د ځینو ویټامینونو کموالی د ژور خپګان لامل کېږي

ژباړه: حمیدالله حمیدي
موږ په داسې یوه زمانه کې ژوند کوو چې رواني اختلالات لکه وېره او ژور خپګان ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي او ډاکتران ورځ تر بلې د دې اختلالاتو د مخنيوي لپاره خپلو ناروغانو ته اړوند درمل ورکوي.

کېدای شي پر ژور خپګان اخته کېدل ګڼ لاملونه ولري خو اوس روغتیا پالانو دا هم موندې دلې ده چې په بدن کې د ځينو ويټامینونو نه شتون هم انسان پر ژور خپګان اخته کولی شي.

۱- ويټامین B
د (B) ګروپ ويټامینونه، چې له وېرې او ژور خپګان سره مستقیمه اړیکه لري، له ډېرې مودې را په دېخوا د سټرس د ويټامینونو په نوم هم یادېږي.

هغه څېړنه چې په ۲۰۱۳ کال کې ترسره شوې ده او پایلې یې په International Scholarly Research Notices ژورنال کې خپرې شوې دي، په ګوته کوي چې د (بي) ګروپ ويټامینونه پر سټرس مستقیمه اغېزه لري او کمبود یې د دې ناروغۍ لامل کېږي.

څېړنې ثابته کړې ده چې که په ورځني ډول ۱۸ ګرامه د بي ګروپ ويټامینونه واخیستل شي، د سټرس د له منځه تلو لامل کېږي. د بي ګروپ پر ويټامینونو سربېره ځینې مېوې لکه مڼه، کېله او نور… هم سټرس له منځه وړي.

۲- ويټامین C

د (سي) ويټامین ته انتي اکسیدان هم وایي چې د روغتیا لپاره ډېر ګټور دی. څېړنو ثابته کړې ده چې د (سي) ويټامین د ژور خپګان د له منځه وړو لپاره ډېره ګټه لري. هغه څېړنه چې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې ده، ثابته کړې ده چې ويټامین سي د ژور خپګان د له منځه وړو لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.

۳- ويټامین D
د (ډي) ويټامین کمښت له بد خلقۍ، ډار او ژور خپګان سره مستقیمه اړیکه لري او ان کله کله د سرطاني ناروغیو وېره هم رامنځته کولی شي.

څېړنو ثابته کړې ده، هغه کسان چې د دې ويټامینونو له کمښت سره مخ وي، تر ډېره خپه او ستړي ښکاري. د (ډي) ويټامینونه په کبانو او هګیو کې موندل کېدای شي. لمر ته کېناستل هم ويټامین ډي جوړولی شي او د روحیې د پیاوړتیا لامل کېږي.

مګنیزیم

د امریکا د مریلنډ پوهنتون د څېړنو مرکز وایي، په بدن کې د مګنیزیم کمبود د سروتونینو د کمښت لامل کېږي. دغه راز هغه درمل چې پر ژور خپګان د اخته کسانو لپاره ورکول کېږي په بدن کې د مګنیزیمو د تولید لامل کېږي. کیلې او کبانو د مګنیزیمو د تولید اصلي سرچینې بلل کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button