د امریکا شل کلنه جګړه خو شل یې نه کړه !

د ۲۰۰۱ لمریزکال د اکتوبر په ۷ نیټه د مازدیګر په مهال د ا مریکا د وخت جمهور ریس جورج ډبلیو بوش د سپیني ماڼۍ څخه امریکایان او ټول نړیوال په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي آمارت او القاعده پرضد د وسله وال برید اویرغل خبرخپور کړ.
دا هغه جګړه وه چې په نړیواله کچه د ناتو د غړو اونورود امریکا پلوه کابو۴۸ بیلا بیلو هیوادونوچې په مدرنیزه پرمخ تللو وسلوسمبال وو. پر افغانستان وبلوسل .
د جګړی د پیل لامل د نیویارک ، واشنګټن په ښارونواوپنسلوانیا په ایالت کې د څلورو هوایې مساپروړونکو آلوتکو د ترهګریزچپاواویرغل له کبله و چې د القاعده د غړو حرفوي اوباشانواوترهګروپه وسیله ترسره شوو. د آسمان څکوسوداګریزوماڼیوکې د سانتیګراډ څه د پاسه ۳۰۰۰ درې زره درجو په تودوخه کې ۳۰۰۰ بې ګناه مسلکي اوبانکي پرسونل د اورپه لمبوکې لولپه او ایري شول. ستربشري جنایت ، نه بښونکی جرم او زړه دردوونکی قباحت او وحشت چې ټوله نړۍ یې د هیښتیا په ټالونو وځنګوله . او د امریکا د بیلا بیلو ولسمشرانو له سترګو تړمې، تړمې اوښکي څڅیدي .
د شاعر په وینا چې :
ګناه کرد در بلخ آهنګری ــ سزا دید در مشهد مسګری
هو! خونړۍ پیښه په امریکا کې رامنځته اوسزا په کې بې وزله افغانانو ولیده . د ملاعمرآخوند د واکمنۍ کمبله ټوله او اسامه بن لادن په ایبټ آباد کې د ای،اس،ای د جنرالانو سره د امریکا غمیزي او په افغانستان کې د آمریکا ښکیلتیا ته د خوشالۍ بنډارونه نمانځل . اود افغان ولس د بدمرغۍ اوویجاړۍ نوی څپرکی او پړاو پیل شو.
پاکستان ته غوا لنګه شوه . ویل یې داسې شر پیښ کړې . چې زموږ پکې خیر وي . هم یې د طالبانو د جګ پوړو چارواکود نیولو او ګواتینامو زندان ته په لیږلو د سی ،ای، ای څخه په میلونو ډالر ترلاسه او هم یې د عربې ترهګرواو آلقاعده په میلیوني ډالرود اسامه بن لادن د پټ خوندې ساتلوپه پلمه لاسته راوړل . او په پایله کې یې په خورا لوړه بیه په امریکا یانو خرڅ اود ای،اس،ای په چم ګاونډ کې د خپلې کورنۍ د ځینوغړو سره ووژل شو.
د شل کلنې جګړی څلور لوبغاړي د امریکا څلورجمهور ریسان جورج ډبلیوبوش ، بارک اوباما ، ډونالد ټرمپ او جوبایډن دي . بوش جګړه پیل کړه . بارک اوباما د القاعده بنسټګراسامه بن لادن وواژه. ډونالد ټرمپ د موربم ګوزار کړاو جوبایډن له افغانستانه په تیښته داسې ووت . چې په نړیواله کچه یې د پنتاګون سرد شرم په زنګون کړ.
د سپیني ماڼۍ شا زل زلمی خلیل زاد په افغانستان کې د شرغوبل په لوبه کې داسې هیرو جوړشوی . چې په دوحه کې د طالبانوسره د موافقه لیک په برکت د خپل بیروتي ټولګیوال اشرف غني د ماتې او نره ځغاستي او د طالبانو د بیا واکمنیدو له کبله ځان هیرو بولي . اوخبیث مثلث یې هم نغد ، چغد په کابل کې د طالبانو په واک کې ورکړی دی .
طالبان بې ډزو ډوزه د کابل د ارګ په ګدۍ کیناستل . ویې ګټه فیل وخوره . ځانونه د امریکایې امپراتورۍ د نسکوریدو اتلان بولي . مبارک موشه . خو یوه ترخه څپیړه مو شل کاله د مخه وخوړه . د در بدریو او زندانونو تاریخ ښه دریاد دی . ملاعمرآخوند ، ملا اختر محمد منصور اوپه غلب ګومان ملا هیبت الله آخوند ستاسو آمیرالمومنان اومشران موله لاسه ورکړل . د امارت واګي بیا ستاسو لاسونو ته ولویده . خودریغه ، دریغه ! ستاسو د تکبر،تحجراوخر مستیوله لاسه به دا ګټلي بریاوې ډیرژر په اوبو لاهو او دا غمجن او ویرجن هیواد به د پاکستاني اسټبلیشمنټ په منافقانه توطیواوسلا مشورو په خونړیو شرغوبل اخته کړی . او دا ځل افغان ملت که یې درنښت ونه کړی . د درنوڅپړوغوسه ناک غاښونه چیچي . افغان ولس وطنپال کارپوهان او مسلکي کادرونه ، مخورې درنې سټې اوستاسو د مهال د ملا عمراخوند ستر خواخوږي جناب ملا عبد السلام ضعیف خبرو او سلا مشورو ته غوږ کیږدی . د وطن ویاړلي ، پتمنې او عزتمنې میندې ، خویندې مه ځوروی . او کنه بیړۍ مو د افغان ولس د لوږو اوتندو په څپانده سمندر کې په ډوبیدو ده .
د ګران هیواد د پرمختګ اوسوکالۍ په هیله .
۷/۱۰/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button