ترڅو تاسو ته سترې ستونزې کوچنۍ او ناڅیزه معلومې شي.

د آلمان او ایټالیا یوه ډله پوهانو او متخصصینو خندېدل د روغتیا ساتنې، ژور خپګان د له منځه وړلو او د زړه د کړنو د ښه کېدا له پاره، نړیوالو ته سپارښتنه کوي. د خندا د ګټو په اړه د آلماني او ایټالوي پوهانو د څېړنو پایلې د طبیعي علومو په وروستۍ معتبره مجله کې چاپ شوې دي. په ځانګړې توګه هغه خندا ګانې چې د زړه له تله را وتلې وي، یادې خندا ګانې کولای شي، چې له محصلینو سره د درسونو په ښه زده کېدو کې مرسته وکړي.

پوهان خلکو ته د پرله پسې او له ځنډه پرته خندا سپارښتنه کوي، چې د زړه د شریانونو په خلاصېدو او د دې حیاتي غړي د فعالیت د ښه کېدو سبب ګرځي. د آلماني او ایټالوي پوهانو په باور، چې کلونه ـــ کلونه یې د خندا د ګټو په اړه څېړنې کړي دي، خندا له فرد سره مرسته کوي، ترڅو په ځان باندې یې باور زیات شي او دا د دې لامل کېږي، چې بې زړه او شرمندوکه کسان ورو ورو د دې ناروغۍ له شر څخه خلاصون پیدا کړي.

ټوکې کولای شي له ژور خپګان څخه د را پیدا شوي تشنج د له منځه وړلو له پاره یوه تګلاره وي. ښایي ډېری کسان د خپل خپګان د پټولو له پاره په رښتیني ډول وخاندي، ځکه چې ټوکې له نه همغږۍ څخه د خلاصون له پاره را منځته کېږي، نه د رامنځته شوي تشنج له پاره. دا باور چې ټوکې تشنج او خپګان په خندا پوښي، د منلو وړ نه دی. برعکس ټوکې په دې دلیل کار جوړونکې دي، چې شخص ته دا شونتیا ورکوي، ترڅو واقعیتونه، په منلي ټولنیز او نسبتاً معقول ډول بیان کړي.

ـــ د اعصابو د هوسا او آرامه کولو له تګلارې څخه ګټه واخلئ، له بهرنیو تشنجاتو سره د مقابلې له پاره د پاملرنې او آسوده کولو د نورو تمرینونو لارې چارې وازمایئ. دا تمرینونه کولای شي، د ژور خپګان د هورمونونو ترشح را کم کړي او دغه راز د زړه درزا او د وینې فشار هم را کم کړي. د پښو مساژ د تشنجاتو د را کمولو له پاره یوه بله غوره تګلاره ده.

ـــ که چېرې ژور خپګان مخ په زیاتېدو و، له خپل ډاکټر، نورو افرادو او دوستانو څخه مرسته وغواړئ. مرسته غوښتنه د کمزورتیا نښه نه ده. ښایي له آراموونکو درملو څخه ګټه اخیستلو ته اړتیاوي، البته د ډاکټر له لارښوونو سره سم. د ژور خپګان د را کمولو په خاطر هېڅکله له سګریټو او مخدره توکو څخه ګټه مه اخلئ او پام وي، چې له کندې څخه څاه ته ونه غورځېږئ. په یوه خبره کې کولای شو ووایو، هر هغه څه چې کولای شي په موږ کې زموږ د دننني احساس کنټرول وروزي، موږ ته دا اجازه راکوي، ترڅو یو مازې او ناڅیزه قرباني ونه اوسو او تل له پېښو سره مقابلې ته چمتو والی ولرو. په دې اساس باید زده کړو، چې ژور خپګان کنټرول کړو او له همدا نن څخه د ژور خپګان د راکمولو پروګرامونه پیل کړو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button